تاند- د افغانستان په شمال کې د امنیتي وضعیت د خرابېدو په باب د راپورونو له خپرېدو وروسته ترکمنستان په عطا مراد (Atamurat) ښار کې، چې په کرکي (Kerki) هم مشهور دی، دفاعي ترتیبات زیات کړل.

د ترکمنستان د اې ټي این خبري اژانس د راپور له مخې په دغه ښار کې امنیتي ترتیبات زیات شوي او اوس په هر ځای کې پوځیان او تازه جوړ شوي پوځي تاسیسات لیدل کېږي.

اکثره نوي تاسیسات د عطا مراد کیرکیچي (Atamurat-Kerkichi) پله او د امو دریا په اوږدو کې جوړ شوي دي. ځیني دفاعي پوستې او تاسیسات د امو دریا په غاړه پر غونډیو جوړ شوي دي.

په دغو سیمو کې او دغه راز تر پله لاندې د شګو بوجۍ لیدل کېږي او د پلیو د تګ راتګ مخه یې بنده کړې ده.

سرچینې وايي چې چارواکي د سیمې خلک بې، له دې چې هغوی ته څه وویل شي چې ستونزه څه ده، د شپې په مخه د پوځي زده کړو لپاره ورغواړي.

د کرکي اوسېدونکي تراوسه د د دې وضعیت په خاطر د بېرې په حال کې نه دي.

amoپر دې سربېره د ترکمن اباد ښار ډېرو اوسېدونکو د جمعې په ورځ /مې ۱۵مه/ د ترکمنستان جنګي الوتکې په هوا کې د ګرځېدو په حال کې لیدلي دي.

په همدې حال کې تاجکستان خپل بدخشان ته د بهرنیانو هراز تګ راتګ منع اعلان کړی دی. تاجکستان اندېښنه لري چې د افغانستان له بدخشانه به بهرني ترهګر د دغه هیواد خاورې ته واوړي.

د راپورونو پر اساس د افغانستان په شمال کې په سلګونو تاجک، ازبک، چیچن او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادونو ترهګر ځای پر ځای شوي دي.

دا هم ویل کېږي چې دا ترهګر له وزیرستان څخه د افغانستان شمال ته تللي دي. که څه هم په ظاهره د منځنۍ اسیا سختدریځي له افغان طالبانو سره جوړ دي خو هغوی د ابوبکر البغدادي اطاعت کوي.

په شمال کې ازبک او تاجک سختدریځو خلکو ته ویلي چې ملا عمر مړ شوی او دوی بغدادي خپل مشر ګڼي.

ځواب دلته پرېږدئ