مسؤلينو د تړون د لاسليک پر مهال ژمنه وکړه چې د هرې ناروا کړنې پر وړاندې به د ولس په مرسته مبارزه کوي او د دولت د هرې روا او مثبتې کړنې به کلک ملاتړ کوي.

پر همدې مهال د هلمند مدني ټولنې او ولايتي شورا مسؤلينو اوسنۍ ځايي اداره په فساد کې ښکېله  وبلله او ولس ته يې ډاډ ورکړ چې د فاسدو چارواکو سره به حساب کوي.

د تړون د لاسليک په موخه يادې غونډې ته د هلمند د بېلابېلو ولسواليو سلګونه قومي سپن ږيري او مشران او د ټولنيزو شوراګانو غړي رابلل شوي و.

د هلمند ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل وويل، د هلمند مدني ټولنې سره يې د ګډې همکارۍ د تړون د لاسليک موخه د خلکو ستونزو ته په اسانۍ لاس رسی او د دوی د ستونزو هوارېدل دي.

نوموړي وويل: (( تر دې وروسته به د هلمند ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنه ستاسو ستونزې په ګډه هواروي او زه تاسې سره ژمنه کووم چې تر دې وروسته به ستاسې حقوق څوک تر پښو لاندې نه کړي هلمند ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنه به په ګډه ستاسو د ولس د حقوقو کلکه دفاع کوي.))

د هلمند مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد په خپلو خبرو کې هلمند په ستونزو او فساد کې ښکېل ولايت ياد کړ، نوموړي سره له دې چې په يووالي يې بيا بيا ټينګار وکړ پر هلمندي ولس يې غږ وکړ چې نور دې د خپل حق غوښتنه وکړي او په يوه خوله دې د ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنې سره خپل اواز پورته کړي.

همدرد وويل: ((هلمند کې بدبختانه يو تعداد کړۍ سته چې موږ په ډلو پټلو سره ويشي، ملي ارزښتونه يې ګمراه کړل، حتی فاسدو او غلو چارواکو مدني ټولنې جوړې کړې او ځان ته پرې برأت ورکوي، راځئ چې سره يو سو خپل سپېڅلی اواز پورته کړو ترڅو خپل مسؤليت او رسالت په سمه توګه ادا کړو.))

دغه راز د هلمند ولايتي شورا وکيل بشيراحمد شاکر په ډاګه د هلمند اوسنۍ دولتي اداره په فساد کې ښکېله وبلله، نوموړي وويل، ولس يې په خورا بد حالت کې نا امنيو کې ژوند تېروي، خو دده په خبره ځايي اداره مرکزي ادارې ته د پوره امنيت ډاډ ورکوي.

شاکر وويل: ((که والي صيب وايي چې په هلمند کې خيرو خيريت دی نو خپل اولادونه دې هم راولي، زموږ د هلمند موجوده اداره هلمند يې ټول خرڅ کی، د خلکو په وينو يې تجارتونه وکړل، زرګونه خلک يې بې کوره کړل، که زه د خلکو د حق غوښتلو لپاره اواز پورته کووم، توطيې راته جوړېږي.))

دغه راز د ولايتي شورا وکيلانو، مدني فعالانو او قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې هلمند په ستونزو او نا امنۍ کې ښکېل ولايت وباله.

دوی ټولو په خپلو خبرو کې پر يووالي ټينګار وکړ او د موجوده ځايي ادارې سره يې د حساب کولو جدي غوښتنه وکړه.

تر ويناو وروسته د هلمند ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنو د مشرانو لخوا د دوی ترمنځ د ګډې همکارۍ هغه تړون لاسليک شو چې په لسو مادو کې اوډل شوی و.

د تړون په ځينو مادو کې د شورا او ټولنې لخوا د قانون په چوکاټ کې د ګډو ناستو يادونه، ملي ارزښتونو د ساتنې لپاره ګډه مبارزه، د ډاډمن امنيت او سولې لپاره هڅې، د ادارې فساد پر وړاندې په يوه خوله غږ هغه خبرې وې چې د ياد تړون استازيتوب يې کاوه.

هلمند کې دا لومړی ځل دی چې د ولايتي شورا او هلمند مدني ټولنې لخوا د ګډې همکارۍ تړون لاسليک کيږي، وړاندې تر دې هلمند مدني ټولنې ته د ستونزو د هوارۍ لپاره د بېلابېلو سيمو ډلې ډلې خلک راتلل، چې د ياد تړون په لاسليک کولو به د خلکو هېلې نورې هو وغوړيږي او د دوی د ستونزو د هوارۍ لپاره به تر ډېره حل لارې پيدا شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *