د افغانستان کرکټ بورډ ادارې او د الکوزي د شرکتونو ګروپ ترمنځ لس کلن مالي تړون لاسلیک شو
نن د افغانستان کرکټ بورډ په مرکزي دفتر کې د دغې ادارې او الکوزي شرکت ترمنځ د ۱.۳ میلیونه ډالرو په ارزښت لس کلن مالي تړون لاسلیک شو.
د تړون لاسلیک لپاره په چمتو شویو مراسمو کې د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي، د الکوزي شرکت د خرڅلاو څانګې مشر میرویس سیال، د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس مرستیال دوست محمد نظري، د الکوزي شرکت د بشري سرچینو مدیر نعمت الله بابکرخیل، د کرکټ بورډ او الکوزي شرکت کارکونکو او د رسنیو همکارانو ونډه درلودله.
د ناستې په پیل کې د کرکټ بورډ اجراییوي رئیس شفیق الله ستانکزي د مالي تړون ارزښت په اړه خبرې وکړې. ستانکزي ووییل چې، “د کرکټ هرې ادارې لپاره د مالي ملاتړ کونکي شتون د ملا د تیر حیثیت لري. له بده مرغه موږ له تیر یو نیم کال راهیسې مالي ملاتړ کونکی نه درلود. زموږ په کاري لومړیتوبونو کې یو یې د یوه پیاوړي مالي ملاتړ کونکي سره هوکړې ته رسیدل وو چې دادی نن یې ثمره وینو.”
ستانکزي د تړون پر کلیدي برخو خبرې وکړې او زیاته یې کړه چې دغه تړون به د هرو دریو کلونو په ترڅ کې د دواړو لوریو له لوري تر څیړنې او ارزونې لاندې نیول کیږي. ستانکزي ووییل چې، ددغه مالي ملاتړ ټاکلی مقدار پیسې به په کورني کرکټ، پرمختیایي چارو او د ملي لوبډلو په سفرونو او لګښتونو کې مصرفیږي.
د الکوزي شرکت د خرڅلاو څانګې مشر میرویس سیال ووییل چې، “د کرکټ ملي لوبغاړي او د کرکټ بورډ اداره هیواد ته ویاړ راوړونکې سرچینې دي. له دغسې یوې مخکښې ادارې سره مالي ملاتړ د الکوزي شرکت لپاره د ویاړ ترڅنګ یوه ملي دنده هم ده. موږ به ددغه مالي ملاتړ په ترڅ کې د کرکټ بورډ له ادارې سره په ګډه ددغې لوبې په وده کې خپل رول لوبوو او هڅه به مو د یوې ډیرې اوږدې مودې لپاره په هیواد او له هیواده بهر د ملي لوبغاړو او د کرکټ بورډ ادارې ملاتړ وي.”
په پای کې د دواړو لوریو له لوري پر تړون لیک لاسلیک وشو.