تاند- روسیې له خپلې خاورې څخه په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د ترانسپورت او اکمالاتو دهلېز بند کړ.

د روسیې د حکومت په ویبپاڼه کې نن اعلان وشو چې په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ د روسیې ترانسپورتي دهلېز د بندېدو حکم د دغه هیواد ولسمشر ولادیمیر پوتین په خپله لاسلیک کړی دی.

دا دهلېز له سړې جګړې راوروسته د امریکا او روسیې ترمنځ د همکاریو سمبول بلل کېده.

د پوتین په حکم کې ویل شوي، د مسکو له لوري د دغه ترانسپورتي دهلېز، چې ناټو په افغانستان کې د خپلو پوځیانو د اکمالولو لپاره کارواوه، د بندېدا پرېکړه د ملګروملتو د امنیت شورا د ۱۳۸۶ نمبر پرېکړه لیک پر اساس د اجازې د مودې د پای ته رسېدو په تړاو شوې ده.

ناټو د تېر میلادي کال په وروستۍ ورځ په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه خو د غوڅ ملاتړ په نوم د افغان امنیتي ځواکونو روزنې ته دوام ورکوي. دا تړون له افغان امنیتي ځواکونو سره مالي ملاتړ او په محدوده پیمانه د وسلو مرسته کوي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین یو له هغو مشرانو څخه و چې په ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې له بریدونو وروسته یې د تروریزم پر ضد د امریکا ملاتړ اعلان کړ.

One thought on “د پوتین په امر په افغانستان کې د ناټو ځواکونو پر مخ د روسیې لار بنده شوه”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *