تاند- سعودي عربستان ۸ اعداموونکو او لاس پرې کوونکو ته د کار ورکولو اعلان خپور کړی دی.
د سعودي عربستان په دې اعلان کې ویل شوي چې یوازې سعودي وګړي د دغو دندو لپاره غوښتنلیک وراستولی شي.
په اعلان کې دا یادونه هم شوې چې د دغو دندو لپاره تعلیم یا د زده کړو سند پکار نه دی.
د اعداموونکي د کار په شرایطو کې ویل شوي چې د قاتلانو، جنسي تېري ګرو، لوټمارو او د مخدرو موادو د قاچاقوړونکو د سر د پرې کولو ترڅنګ به د غلو لاسونه هم پرې کوي.
مجرمانو ته به سزا د جمعې له لمانځه وروسته د عامو خلکو په مخکې د تورې په وسیله ورکول کېږي.
په ۲۰۱۴ میلادي کال سعودي عربستان د اعدامونو د شمېر له پلوه له چین او ایرانه وروسته په نړۍ کې درېم هیواد و.