تاند- شاوخوا ۲۰۰ پاکستاني دیني عالمانو فتوا ورکړه چې انتحاري حمله، چې وسله وال سختدریځي یې فدايي برید بولي، غیراسلامي عمل دی.

دوی حکومتونه ملزم وبلل چې د طالبانو، القاعده او داعش په شان یاغي ډلې وځپي.

د دوی په فتوا کې ویل شوي دي:«د پاکستاني طالبانو تحریک، القاعده، داعش یا د اسلامي دولت وسله واله ډله، بوکوحرام، الشباب او نور په اصطلاح جهادي تنظیمونه بې لارې او منحرفې ډلې دي.

د دوی اعمال غیراسلامي دي او عقاید یې د ناپوهۍ او بې خبرۍ له کبله دي.»

دا فتوا د پاکستان د بېلابېلو مذهبي فرقو دیني عالمانو صادره کړې ده.

دوی ویلي:«د جهاد په باب د دغو سرزورو ډلو فکر او نظر د جهاد لپاره د اسلام د شرایطو خلاف دی او په فرقوي تشدد کې ښکېل کسان فساد کوي ځکه چې اسلام د هیڅ اسلامي فرقې د پیرو وژنه روا نه بولي او اسلامي حکومتونه مکلف دي چې دا ډول یاغیان ژر تر ژره وځپي.»

په فتوا کې د ماشومانو د ګوزڼ یا پولیو خلاف هر ډول هڅې او د ګوزڼ د واکسینرانو وژنه حرامه او هغه تر ټولو ناوړه جنایت بلل شوی دی.

طالبان په پښتني سیمو کې د ماشومانو د ګوزڼ مخه نیسي او په ځلونو یې واکسینران وژلي دي.

د پاکستان د دیني عالمانو په فتوا کې دا هم ویل شوي چې د غیرمسلمانانو پر مذهبي ځایونو حملې بده ګناه او ناوړه جنایت دی او یوه اسلامي هیواد ته لازمه ده چې د غیرمسلمانانو د عبادتځایونو ساتنه وکړي.

د پاکستان د دیني عالمانو د کنفرانس تنظیموونکي مولانا ضیاالحق نقشبندي وویل چې دیني عالمانو دا پرېکړه هم وکړه چې راتلونکې جمعه د ناروا وژنو پر ضد په ۴ لکه جوماتونو کې د مینې او سولې ورځ ولمانځي او د علماوو یو پلاوی به جوړ کړي چې د طالبانو او داعش په شان د تروریستو او مضرو سرزورو ډلو خلاف د اسلام حقیقي اواز خلکو ته ورسوي.

2 thoughts on “د پاکستان دیني عالمانو انتحاري حملې ناروا وبللې”
  1. نه بوهيزم جه ولي دباكستاني طالبانو ذكر به دي فتوا كي راغلي مكر دافغاني طالبانو به هكله خه نه شته ايا دا دباكستان ددولت او دباكستان ددين دعلماو يوه شكاره دشمني نه ده ؟

  2. ولی نه دوی دا فتوا دخپل ځان لپاره ده نه ده نورولپاره که رښتیاووایم داڅوک روزی اومالی مرسته ورته څوک ورکوی تر څوبه زمونږ په سترګو کی خاوری اچه وی خدای دی دپاکستان عالمانوته دخپلوکړوسزاورکړی اوانشاالله چی ډیر زربه یی ووینی خدای دی په خپلوبچوداسی حالات راشی چی دبل دبچی درد ورته معلوم شی زه ده اسلام اودمظلوم ملګری یم نه دپاکستان نه ده افغانستان تاسومسلمانان یی په خپلومنځوکی سره ورونه یی اوورونه شی چی کفار تاسوته سلامی وکړی نه تاسو کفاروته ستاسواودټولو مسلمانانو دیوځای کیدو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *