ذبیح الله رحیمزی

   هر څه مو په منډه وي، غواړو تر ټولو وړاندې او ژر یې ترسره کړو، له نورو چټک اوسو او د هر چا په خوله یاد شو، خو د پایلې په اړه هېڅ په فکر نه راولو چې ګنې نه یوازې دا چې چټکتیا په کار ده ورسره په خوا کې دقت او نوښت هم له یاده ویستل اوله پامه غورځول نه دي پکار.

دا چې موږ زیاتره وختونه له ماتې سره مخ یو یا مخ کېږو یو لامل یې همدا بيړه ده. په ډېرې بيړې زموږ ټينګار د دې لپاره نه دی چې خپلې چارې په سستۍ مخې ته یوسو، یا دې چټک نه اوسو او د خیر په غونډۍ کښېنو، بلکې دا بيړه په دې مانا چې زموږ د چارو په ښه والي او کیفیت به یې بدې اغېزې ترڅنګ خالي لاس کړي یو او د نوښتونو ډیوې به یې مړې کړې وي.

   ډېری داسې مثالونه شته دي. که مولېدلي وي یا ګورو که په یو کار کې مو لږه وړتیا وښوده او لږ هرکلی مو وشو، نو په هوا شو بیا لاندې ځمکې ته نه ګورو د خپلې دندې یا چارې سره سرسري چلند پېل کړو او د تېرو خوږو په خوند په ځان نا پوهیدلي او په بيړې سره مو ځان بایللی وي.

که په لیکوالۍ کې هم تم شو، زیاتره لیکوالان، ژباړن او شاعرانو کې دا چاره ډېره ليدل کېږي.

که لیکوال مو پنځه په شمار او حساب لیکنې وکړې او تود هرکلی یې وشو، بیا په ځان نه وي د لیکنو کتارونه به یې جوړ شي، خو یوه لیکنه به یې هم د درد دوا نه وي او د پنځو د یوې د سیالۍ به نه وي، پایله به یې دا وي چې ځان به يې بایللی وي. همداسې په شاعر او ژباړن مو هم ژر د لېونتوب پېری کښېني او سترګې يې پټېږي او د خپل شعر او ژباړې د کیفیت او هنریت ته په بې پامۍ ځان د خلکو زړونو ته غورځوي. او هر هغه څه چې ده ټولنې ته غوښتل وړاندې کړي اوله اوله یې پایله ترلاسه کېدونکی وي، بې پایلې وي او لکه کالبوت چارې روانې، خو بې خونده، بې رنګه او بې پانګې وي.

   خو که په چا کې بیا د معیار، کیفیت، هنریت او نوښت تومنه د کمیت او ځان مشهورېدو پرځای ډېره وي دا کټونکی دی. هم یې ټولنې ته خیر رسیدونکی دی هم یې ځان ته خدمت دی او هم به یې ډيری زړونه خپل کړي وي دا خو لا پرېږده چې د خپلې ژبې د غنا او د خپلې ژبې د ویوونکو لار به یې هغسې چې په کار ده ور سمه کړې وي.

   اوس نو په کار ده چې د ډېرښت پرځای نوښتونه وکړو او دا تمه همدا زموږ په څېر د ځوان ویښ فکر لرونکي کهول کېدونکی دی چې اوس ېې همدې برخې ته د ډېرو ښاغلو د پام اوړېدنې مثالونه لېدل کېږي.

په هر ډکر کې د نوښتونو په هیله

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *