سیف الرحمن شهاب / پکتیکا
په پکتیکا کې د یو شمیر ښوونځیو زده کوونکي وایي چې له ښوونیز کال څخه یې د دوو میاشتو له تیریدو وروسته هم خپل تدریسي کتابونه نه دي تر لاسه کړي خو د پکتیکا د پوهنې ریاست یې ستونزه د هیواد په کچه بولي.
د مرکز ښرنې اړوند د حضرت بلال او علي بابا لیسو څو تنه زده کوونکي وایي چې له ښوونیز کال څخه یې شاوخوا دوه میاشتې کیږي خو لا هم دوی د تدریسي کتابونو له نشتون او کمښت له ستونزو سر ټکوي . ددوی پر خبره چې کتابونه که په خپل وخت ورته ونه رسیږي شاید چې په ازموینو کې د پام وړ نتیجه لاسته را نه وړي.
دوی وایي چې د پوهنې ریاست دې ستونزه جدي ونیسي او په دې اړه دې ورسره مرسته وکړي
استاد عبدالرحمن زرغونی هم په ښوونیز بهیر کې د کتابونو شتون له مهمو اړتیاوو بولي او پر خبره یې چې د کتابونو نه موجودیت د درس او تدریس  اغیز ټکنی کوي او زده کوونکي تر ډیره له خپل هدف څخه لرې پرېږدي.
دده پر خبره چې اړونده ادارې هر څومره ژر چې وي باید په دې برخه کې خپلې چارې ګړندۍ کړي.

د علي بابا لیسې امر محمد شفیق همت هم وایي چې په منځنۍ دوره کې یې د ګوتو په شمیر زده کوونکي کتابونه لري او دغې چارې یې ښوونکي او زده کوونکي له ګڼو ستونزو سره مخ کړي
د همت پر خبره چې ستونزه یې څو ځله له پوهنې ریاست سره شریکه کړې خو لا هم ستونزه په بشپړه توګه نه ده هواره شوې
د پکتیکا د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال نسیم واجد هم ددې ولایت په ځینو ښوونځیو کې  د کتابونو د کمښت ستونزه مني ، او پر خبره یې چې د پوهنې وزارت ته یې د ۲۰۰۰۰۰دوه سوه زره جلده تدریسي کتابونو پیشنهاد کړی خو پر وینا چې د پوهنې وزارت هم د یادو کتابونو په ژر چاپ کې له ستونزو سره مخ دی
د نوموړي پر خبره که چیرته یاده ستونزه دوامداره پاتې کیږي نو دوی به له بدیلو لارو د ټولو ښوونځیو له مسولینو سره په مشوره له کمو کتابونو کاپي واخلي او پر ټولو زده کوونکو به یې ووېشي.
یاده  دې وي چې د پکتیکا ښونیز بهیر د مسلکي ښوونکو د نشتون ، د ښوونځیو د ودانیو او تدریسي کتابونو نه موجودیت ددې بهیر د ټکني کیدو عمده عوامل بلل کیږي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *