تاند- د ایران تسنیم خبري اژانس، چې د دغه هیواد د سپاه پاسداران او استخباراتو نظریات خپروي، تایید کړه چې د طالبانو پلاوی د دوشنبې په ورځ تهران ته رسېدلی دی.
تسنیم وايي چې د طالبانو د پلاوي مشري په قطر کې د دې ډلې د دفتر مشر طیب اغا کوي. دغه پلاوي د ایران له امنیتي چارواکو سره ولیدل او پر سیمه ییزو مسلو، په تېره بیا د اسلامي نړۍ پر حالاتو او په ایران کې د افغان کډوالو په باب یې خبرې وکړې.
تسنیم وايي چې تر دې وړاندې د طالبانو پلاوي دوه ځلي ایران ته ورغلي دي چې یو ځل یې د ایران له امنیتي چارواکو سره خبرې کړې وې او بل ځل یې د ویښتبا غورځنګ په کنفرانس کې ګډون کړی و.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې افغان طالبانو ویلي چې د قطر دفتر یې د دې لپاره دی چې له بېلابېلو هیوادونو سره تماس ونیسي.
د طالبانو د قطر د دفتر غړیو چین، استرالیا، جرمني او جاپان ته هم سفرونه کړي دي.
په دې اړه بل خبر:
د طالبانو پلاوی د خبرو لپاره تهران ته تللی