د هلمند ولايتي شورا دغه ولايت کې د يو شمېر سيمه ييزو رسنيو څخه جدي غوښتنه وکړه چې د شخصيتونو د توهين او سپکاوي دې لاس واخلي.
دا څرګندونې د هلمند ولايتي شورا مشر الحاج محمد کريم اتل وروسته له هغه وکړې چې په هلمند کې د خاور په نوم سيمه ييز تلويزيون د ولايتي شورا د وکيل ښاغلي بشير احمد شاکر په سپکاوي راپور خپور کړ. د هلمند ولايتي شورا مشر وايي، د خاور په نوم سيمه ييز تلويزيون چې د هلمند د ښاروال لخوا جوړ شوی، له دې امله يې پر بشپر احمد شاکر تورونه پورې کړي چې شاکر د ښاروال د غلا او فساد ځينې اسناد رسنيز کړي دي.
د خاور تلويزيون د هلمند څانګې پر بشير احمد شاکر د يو پوليس د وهلو تور پور کړ، خو امنيتي ځواکونه وايي، چې زموږ پوليس د هيچا لخوا نه دی وهل شوی او هغوی یې خبره رده وي .
دهلمند ولايتي شورا مشر د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه غوښتنه کوي چې د دا ډول رسنيو نشرات دې بند کړي چې شخصيت ته سپکاوی کوي.
د یادونې وړده چې دهلمند مدني ټولنې مشر ښاغلي سردار محمد همدرد په هلمند مدني ټولنه کې دیوې غونډې پر مهال د خاور تلویزیون دغه کړنه سخته وغندله او زیاته یې کړه چي که دغه ډول رسنۍ شخصیت وژنه کوي او د سمون لاره خپله نه کړي دوی به یې پروړاندي لاریون وکړي .