ببرڅڼی ږیرور د پارک پر اوږدې چوکۍ غځیدلی وو. واښه دومره بوټیدلي وو، چې څوکې یې د سړي له پوندو سره لګیدې.
په اړخ راواوښت، د بیرو ډبی یې له لاسه ولوید. پر سمنټو د اوسپنیز ډبي د لګیدو له غږ سره سړي تر ببرو وریځو لاندې سترګې پرانیستې. زیړ بیر بهیدلي وو. ده مخ ترې واړاوه او لمر ته یې وکتل چې د لوړو زړو ونو شاته یې وړانګې ځلیدې او لا ماښام نه و.
جیب ته یې لاس کړل. پیسې یې راوایستې، په خیرنو لاسونو کې یې میده پیسې وبریښیدې« پنځه دا یې هم لس او دا هم دوه او دا هم درې..»
د بیرو پیسې یې پوره وې، لاس یې ورټیټ کړ د بیرو اوښتی ډبی یې پسې ټیله کړ او ویې وخندل.
مړوند یې پر سترګو کیښود. په خیال کې یې پر بیکوره (۱) خلکو د شرابو بوتلونه وړیا وویشل، بیا یې یوه لوړه ودانۍ سترګو ته ودروله د هغې دوې دوې کوټې یې مفته بیکوره خلکو ته ورکړې…
غږ شو. سترګي یې وغړولې، تیاره وه. یو سړی یې سر ته ولاړ و ورته وې ویل:
« ته لا نه یې تللی د پارک ور تړو».
سړی ورټیټ شو. د بیرو چپه شوی ډبی یې راواخیست. څو څاڅکي پکې پاتې و هغه یې په خوله کې وځنځول او له پارکه زانګه وانګه ووت.
پای، پراګ
1-په اروپا کې یو شمیر کسان کور نه لري په پارکونو او لارو کوڅو کې شپې سبا کوي دغو ته دوی بیکوره وایي.