جناب کندوزی صیب! اوریدلي مو دي چې ننګرهار ته راځې، هغه د مخکیني ولسمشر خبره چې «خدای مو راوله»، ننګرهاریان هر نوي کس ته ډېر خوشحالیږي، خو چا هم د دوی خوښي پر ځای نکړه، له هر نوي راغلي مشره یی ښه هرکلی کړی، خو یو یی هم له درده خبر نه شو، دوی هر تللي والي پسې ځکه ژړلي چې بل راغلی لا د ماڼۍ په دیوالانو کې ایسار شوی.

خېر، خبره مې له دې کوله چې دا مو د ولایت لمړنۍ تجربه ده، او هغه هم په یوه داسې ولایت کې چې خلک یی ډیر صابره دي، د دوی له همدې صبره ډیرو ډیره استفاده وکړه، مګر له تا مو هغسې تمه نه ده، ځکه ته خان یی او د خانانو اروا مړه وي.

هو رښتیا دا به مو اوریدلي وي:

« خادم چې په رښتیا وي څوک د ملک او ملت     وطن یی پس له مرګه په مدفن فخر کوي»

اوس نو انتخاب ستا لاس کې، خوښه دې چې د کارنامو تاریخ ځان ته جوړوې او که د خپلو یو څو تیرو هملارو پر پل، پل اږدې.

هیواد ټول هیواد دی، له بدخشانه نیولې تر لغمانه او بیا تر بلخ، بامیان، هرات، بادغیس او نورستانه، کندز خو هسې هم ستا ابايي کور دی، خو ننګرهار هم ترې کم مه بوله. د دې ولایت په وجود کې دومره څه شته چې که کار ترې واخلې نو دا ومنه چې نه یوازې ننګرهار به پرې ګلزار کړې، بلکې پاتې ۳۳ولایتونو ته به دې هم خیر ورسیږي.

خوښه ستا، اراده او تدبیر هم ستا، که د تحول په نیت راغلی یی او دا ثابتوې چې د ولایت لمړنۍ تجربه دې نورو ته هم یوه بیلګه شي، نو له لمړۍ ورځې ځان د قصر د خوشامندو له دایرې وباسه او ولس ته لاس ورکړه، ښايي په دې کار کې د څو ځانپالو له ګواښونو سره مخ شې، مګر دا مه بوله چې ګواکې ولس به دې لاسنیوی نه کوي، هغه به دې اوریدلې چې د خلکو زور د خدای زور وي.

هیله ده چې همدا زور درسره کړې او د همدې زور په برکت ننګرهار ته داسې څه په ارمغان پریږدې چې بیا ددې سیمې هر بچی د خپل کندوزي وطنوال نوم په افتخار یاد کړي.

۳۰/ثور/ ۱۳۹۴

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *