اسدالله خان امرخېل –
په چين کې د غرونو په لوړو څوکو جوړ شوی د نړۍ ترټولو لوړ پُل د ولسي وګړو د تفریح لپاره پرانستل شو. د چين په چونګ پنګ ښار کې د لوړو غرونو په څوکو کې د نړۍ تر ټولو لوړ پُل له بشپړېدو وروسته د وګړو د چکر وهلو لپاره پرانستل شو.
هغه څوک چې زړونه يې کمزوري وي پر دغه پله نشي تللی، څوک چې زړور وي یا د لوی زړه خاوند وي په ډاډه پرې تللی شي.
دغه پُل، چې شکل یې د اس نال (نعل) په څېر دی، د غرونو د یوې څوکې په يوه کونج کې جوړشوی دی.
د دغه پله اوږ دوالی 26.68 متره دی. په دې پل باندې هغه کسان تللی شي چې ډار یا بېره نه پېژني. د دغه 010،1 متره لوړ پل پرسر باندې چې ګرځئ يوازې ستاسو د پښو لاندې ډبله ښيښه به ترسترګو کيږي چې زرګونه فيټه ژوره منظره ورلاندې ليدلی شئ. په دغه پله باندې دوه سوه وګړي قدم وهلی او له دغه پرمختګه خوند اخيستلی شی.
دغه پله ته د ورتګ لپاره ټکټ يوازې په لس ډالره دی. د دغه پُل پر جوړولو ۶ ملیون ډالره لګېدلي دي. د دغه پله کار د تیر کال په مارچ مياشت کې پیل شوی و او سږ کال پای ته ورسيد.