خبریال: میرویس جلالزی – د یوې درې میاشتنۍ روزنیزې دورې له بشپړولو وروسته څه ناڅه ۸۷۴ تنه غوره شوي پوځیان د کومانډو یا خاصو قواوو له قطعې سره یو ځای شول.

د افغان کومانډو ځواکونو قطعه د امریکايي او فرانسوي روزونکو له لوري د لومړي ځل لپاره تر روزنې لاندي نیول شوي وه او اوس مهال پکې کورنۍ کومانډو مربیان نویو سرتیرو ته پرمختللي زدکړي ورکوي.

کومانډو یا ایلیت قواوې د یوه هیواد د پوځ تر ټولو نخبه سرتیري وي چې په هر راز شرایطو کې له ځمکي او هوا څخه د نورو قواوو او ملکي خلکو د ژغورنې لپاره په څلرویشت ساعته ډول چمتو وي.

د افغان کومانډو ځواکونو قطعې ته په داسي حال کې ۸۷۴ تنه نوي کومانډویان وراضافه شول چې د همدې قواوو سرتیرو تیره شپه د بادغیس ولایت په یوه سرحدي سیمه کې د افغان سرحدي پولیسو یو کوچنۍ ډله، چې له څو ورځو راهیسي طالبانو کلابند کړي وه، وژغورله.

د افغانستان د ملي اردو د لوی درستیز مرستیال جنرال مراد علي مراد په وینا د دغو سرتیرو له فراغت سره اوس د کومانډو ځواکونو شمیره زیاته او وړتیا نوره هم لوړه شوه.

دغو ایلیتو سرتیرو ته درې میاشتي پرمختللي محاربوي روزنه ورکړل شوې څو وکړای شي په ډیرو بدو او ستونزمنو شرایطو کې د ملک ساتنه وکړي.

جنرال مراد وايي چې یاد سرتیري به له همدې شئبې څخه بیا د خپل ژوند تر وروستۍ سلګۍ پوري د ملک د دښمنانو په ځپلو بوخت وي او افغانان باید د خپلو قواوو عام او تام ملاتړ وکړي.

د کومانډو سرتیرو دا لویه جوپه پر داسي مهال له کومانډوي ښوونځي فارغان کیږي چې ملي قواوې په اوس وخت کې د طالبانو او داعش ډلي له مخ پر زیاتیدونکي مقاومت سره مخامخ دي.

په تیرو څو ورځو کې د افغان ځواکونو په لسګونو تنه پرسونل د طالبانو په بریدونو کې د ملک په مرکزي، شمالي او جنوبي سیمو کې مړه او ژوبل شوي دي.

طالبانو بریدونو ته دوام ورکړی او حتی یو شمیر لوی ولایتونه یي له جدې ننګوني سره مخامخ کړي دي.

One thought on “نږدې زر تنه افغان پوځیان د کومانډوو قواوو سره یوځای شول”
  1. سلامونه !

    بس الله دي زمونژ خپل پو خ په پشو ودروي مطلب مي چي وكولاي شي خپل د وطن سخه دفا ده او شاباس پر پوليسو او اوردو چي تر اوسه دوشمن تري يوه ولسوالي يا شار د دايم لپاره ونه نيوه ،،،
    ورورنو رازي دخپلو افغان قواوو ملاتر وكو چي هميش زمونژ په خدمت كي دي ،،
    مننه ،ستاسو ورور انجينر شكر الله دهلمند سخه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *