خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩٤-۲-٢٧
کندهار، افغانستان– د امنيه قومندانۍ د امنيت امر وايي چي د تېري يوې اوونۍ په جريان کي يې د دوو ځانمرګو بريدکوونکو په ګډون ٣٢ وسله وال مخالفين وژلي ٢٣ تنه زخمي کړي او ٥ تنه يې ژوندي نيولي .
د کندهار د امنيه قومندانۍ د امنيت امر مل پاسوال رحمت الله اطرافي نن غرمه مهال د ولايت مقام د رسنيوسره داړيکو او معلوماتو په مرکز کي مطبوعاتي کنفرانس ورکړ. نوموړي وويل په تېري يوې اوونۍ کي د دوو ځانمرګو بريدکوونکو په ګډون مو ٣٢ وسله وال مخالفين وژلي ٢٣ تنه زخمي کړي او ٥ تنه يې ژوندي نيولي.
اطرافي وايي ملي پوليسو په تېره يوه اوونۍ کي د بېلابېلو عملياتو پر مهال د وسله والو مخالفينو يوه عراده دچونکو توکو ډک موټر سايکل ،يو ميل راکټ انداز،٩١ کړۍ مختلف النو ع ماينونه، ٣٢٨ فيره د ٨٢ ملي مترې توپ مرمۍ ،٥٤ فيره دراکټ مرمۍ او١١٣ عدده دماين پټاکۍ کشف او تر لاسه کړي .
دامنيت آمر زياته کړه چي دجينايي پيښو په تړاو ٢٠ کسه نيول سوي چي ٢ تنه دفريبکارۍ په تور،دوه تنه دمجروحيت په تور،٥ تنه دغلا په توراو پاتي نور کسان دبډي اخستلو ،دکور دتيښتي او دجعل او تزوير په تور نيول سوي .
هغه همدارنګه وويل په تېره اوونۍ کي امنيتي ځواکونه په کندهار ښار او ولسواليو کي ٣٠٥ ګرامه هيروئين ديوه عراده موټر سره يوځاى،١٥ کيلو ګرامه ترياک د٨ مظنونينو سره يو ځاى نيولي ، ديادوني وړده چي تېره اوونۍ په ډنډ ولسوالۍ کي دمعتادينو دروغتيايي کلنيک څخه ٦٥ تنه ترسمي درملني وروسته فارغ او ټولني ته ديو سالم او نور مال انسان په توګه وړاندي سوي چي اوس دوئ کولاى سي ديو عادي کس په توګه خپل ژوند ته دوام ورکړي .