علي محمدنظري ـ ښرنه
دپکتیکاولایت په مرکز ښرنه کې دکتاب اونۍ په ویاړ داطلاعاتو اوفرهنګ ریاست اولنکن ښوونیز مرکز له لورې دکتابونو نندارتون پرانیستل شو.
دپکتیکاداطلاعاتو اوفرهنګ رییس بشیرمحمد په دې اړه تاند ته وویل (( یوه اونۍ یوه پېړۍ انسانیت جوړوي)) تردغه نوم لاندې دوی سږ کال دکتاب دنمانځنې اونۍ نومولې ده.
محمدي زیاته کړه چې له دې امله دوی داطلاعاتو اوکلتور ریاست اولنکن مرکز په عامه کتابتون دکتابونو یونندارتون هم پرانیستی چې بېلابېل ګټور کتابونه دځوانانو دمطالعې اولوستنې لپاره په کې راټول شوي دي.
محمدي وویل دکتاب نندارتون ته ګڼ شمېر مینه وال راغلي او ویې ویل، ځوانان ،سپین ږيري اودټولنې ټول وګړي دې دخپل فکر درغونې ،پرمختګ اومالوماتو د ډېروالي لپاره دکتابونو زیاته مطالعه وکړي.
دلنکن ښوونیز مرکز مسؤل انورشاه سادات بیاوايې چې په کتابتون کې زرګونه ټوکه ګټور اوپه بېلابېلو برخوکې لیکل شوي کتابون لري، خو دمطالعې یې څوک نشته.
ده وویل، په نوره نړۍ خلک کتابتون ته دمطالعې لپاره پیسې ورکوي، خو دلته څوک په وړیا ډول هم ترې استفاده نه کوي.
سادات زیاته کړه،دلنکن مرکز کتابتون ته دڅلوېښت زره ډالرو په ارزښت نوي کتابونه راغلي چې ډېر مالوماتي اوګټور کتابونه دي.
سادات وویل،کتاب ترټولو ښه ملګری دی،ځوانان اوتنکي زلمیان باید زیاته مطالعه وکړي ترڅو یې فکر اومالومات پراخ شي.
یادشوي نندارتون ته دپکتیکا دارالمعلمین دپښتون څانګې راغلي محصل عبدالکبیر وویل، په نندارتون کې رښتیاهم ډېرګټور او اغېزمن کتابونه اېښودل شوي دي.
نوموړی وایې چې نن سباډېری ځوانان اوماشومان ټولنیزو رسنیو لکه فیسبوک بوخت ساتلي اومطالعې ته یې ورپام نه دی.
خو ده زیاته کړه :((کوم مالومات چې په کتاب کې دي،هغه په انټرنیټ کې نشته،دفیسبوک پرځای باید دکتاب مطالعې ته هم وخت ورکړو.))
د کتاب دغه اونۍ چې دغوايي میاشتې وروستۍ ورځې دي، په ټول هیواد کې په دې موخه لمانځل کېږي،ترڅو ټول خلک دمطالعې اوکتاب لوستنې له فرهنګ سره اشنا شي.