په دې وروستيو کي د هيواد سياسي حالات يوې داسي کړکېچني خوا ته روان کړل سوي دي، چي تر ډېره پوري يې عام ولس او ان په دولت کي ناست چارواکي لاهم حيران کړي دي.

لاتراوسه د ملي دفاع وزير او لوي درستيز، چي مهمي څوکۍ دي، همداسي تشي پاته دي او څو ځله دغه څوکيوته د غوره سويو کسانو پرسر ولسمشراو اجراييه رييس شخړو ته نږدې سوي دي.

همدارنګه تراوسه هم ځيني ولايتونه لا د سرپرست واليانو لخوا اداره کيږي، چي دا خپله لويه ستونزه ده، ځکه د سرپرست واليانو اړخ په هوا وي او دې ته سترګي په لار دي، چي کله به نوي کس دده پرځای معرفي سي؟

په دغسي حالاتو کي واليان نه کار کوي او نه يې کار ته زړه کيږي، بس يوازي خپلي شپې سباکوي.

ستاسي به په ياد وي، چي د تيري اوونۍ په اخر کي يو څو تنه واليان ځينو ولايتونو ته غوره سول، خو ويل کيږي، چي د اجراييه رييس لخوا نه دي منل سوي او غواړي، چي دده په خوښه واليان ولايتونو ته معرفي سي.

يوه بله خورا اساسه موضوع، چي د ټولو رسنيو په سرکي ځای لري او د ډيرو سياستوالو سره يې پوښتني پېدا کړي هغه له پاکستاني استخباراتي څانګي( اي، ايس، آی) سره د ملي امنيت د معلوماتو شريکولو د هوکړه ليک لاسليک دی، چي پرنورو کسانو سربيره يې مخکنی ولسمشر حامدکرزی لاهم په غصه کړی او ددوی له دفتره په خپره سوې اعلاميه کي راغلي دي، چي: (( حامد کرزی غواړي، چي دغه سند ژر ترژره باطل کړي او په راتلونکي کي دي هم د هرهغه سند له لاسليکولو ډده وسي، چي دملي ګټو خلاف وي. ))

د حامدکرزي ترڅنګ د دولت ددويم لوړ پوړی کس عبدالله عبدلله مرستيال خان محمدخان هم وايي، له پاکستان سره د لاسليک سوي بشپړمتن په اړه اجراييوي رياست ته هم بشپړ معلومات نه دي ورکړل سوي.

په خواله رسنيو کي بيا په دې اړه داسي اوازې خپرې سوې، چي په امنيتي چارو کي د اشرف غني سلاکار حنيف اتمر او د ملي امنيت د لوي رييس ترمنځ د دغه سند پر سر ځيني خبري پورته او کښته سوي دي، خو دوی دواړه دا اوازې نه مني.

په ولسي جرګه کي هم ددغه لاسليک پر سر زياتي پوښتني راولاړي سوي او ان په ولسي جرګه کي د کابل د خلکو يوې وکيلي شکريې بارکزۍ ددغه سند لاسليک له شرم ډک ګڼلی دی.

ددوه سري دولت لوړ پوړي چارواکي په خپلو منځو کي سره اخته دي، چي ګټه يې وسله والو طالبانو ته رسېدلې او ددوي ځواکونه په هغو ولايتونو کي، چي هلته يې تصور ګرانه خبره وه، بريدونه زيات کړي دي، فارياب، بدخشان، کندوز، روزګان، زابل، هلمند غزنی او ان په کابل کي پرله پسې بريدونه ددې ښکارندويي کوي، چي ددوه سري دولت په منځ کي د ژورو اختلافونو څخه راپيداسوي درز کي وسله والو طالبانو او نورو وسله والو مخالفينو ته د ځان مطرح کولو ښه چانس په لاس ورغلی دی، چي ښه بېلګه يې تهران ته د وسله والو طالبانو د جګپوړي پلاوي سياسي سفر او هلته له هغو اخوندانو سره د افغانستان پر روانو حالاتو خبري، چي يو وخت يې د طالبانو ماته خپله بريا ګڼل.

د روانو ټولو ناخوالو دروند پېټی د عام ولس پر خوږمنه ملا پروت دی، په دوه سري دولت کي ټولو چارواکو او ترڅنګ وسله والو طالبانو څخه ټول افغان مسلمان ملت هيله کوي، چي پر دوی زړه وسوځي او د خپلو شخصي ګټو لپاره يې اولادونه ونه ژړوي.

نور داملت له روانو ناخوالو تر پزي راغلی او که چيري حالت همداسي دوام وکړي، نو خلک مجبور دي، چي په جګړه کي د ټولو ښکېلو غاړو پرضد ملي پاځون ته لاس کړي، چي په دغسي پاڅونونو کي به بيا د ملامتۍ ګوته دولت او مخالفينو وسله والو ته نيول کيږي.

۲۱ – ۰۵ – ۲۰۱۵

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *