د یوه ملګري د پوښتنې په ځواب کې:

ښايي په ژوند کې لدې ستونزې سره ډیر مخامخ شوي وئ، نو ځکه یې له تاسو سره هم شریکوو:

ډیر کله به مو د خپلو ملګرو سره په ناسته کې لیدلي وي چې یو ملګری مو ناحقه په بل ملګري نیوکه کوي، د عیب ټکي یې پیدا کوي، طعنې ور کوي، کله کله پرې ملنډې وهي، په خبرو یې خاندي، کله پرې تهمت تړي او ډیر کله چې په مجلس کې ور سره مخامخ شي د سپکاوي لپاره یې ترې بې مانا پوښتنې کوي او کله خو آن د لیوني خطاب ورته کوي . ارواپوهان وايي چې دا کړنه د ناکامو او عقده ایی وګړو ده. هغه وګړي چې په ژوند کې د تحصیلاتو، لاسته راوړنو او نورو ځانګړتیاوو له اړخه له بل بریالي وګړي سره سیالي نشي کولی نو دا ډول چارو ته لاس اچوي، یاني که په بل ډول یې ووایو دا ډول خلک په یوه ډول رواني ناروغۍ اخته دي. دا وګړي ولې دا کار کوي؟؟ یو عربي ارواپوه یې ځوابوي:

حسب علماء النفس فإن الأشخاص الفاشلين في حياتهم يميلون الى البحث عن اخطاء الناجحين لإنتقادهم والتقليل من شأنهم لكي يشعروا انهم افضل منهم !

مانا دا چې:

ناکام وګړي دیته لیواله وي چې د بریالیو وګړو نیمګړتیاوې را دبره کړي او بیا پرې نیوکه و کړي او ځان په کاذب ډول داسې ډاډه کړي چې تر هغې غوره دی.

داسې رنګ کسان ددې پرځای چې د خپل ژوند ښه کولو، بریالیتوبونو او پرمختګونو ته پام واړوي او په مثبت ډول له بریالیو وګړو سره رقابت و کړي پورته ذکر شویو ناکاره اعمالو ته لاس اچوي.

له پیغمبرانو پرته نور بشر هیڅکله له نیمګړتیاوو نشي پاک ګڼل کیدای او د همدې لپاره نیوکه د اصلاح تر ټولو ښه لاره ده خو که دا عقده ایی بڼه خپله کړي بیا نو خطرناکه ده او یو ډول رواني نارغي ده، بیا نو ترې په هر ډول ځان ساتل پکار دي.

له بلې خوا پیغمبر ع فرمايي: (كل ذي نعمة محسود) هر نعمت لرونکی سره حسد کیږي، یعني هر هغه شخص چې کوم نعمتونه ور په برخه شوي وي ور سره حسد کیږي لکه ښه ژوند و لري، ښه مال و لري یا ښې لوړې زده کړې و لري، داسې کسان طبعا د نورو له حسادت سره مخ کیږي چې په پایله کې ناکام وګړي پورتنیو کارونو ته لاس اچوي.

ارواپوهان وايي که غواړئ د حسودو ناکامو وګړو له عقده ایی چلند څخه ځان بچ کړئ لداسې خلکو سره راشه درشه کمه کړئ، ځان ترې لیري ساتئ، په مجالسو کې یې ګډون مه کوئ، د خپلو بریالیتوبونو او پرمختګونو ذکر یې پر وړاندې مه کوئ، ظاهرا یې درناوی و کړئ چې په یو ډول یې له شر نه و ساتل شئ او تر ټولو مهمه دا چې پر وړاندې یې خوله پټه ساتئ.

یو وخت د رسول الله ص مجلس ته یو ناکاره سړی راغی، پیغمبر ع یې درناوی وکړ چې رخصت شو عایشه رضی الله عنها له رسول الله نه پوښتنه و کړه چې دا خو ډیر بد سړی و څنګه مو ورته درناوی و کړ؟ رسول الله و فرمایل: د هغې له شر څخه د ځان ژغورنې لپاره.

حسود وګړي د شریفو او بریالیو وګړو له ښه چلند څخه ناوړه ګټه اخلي او داسې انګیري چې ګني ډیر ساده ګان دي، پداسې حال کې چې داسې نده. دا مې د یوه ملګري د یوه پوښتنې په ځواب کې ورته لیکلې ول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *