The Wrong Enemy کتاب: ناسم دښمن
Written: Carlotta Gall
Translated by: Lahore Khan Mangal
لیکوال: کرلوتا ګال
ژباړن : لاهورخان منګل
د تېرې برخې په دوام……………
د پخواني شوروي اتحاد له خوا په افغانستان باندې په کال ۱۹۷۹ کې د یرغل وروسته د عدم
تشدد فلسفې لپاره کوم انتخاب پاتې نه شو. کرزي افغان مقاومت ته ورودانګل. هغه د خپل پلار سره د افغانستان د خپلواکی له جبهې سره چې د اوو ګوندونو له ډلې یې یوه وه، کار پیل کړ. دا جبهه په هېواد کې دنامتو مذهبي مشر ثبغت الله مجددي چې په کال ۱۹۹۲ کې دافغانستان د مجاهدینو لومړنی دولت یې رهبري کړ او بیا د طالبانو د راپرځیدا وروسته د مشرانو جرګې مشر و، رهبري کیدله. د هغه ګوند ترډیره کلتوري، او د مشروطه نظام پلوی و خو تر یوې کچې معتدله ګوند هم بلل کیده. کرزي د مجاهدینو لپاره مالي او نظامي مرستې راټولولې او همدا راز د مجاهدینو له خوا سي، ای ،اې ، ای اس ای او د نورور هېوادونه امنیتي سازمانونو ته نماینده ټاکل شوی و. هغه د دې ګوند لپاره ویاند وټاکل شو او د هغه ژورنالستان سره یې کار کاوه چې د پاکستان له لارې به افغانستان ته سفر کاوه څو د افغانستان جګړه او دمجاهدینو د پرمختګ څرنګوالی ترپوښښ لاندې ونیسي. د لسیزې ترپایه چې روسان له افغانستان څخه د وتلو په حال کې ول، کرزی په سیاسي چارو کې ډیر ښکېل شو. هغه په کال ۱۹۸۰ کې په شمالي لویدیځه صوبه پېښور کې چې د مجاهدینو دفعالیتونو لپاره مهم دهلېز و، اوسیده. پرل کانټینیټل هوټل ته یې زیات تګ راتګ کاوه څو هلته د لامبو وهلو په وخت له لویدیځه ډونارانو، ژورنالستانو او ډیپلوماټانو سره لیدنې وکړي. هغه هیڅکه هم یو جنګیالای نه و خو بیا هم له مجاهدینو سره کله ناکله د چپاو او یرغل کولو لپاره افغانستان ته سفر کاوه. هغه یو مهربانه، فصیح ویناوال و او د لویدیځه ژورنالستانو په منځ کې یې د انګلیسي ژبې د اسانه پوهاوي له امله شهرت درلود، هیچا هم په هغه باندې د راتلونکي ولسمشر باور نه درلود. کله چې مجاهدینو په کال ۱۹۹۲ کې د نجیب الله کمونسټ رژیم راوپرځاوه، مجددي د موقتې ادارې ولسمشر وټاکل شو چې کرزي د هغه حکومت سره د بهرنیو چارو د وزارت د معین په توګه کار پيل کړ. هغه مخکې له دې چې مجاهدین د کابل حکومت او پلازمینه ټوټې ټوټې کړي، دوه کاله کار وکړ. د ای، اس،ای ترټولو خوښ لیډر ګلبدین حکمتیار د موقتي حکومت سره د مخالفت له امله د کابل د جنوب څخه د کابل په ښار توغندي توغول. کرزي هڅه وکړه چې د حکومت او د ګلبدین حکمتیار ترمنځ منځګړیتوب کاوه. کرزي د هغه د هڅو له امله د شک لاندې راغی او د څارګره ادارې د مامورینو له لورې ونیول شو.
کرزي په هغه وخت کې چې د زندان په یوه دیوال باندې راکټ راپریوت، له زندان څخه په تېښته بریالای شو. د پوښتنو او ګرویږنو یو مسول تن محمد قسیم فهیم و، هغه یو جنایتکار پنجشېری وی چې وروسته کرزي په خپل حکومت کې د لومړي معاون په توګه وګوماره. دا د افغانانو د سیاسي ژوند یو بل نادره کار و. د هغوی لومړی مخامخ کیدنه د راتلونکې اړیکو سبب شوه. فهیم د قدرت څښتن و او کرزي د خولې څخه ګړندی و. په کال ۱۹۹۴ کې کرزی د خپلې دندې څخه پاکستان ته په تېښته بریالای شو. په هغه کال چې دی د ګوندي جګړو څخه نا امیده شو، په سوېل کې د طالبانو په راڅرګندیدا سره یې له طالبانو ملاتړ وکړ. د طالبانو د تحریک ډیری غړي د کرزي د ولایت څخه ول، هغوی هم مجاهدین ول، کرزي پيژندل- داسې ښکاریده چې هغوی غوښتل چې ناقانوني او تشدد به له منځه یوسي. هغه له طالبانو څخه مالي ملاتړ هم وکړ، ان له هغوی یې وغوښتل چې په ملګرو ملتونو کې ورته د ځانګړي استازي پوسټ ورکړي خو د تحریک له خوا د یولړ بې رحمیو ترسره کولو او په تحریک کې دننه د ای، اس، ای د نفوظ د زیاتوالي له امله له هغوی سره د کار کولو څخه لاس په سر شو.ددې په ځای کرزي د پخواني قوماندان عبدالحق سره اړیکه ونیوله څو د لویې جرګې په دایرولو سره پخوانی پاچا ظاهرشا یو ځل بیا د افغانستان د رهبر په توګه وټاکي. دا پلان نوی نه و خو دا چې د طالبانو کمپاین په بیړه سره خونړی شو، نوموړې ګروپ د ۱۹۹۰ مې په وروستیو کې په نړیوالو کنفرانسونو کې په ګډون سره ملاتړ راجلب کړ. کله چې په کال ۱۹۹۹ کې د طالبانو له خوا د کرزي پلار ووژل شو، د هغه ځینو همکارانو باور درلود چې ځوان کرزی د طالبانو اصلي نښه (هدف) وه. اوس مهال کرزی د هغه په کورنۍ کې ډیر سیاسي فعال و. په دې سره د کرزي مخه ډب نه شوه – هغه د ای اس ای او د عرب سخت دریزو د ډیر نفوظ د شته والي سره سره چې اوس مهال یې په افغانستان کې حاکمیت درلود، د هغوی په وړاندې غږ اوچت کړ. هغه د افغانستان شمال ته د مسعود سره د لیدنې په موخه سفر وکړ څو په سویلي افغانستان کې د طالبانو په وړاندې مقاومت راپورته کړي. دهغه د فعالیت له امله د پاکستان ای اس ای ناراضه شول. د سپټمبر یوولسمې د پېښې څخه یوازې څو ورځې وړاندې کرزي ته خبر ورکړل شو چې په پاکستان کې د هغه د اوسېدنې ویزه بیاځلې نه تمدید کیږي. کرزي د سپټمبر د پیښې وروسته د نړی له سیاست سره ځان په اړیکه کې کړ. هغه د نړیوالې رسنیو سره وخت ناوخت خبرې کولې، د سپټمبر پیښه یې غندله ، د عرب او القاعده په د سخت دریځۍ وړاندې یې چې له هغه یې خپل هېواد اشغال کړی و، خلک ولسي پاڅون ته هڅول. کرزی پوهېده چې هغه باید د خلکو په منځ کې نفوظ ولري، له خلکو یې غوښتنه کوله چې له امریکا او نړیوالې ټولنې سره په ګډه کار او د هغوی په وړاندې راپورته شي.
د طالبانو په وړاندې د خلکو په راپورته کولو کې دومره مهارت نه درلود خو پياوړی سیاسي شعور یې درلود. په شمال کې د مسعود سره د لیدنې او په روم کې د پخواني پاچا ظاهرشاه سره د لیدنې له امله د ملګرو ملتونو له خوا په بن کې د دایر شوي کنفرانس په مهال هغه د بیلابیلو ګوندونو له خوا و منل شو چې په پایله کې د یوې موقتې ادارې په سر جوړجاړی رامنځ ته شو. د شمال ټلوالې په نوم ترټوله پياوړې ډلې باور درلود چې کرزی د اکثریت قوم سره د تړاو له امله کولای شي چې د افغانستان رهبر شي، دوی هم کولای شي چې له هغه سره کار وکړي، ښايي علت یې په ګوندي لحاظ د کرزي کمزور تیا وه. په کال ۲۰۰۱ د ډسبمر په میاشت کې چې کرزی د موقتې ادارې مشر وټاکل شو، عامو افغانانو هغه نه پیژانده خو ټولو سیاسي او جهادي شخصیتونه له هغه اشنا ول، همدا راز لویدځو ډیپلوماټانو او څارګره ادارو ته هم هغه د منلو وړ و. حفیظ الله خان د خپل تره سره کابل ته په امریکايي هېلکوپټر کې راغی. حفیظ الله وویل چې موږ سره چاقو هم نه و، د امریکايي هیليکوپټر قوانیین ډیر سخت ول. حفیظ الله له کرزي وغوښتل چې هغوی به د کرزي د ساتنې په موخه کابل ته څو زره کندهاریان راولیږي خو کرزي دا نظر تاید نه کړ. هغه وویل چې جنرال فهیم( چې د هغه څخه يې پخوا تحقیقات کړي ول، لیکوال) د شمالي ټلوالي رهبري کوي، کابل یې تر کابو لاندې دی، که چیرې موږ ددې ځواک سره کابل ته ولاړ شو ښايي دا وضع غیر عادي ښکاره شي، هغه ښه پریکړه ونیوله. فهیم هرڅه تر خپلې کابو لاندې ساتل، شونې نه وه چې زموږ او دوی ترمنځ شخړې رامنځ ته شوې نه وای. موږ سره هیڅ هم نه ول خو په پای کې موږ ته وسلې او الوتکې د حکومت لپاره راکړل شوې. د هیليکوپټر څخه د کوزیدو په مهال د ټلوالې سره د ستړي مه شي په مهال سپرلي تریوې کچې ناراحته ول خو په مځکه باندې د تاوده هرکلي سره مخامخ شولو،شمالي ټلواله ډیره خوشاله وه- کرزی د مشرانو سره کیناست او موږ د نورو سره، دې زموږ په منځ کې یووالی هم منځ ته راوړ.
پرته له شکه کرزي د ۲۰۰۱ کال د انتقال پروسه د خپلې ډیپلوماسۍ په کارولو سره کابو کړله. هغه په ښار کې د ټلوالې ټولو هغو مشرانو ته د مرستې او همغږی د رامنځ ته کیدا لپاره ورغی چې لا له وړاندې يې وزارتونه نیولي ول. هغه ټول خپه غړي په ځانګړي ډول برهان الدین رباني چې کرزي ته په بن کنفرانس کې د ولسمشرۍ له څوکۍ تېر شوی و، په خلا کړ. د کرزي تر لوړې پورته کولو پورې، برهان الدین رباني د ارګ په پرتلیز ډول عصري برخه کې اوسېده او کرزی په پخوانۍ شاهي ماڼۍ برخه کې اوسیده. بیا هم د خپل څنګ سره د برهان الدین رباني نیولو امتیاز د کرزي و. ددولت سپین ږیری دکرزي لپاره د راتلونکو لسو کلونو لپاره ډیر ګټور تمام شو، په پایله کې هغه په ۲۰۱۱ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو. د کرزي ترټولو ستر ځواک د هغه شخصي اړیکې وې. هغه دټول هېواد څخه قومي مشرانو سره دلیدنو لپاره په ساعتونو ساعتونو وخت لګاوه- دې کار په افغاني فرهنګ کې نوي رهبر ته د هغوی له خوا احترام او د هغوی د وفا څرګندونه کوله. دوی له هغه غوښتل چې بهرني ځواکونه په هېوات کې وساتي او ان د هېواد ټولو برخو ته يې ولیږي څو کورنيو جګړو مخه ونیول شي. هغه د مجاهدینو ډلګیو میزان وساته، هغوی د طالبانو په راپرځيدا سره بیا منظم شوي ول، د هرې ډلې او د هر ملیت د حق ډاډه کولو لپاره یې هغوی ته نظامي او دولتي دندې وویشلې . ډیرو افغانانو او ځینو لویدځه ملاتړ کوونکو په کرزي ددې لپاره چې پخواني جنګسالارانو او د بشري حقونو څخه سرغړونکو ته یې قدرت په لاس کې ورکړ، انتقاد کاوه خو د بوش ادارې دا ایتلاف د ثبات لپاره اړین باله. دوی نه غو ښتل چې افغانان یو له بل سره جګړه وکړي، دا د کرزي په سیاست بدل شو- هغو غوښتل چې د طالبانو په ګډون له ټولو افغانانو نمایندګي وکړي او هغوی هم ددې خیمې لاندې راولي. دا د قبیلوي سیاست یوه نمونه وه چې هغه له خپل پلار څخه زده کړې وه.- داد مصلحت هغه سیستم و چې د مشترکو ګټو د ساتلو لپاره د سولې د راوستلو لپاره کاریده. هغه ته خپل ځان ساتل دومره لکه د هېواد ساتل اړین ول.کرزي د کابینې پوسټونه، د ولایت مقام، امنیتي پوستونه او حتی د هزاره او د پنجشیریانو د خوشالولو لپاره یې دوه اضافه ولایتونه هم رامنځ ته کړل. دواړه د مجاهدینو ځواکمنه ډلې وې. دا هغه برخې وې چې کرزی په کې ډیر ماهر و، په داخلي سیاست کې! د کابینې د یوه وزیر په وینا چې ویل يې چې کرزی تر هرچا ډیر تکتیکي و، حتی په جدي بحثونو کې هم بحث دده په ګټه پای ته رسیده. کرزي د هېواد په اداره کولو، امنیت او د قانون په حاکمیت کې دومره لېوالتیا نه درلوده خو هغه په سیاست باندې د خبرو اترو لپاره هر وخت لېوالتیا درلودله. کرزی د عادت له مخې وعدې زیاتې کولې خو د د وعدو د نه ترسره کولو په پایله کې به یې ملاتړ کوونکي ناراضه کیدل خو ددې سره سره هغه د هېواد په کچه تر ټولو ځواکمنې ډلې له ځان سره وساتلې او تر یوې لسیزې یې زیات کار ورسره وکړ. هغه ټولو ګواښونکو ته د ولسمشر د موقف څخه اهمیت ورکړ او په دې ډول یې د ارګ معمول لنډه او وژونکې دوره یې په بریالیتوب سره پرته له کومې کودتا سرته وروسوله. په حقیقت کې د شلمې پيړۍ په بهیر کې د ارګ څخه ټول افغان مشران په زوره له واک څخه شړل شوي او یا هم ترور شوي دي. پرته له شکه د کرزي ځواکمنتیا د هغه څخه د امریکې د پوځ په ملاتړ کې وه. د امریکې پوځ د ځینو ستونزو جوړونکو په له منځه وړلو او د نورو په ګواښلو سره د کرزي سره مرسته کوله. ځواکمن جنګسالار اسماعیل خان چې په لویدیځه افغانستان(هرات) کې یې خپله پاچاهي چلوله د سیمه ییز پاڅون په ذریعه وګواښل شو او بیا د کابینه کې د وزیر په توګه د دندې منلو ته اړ شو چې په پایله کې له زوره راوغورځیده. افغانان پوهیدل چې د امریکې متحده ایلاتونو د هغه راپرځیدا طرح کړې وه. زه یو مهال د اسماعیل خان په وړاندې د پاڅون کوونکې له ډلې سره ناسته وم- ماته وویل شول چې هغوی د امریکایانو امر پلی کاوه. زه د امریکايي سفیر زملی خلیل زاد سره ناسته وم چې د بهران په بهیر کې اسماعیل خان ورته تلیفون وکړ او له هغه یې وپوښتل چې څه باید ترسره کړي. کرزي د ناوړه شخصیتونو نږدې ساتلو ته ددې دپاره اړیتا درلوده چې هغوی د سیاسي او نظامي ملیشو رهبري کوله. ددې ډول کسانو له ډلې څخه یو یې عبدلرب رسول سیاف و. سیاف یو ځواکمن پښتون و، شپږ فوټه ونه او پلنه سینه یې درلوده- دهغه مجاهدین د سختو وژنو له امله ډیر شهرت درلود. د بشري حقوقو څخه د څار ګروپ د هغه ډله په کال ۱۹۹۰ کې په عام وژنه باندې تورنه کړې وه. نوموړی د اسلامي حقوقو پروفیسور دی چې په مصر کې د تحصیل د حاصلولو له امله په عربي ژبه هم ګڼیږي. دی او د جمیعت اسلامي ډلې مشر برهان الدین رباني په کال ۱۹۷۳ کې د جهاد د بنسټ ایښودونکې له ډلې څخه شمېرل کیږي. هغه د عربو سره نږدې اړیکې درلودلې خو د طالبانو له خوا وګواښل شو نه په دې اساس یې له هغوی سره جګړې ته راودانګل. د کال ۲۰۰۱ څخه وروسته سیاف د خپلې منطقې پغمان څخه ولسي جرګې ته لاره پیدا کړه. کرزي له ده او ځینو نورو مجاهد مشرانو سره د ځینو مهمو سیاسي پریکړو په اړه لکه د لویدیځ سره په اړیکو او د طالبانو سره د مذاکراتو په اړه مشورې کولې…………
نور بیا