تاند- په جنوبي کوریا کې د الیکترونیکي وسایلو د تولید یوه شرکت په وروستیو کې داسي تلویزون نندارې ته وړاندې کړ چې د کاغذ هومره نری دی او نژدې دوه کیلو وزن لري.
دا تلویزیون د مقناطس په وسیله له دېوال سره نښلي.
د سي نیټ ویبپاڼې د راپور له مخې دا (OLED) تلویزیون ۵۵ اینچه سکرین یا صفحه لري او د هغې پنډوالی یا ضخامت یو ملي متر دی.
دا تلویزیون یو مقناطیسي سټنډ یا تکیه کېدونکې وسیله لري چې پر دېوال پوري تړل کېږي او تلویزیون ورسره نښلي.
دا تلویزیون هر وخت په اسانه له دېواله جلا کېدای شي.
د (OLED) تلویزیونونو شیشې تر نورو خورا نازکې او نرۍ دي ځکه چې د ایل سي ډي تلویزیونونو خلاف له ځانه رڼا خپروي.