شخصیت

هر وخت په ټولنه کې د شخصيت په تړاو ويل کېږي، نو دا شخصيت څه شی دی او ولې يې په تړاو دومره خبرې کېږي؟

شخصيت له شخص اخېستل شوې کلمه ده، چې اصطلاحاً د انسان ټول بیروني او داخلي عوامل ترڅېړنې او څار لاندې نيسي. شخصيت دتګلارې، انګېزې، افکارو او هيجان په واسطه درک کېدلای شي.

شخصيت په ټولنه کې تبارز کوي او په ټولنه کې څرګنديږي، هر وخت چې په ټولنه کې له انسان نه څه (کړه وړه) را ځرګنديږي، د ټولنې له حرکتونو ، عاداتو، کلتور او ان نورو برخو سرچينه او رنګ اخلي.

تر اوسه لا په دې برخه کې څېړونکي په يوه خوله نه دي شوي، چې ايا شخصیت کسبي دی، که وراثتي. هغه چې وايي، وراثتي دی، هغوی په دې باور دي، چې د شخصیت په وده کې وراثتي عوامل رغنده رول لري او هغه ډله چې بيا شخصيت کسبي بولي، مطلب يې دا دی، چې ترلاسه کېدای شي.

خو يو شمېر پوهان يې بيا دواړه ګڼي، چې هم وراثتي دی او هم کسبي، چې په وينا يې دواړه په انسان

جوړونه کې رغنده رول لري او دغه برخې ته تمايلو ډېر دی، ځکه چې د انسان جوړېدنه د مور له ګېډې او د جينيني له تشکيل نه سرچينه اخلي.

دلته د انسان ټولې کړنې هغه که له رواني اړخه دي او يا هم جسمي، له شخصيت سره اوبدل کېږي. هر ډول سلوک د يوه انسان د شخصيت ښکارندويي کوي او دا خپله څرګنديږي، چې کوم يې مثبت او کوم يې منفي هغه دی: ((مثبتې او منفي کړنې بیا د شخصیت مسير ټاکي.))

د شخصيت په تړاو لا هم څېړونکو خپل تحقيقات نه دي بس کړي او د هغه په اړه کار کوي، نوي نوي څه ترې راوباسي او له نوي ليدلوري ورته وګوري.

روان پوهان ورته له بل ديده ګوري او هغوی يې عوامل هم په ګوته کوي، چې ترې زيږيږي: (( وراثت، چاپېریالي عوامل او ناپېژندل شوي عوامل، چې هريو يې په خپل ځای او خپله برخه کې کارنده بلل کېږي.))

د شخصيت په تړاو په يوه مقاله کې راغلي: ((وراثتي عوامل : D.N.A او R.N.A   دي، چې R.N.A یې دخواصو په انتقال کې رول لري او D.N.Aبیا R.N.A ته لارښونه کوي.

محیطي عوامل: هغه دوې مرحلې دي، چې انسان دپيداېښت پروخت ورسره مخ کیږي، د بېلګې په توګه مخکې له پیداېښت څخه دمور ناروغۍ او نورې، چې ماشوم يې له ځان سره لېږدوي…

وروسته له پیداېښت څخه: هغه اقتصادي، کورنۍ او نورې ستونزې او يا هم د ټولنې بدلونونه چې انسان يې ځانته راکاږي او يا هم پر يوه انسان اغېز پرې باسي.))

په ټوله کې هر ادام زاد چې ژوند کوي، که هغه که ښځه وي او يا نارينه، که ماشو�� وي او يا لوی، جوړ وي او يا ناجوړ ،که په سد وي او يا بې سده، ټول د شخصيت لرونکي دي، خو دغه بيا د شخصيت په مثتوالي او منفي والي سره ويشل کېږي.

ښه نودا د غوره شخصيت کله جوړيږي؟

که وراثتي وي، نو د مور په کېډه کې د جينين تر تشکيل د مخه بايد مور او پلار ورته چمتوالی ونيسي او په يو شمېر هغو کې يې بدلونونه راوستلای هم شي، چې په اوسني وخت کې دا خپله له کسبي هغه سره رېښه پيدا کولای شي. په ټوله کې پکار هم ده، چې ميندې او پلورنه داکار تر سره کړي، ځکه د يوه روغ ماشوم پيدا کېدل د روغ او سالم شخصيت څرګندويي کوي.

که کسبي وي، نو بيا پکار ده، چې ټولنې ته له راتلو سره سم په ماشوم کار پيل شي، له مختلفو لارو چارو کار واخستل شي، ترڅو په راتلونکي ياني هغه وخت کې چې ماشوم په ځان پوهيږي، او د خپل نېک شخصيت د تباروز لپاره پخپله مټې را بډوهي، تر هغه پورې يې کورنۍ او يا هم لارښوونکي ور سره مرسته وکړي.

د بېلګې په توګه: هغه ماشومان چې نوي زيږيږي او مور يې هغه مهال په ګېډه ګرځوي احتياط ونکړي، مناسب خواړه ونه خوري او له هغه څه نه ډډه ونکړي، چې په ماشوم يې اغېز کوي، نو کله چې ماشوم نړۍ ته سترګې غړوي، نيمګړی، موټشن راځي او يا هم رواني اختلالات لري، چې په دې برخه کې د پړې ګوته ميندو ته نيول کېږي او بل دا چې ماشوم له مور، پلار، لارښود او ان ټولنې زده کوي، چې د ده په چاپېريال کې انسانان کوم عمال تر سره کوي او حرکتونه څه ډول دي، تر څو دی هم ترې تقليد وکړي.. که چېرې د ماشوم په چاپېريال کې مناسب حالت وي، نو د شخضيت د مثبتوالي ډېره تمه شته.

په ټوله کې که شخصيت ارثي وي او يا هم کسبي، نو پکار داده، چې که د مثبت شخصيت جوړونې لپاره تمايلات ولرو، نو ټولنه ډېر اغېز پر کوي او پکار ده، چې په ټولنه کې يې د مثبت لور ته بېلو پر وخت زيات زيار وباسو.

اروا پوهان په دې باور دي، چې د ماشوم ذهن سپينه تخته دی، هرڅه چې پرې وليکو اخلي او جذبوي يې. د دوی په باور تر ۱۸ کلنۍ پورې ماشوم يو څه اخلي او په ۲۱ کلنۍ يې بپړوي او په عقل يې بدلوي.

د کورنيوتر څنګ، ښوونځی، د ملګرو غوره کول دا ټول په انسان اغېز پرېباسي، چې دا د انسان د شخصيت په برخه کې د پام وړ ټکی دی.

له بېلا بېلو مقالونه استفاده او ژباړه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *