جاوید ستانکزی

د دغه هوکړه لیک په هکله نن سبا په افغانستان کې د توجه د جذبولو په خاطر د شعارورکولو اود بی معنی احساساتو څرګندولو بازار ګرم دی، دغه ډګر ته جهادی رهبرانو، ټوپکمارو، د نشه یي توکو قاچاقبرو، د ځانمرګو تجارانو، د پارلمان وکیلانو (په پارلمان کې ۲۸ داسی وکیلان ناست دی چي حتی نه خپل نوم لوستی او نه یې لیکلای شي)، په هیواد مینو، د هیواد دښمنه او ټولو خپل ستونی وشوکول او چيغې یي پیل کړی چې هلی ملت خرڅ شو، د افغانستان مغز پاکستان ته حواله شول چې د افغانستان دایمی او ازلی دښمن دی … دغه اشخاص ولی احساساتی څرګندونې کوی؟ ځکه چې دوی له دغه تکتیکه په استفادی له دی مخکې هم دغه خوار ملت په غمواړولی او له دی لاری یي زمونږ د هیوادوالو ناوړه ګټه پورته کړی.

احساساتو څرګندول ښه دی خو چې په عقل حاکم نشي. کله چې احساسات په عقل حاکم شی انسان ړوند شی او بیا اکو بکو وایي لکه دغه پورته ذکر شوی ډرامه بازان.

له هرڅه د مخه غواړم ځیني واقعیتونو ته ستاسو پام راوګرځوم: په دي کې شک نشته چي پاکستان هیڅکله دا نه غواړې چې افغانستان د یو با ثباته او پرمختللی هیواد وی، خو علت یي څه دي، ولی پاکستان د افغانستان آبادی نه غواړي، آیا له افغانستانه ویره لری؟ آیا مونږ خپل هیواد له پاکستان سره مقایسه کولای شو، آیا زمونږ اقتصاد له پاکستان سره مقایسه کیدای شي، آیا مونږ د پاکستان په څیر مجهزه او مسلکي اردو او ادارې لرو، آیا زمونږ سیاستوال له پاکستانی هغو سره مقایسه کیدای شي، آیا زمونږ بهرنی اړیکې د پاکستان له هغو سره مقایسه کیدای شي، آیا زمونږ د وطن دوستي حس له پاکستانیوسره مقایسه کیدای شي، پاکستان اوسمهال په نړیواله کچه 24.7 ملیارده دالره صادرات او 43.1 ملیارده دالرو په اندازه واردات لری حال داچې افغانستان په کال کې څه باندی 500 ملیونه دالره صادرات او8.70 ملیارده دالره واردات لری. پاکستان څه باندی 6 لکه برحاله اوتقریبا 5 نیم لکه ریزرف اردو لری او ددی ترڅنګ ملیشه قوا او د فوجی فاوندیشن لاندی تقریبا یو ملیون متقاعد افسران لری چې د ضرورت په وخت کې یې راغوښتلای شی. د پاکستان د کورنیو چارو د وزارت په اساس پاکستان 28 استخباراتي ادارې لری چې آی اس آی یې په سر کې ده او د نړی له بهترینو استخباراتي ادارو څخه شمیرل کیږی. د خلقیانو او پرچمیانو (د مجاهدینو په وینا د کمونستانو) له حکومته وروسته تر ننه پوری افغانستان نه د خاد یوه منظمه اداره لري او نه یوه منظمه اردو، د کرزی صاحب له ۱۳ کلنې دوری واخله د ع او غ پوری زمونږ د هیواد ملی امنیت د للو او پتو په لاس کي دی، امر الله صالح یا نبیل چې دواړه غیر مسلکي افراد دی او له احساساتو پرته نور نه په استخباراتو پوهیږی او نه یي په دی اړوند زده کړی کړي، ولی که مقابل لوری ته وګورو، پاکستان تقریبا ۳ ملیونه منظمه اردو اود نړي په کچه د استخباراتو ( آی اس آی) منظمې ادارې لری چې د مجربو جنرالانو له خوا اداره کیږی. په افغانستان کې د سواد کچه 28.1 فیصده ده حال دا چې په پاکستان کې د سواد کچه 58 فیصده ده او دمګړی د نړی په هرګوټ کې پاکستانې ډاکټران، انجینران، متخصصین او کسبه کار په کار بوخت دي. پاکستانې سیاسون د پاکستان اساسي قانون اوهیواد ته ژمن دي ولی برعکس زمونږ سیاسون د خپلو بادارانو و تمویلونکو هیوادونو ګټو ته ژمن دي (جهادی رهبران او د ډلو اوټپلو لنډغر)، پاکستاني علما د پاکستان قانون او خپل هیواد ته ژمن او مخلص دي حال دا چې زمونږ ملایان (طالبان) د هیواد اساسي قانون نه منې او هیواد د بربادولو او ملت وژنې ټیکه یي اخستی ده.

زه دا نه وایم چې مونږ د د پاکستان تیریو ته سر ټیټ کړو ولی مونږ باید دغه د دښمن ډوله وضعیت د همکاري او متقابل احترام په هغه بدل کړو. د حالاتو نزاکت باید درک کړو، خپلې کمزورتیاوی او نیمګرتیاوی په ګوته، په هغو کار وکړو څو وکولای شو هغه په قوت بدلې کړو، او دا هغه وخت کیږی چې مونږ له هر فرصته ګټه پورته کړو خاصتا د پاکستان په برخه کې،زمونږ اصلی ستونزه له پاکستان سره د باور نه شتون دي او دغه هوکړه لیک د باور د فضا په رامنځ ته کولو کې له دواړو هیوادونو سره مرسته کولای شي.

اوس به راشو د ملی امنیت او د آی اس آی ترمنځ هوکړه لیک ته : له ګاونډیو هیوادونو سره په اقتصادی،امنیتې او سیمه ایزو چارو کې همکاری د ننی عصر ضرورت دي، د نړی هر هیواد د خپل هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د سوکالی په موخه د خپلې سیمې له هیوادونو سره دغه ډول هوکړه لیکونه او قرادادونه کوی چي هم د هیوادونو او هم د سیمې لپاره د پرمختګ او سوکالۍ سبب ګرځي. دغه ډول همکاری د نړی په ګوټ ګوټ کي شتون لری، عربی هیوادونه،اروپا، لاتین امریکا او داسی نور … اروپایي هیوادونو په ځلونو له یو بل سره جنګیدلي ولی ننی عصر دغه زاړه دښمنان په د اقتصادی، امنیتي او سیمه ایزی همکاری په غولي یوځای کړي، دوی خپلې کمزورتیاوي په خپل قوت بدلي کړي او خپلو هیوادونو او ولسونو لپاره یې سوکالي او خوشبختي فضا برابره کړي.

د افغانستان او پاکستان ترمنځ دغه ډول هوکړه لیک د وخت ضرورت دی، خاصتا له داسی یو ګاونډی سره چې زمونږ د هیواد د مخالفینو په ملاتړ تورن دی او په افغانستان کې د هند په خلاف په نیابتی جګړه بوخت دی. مونږ ضرورت لرو څو د پاکستان باور لاس ته راوړو او دغه ډول هوکړه لیک د باور د فضا رامنځ ته کولو لپاره زمینه برابروی .په دی کې شک نشته چې د پاکستان اصلی هدف د ډیورنډ لیکه ده خو یوه بله موضوع چې خورا مهمه ده هغه د افغانستان له خاوری د هند په واسطه د بلوڅوبیلتونپالو، اوپه سند کې د مهاجرو ملاتړ او د هغوی اکمال دی،پاکستان د ډیورند د کرښي موضوع حل بولی چې ډیری روڼ اندی هم په دی نظر دی خو د افغانستان ځینې حلقې چې اوبه خړول غواړی تش شعارونه ورکوی نه د هیواد د سمسورتیا غم ورسره دی او نه د ملت د سوکالۍ. د دوی اکثره یي په پاکستان کې جایدادونه او کار او بار لری خو د خپل بازار د تود ساتلو په موخه د ملت له احساساتو سره د لوبو کولو په هنر ښه پوهیږي ځکه چې دوی په کراتو له دی ملت سره لوبې کړی او په خپلو شومو اهدافو کې بریالي شوی هم دي. دغو ډلو او افرادو د دغه تفاهم په خلاف ځکه شور جور کړی چي ددوی توره دوکانداری ختمیږی، نور به دوی محرم اسناد او راپورونه د پیسو په مقابل کې نشی خرڅولای اونه به د دوی د ځانمرګو د لیږدولو تجارت باقي پاتی شي.

بله دا چې ځینی کسان له لنډغرو نیولي د پارلمان تر وکیلانو دا اندیښنه لری چي ګواکي پاکستان به د افغانستان محرمو اسنادو ته لاسرسی پیدا کړی او په خپلو ژمنو به وفا ونکړی په دی اړوند غواړم ووایم چې د افغانستان په ادارو کې هیڅ ډول محرم اسناد وجود نلری، زمونږ د ادارو محرم اسناد هره ورځ زمونږ د کمپیوتری سیستمونو له لاری د پاکستانی او هندی سایبر قواؤ له خوا غلا کیږی، او دالړی له ۲۰۰۵ کال را پدیخوا دوام لری نو که ځیر شو مونږ د بایللو لپاره هیڅ نلرو ولی کچیری غور وکړو ممکن له دغی لاری وکولای شو د پاکستان اعتماد د کسب اود دواړو هیوادونو ترمنځ د باور فضا رامنځ ته کړو او د همکاری یوه نوی لړۍ پیل کړو.

دریمه خبره د ډیورند کرښې ته څیرمه د پاکستانی پوستو ایجادول: دغه پوستي له پخوا څخه په دغو سیمو کې ایجاد شوی، ددغې پولې مسله حل کول له هیواد سره خیانت نه بلکه یو مسؤلیت دی چي باید سرته ورسیږی ، ترڅو به دغه لانجه لا ینحل پاتې وی، ولی د یو ګونګ سیاست ښکار شو، مونږ په ننی عصر کي رقیب ته نه بلکه دوست او همکار هیواد ته ضرورت لرو.

د افغانستان د ستونزو د حل کولو مسؤلیت د افغان حکومت په غاړه دي، کچیری حکومت دهیواد ستونزې حل نکړی څوک به یي کوی ، جان کیری ؟ معلوم دار چې افغان حکومت، زه نه د پاکستان ملاتړ کوم او نه هم له پاکستان سره کوم تړاو لرم، باور وکړی د دغه هیواد له استابلشمت او سیاست څخه نفرت لرم خو باید په حقایقو ځان پوه کړو.

راځي چې په خپل دولت باور وکړو، د خپل دولت تر شا ودریږو او پرینږدو چي څو پردی پاله زمونږ دولت کمزوری کړی او یو ځل بیا مونږه د جهادی رهبرانو په څیر د سپیو د خوراک کړی.

د سرلوړی او سوکاله افغانستان په هیله!

جاوید ستانکزی – لندن

5 thoughts on “د ملی امنیت او د آی اس آی تر منځ هوکړه لیک/ جاوید ستانکزی”
  1. کور ودان ستانکزی صاحب: په رښتیا موږ اوس د دوستانو پیدا کولو ته ضرورت لرو. زموږ خو هسي هم نه سیاست سیاست دی او نه مو سیاست مداران سم خلګ دي .

  2. نه غواړم درسره بحث وکړم که نه له تورلینګی څخه دی راته ثم شامار جوړ کړی زه به دجنرال ټیکه خان یادونه درته وکړم چه له سل زره عسکرو سره تسلیم شو چه داوردو په تاریخ لوی شرم دی ,,,,, د۶۵ کال دهندوستان عسکر په لاهور کی جنګیدل ,,,,په کال ۲۰۰۱ کی دبش ددفتر یو عادی مامور مشرف ته تیلفون کړی و چه جنرال صاحب پرتوګ ډک کړ ,ته کولای شی چه مسعودو ته چه تعداد ی ۱۵ کسه نه و ۳۵۰ تورلینګی عسکر تسلیم شوی ول ۰۰ دبی وزلو مګر با غیرتو بلوڅانو ویدیو ګانی هم ضرور وګوره ۰۰۰ دکارګل په جنګ کی که دناصر باغ دکیمپ افغانان نه وای بیابه ي منډی تا لیدلی وی که د وخت لارو دکراچی د ام کیو ام حال څخه هم ځان خبر کړه وروره داریژه مه اسمان چه څومره غوریزی دومره اوری نه دوی څټونه شه جوړ کړی وی خو دتوری نه دی کومه شځه د شپی په ځنګله کی یوازی روانه وه چا ورته ویلی و چه څه کوی دا نیمه شپه ګوره او ستا یوازی تګ په ځنګله کی دی ورته ویلی و چه نغدی زه نه لرم چه را څخه واي خلی او د نور شی پروا زه نلرم نو دوی ته هم بی له پیسی هیڅ شی ارزشت نه لری چه ننګ پری و کړی کنه نو دا ۱۳ کاله خو ډیر ځله دبحرنیانو له لوری په دوی تیری شوی ددوی توره خو چا ونه لیده دوی کی متل دی (ډراو اګر نهی ډرا خود ډرو )نو وروره له ګیدړه مه ډاریژه

  3. ستانکزی ورور ستاسو نیک احساسات او په زړه پوری لیکنه د ستایلو وړ دی. وایی که غر هرڅومره جګ وی په سر یی لار شته. که مقابل لوری هرڅومره قوی دی ، خو د افغانانو قوی ایمان او د شجاعت ستوری لا لوړ دی. فکر نه کوم چی پنجابیان به زمونږ د هیواد له ټولو اسرارو اطلاع ولری ، دوی پدی تفاهم لیک سره غواړی هغه پاته اسرار هم له قانونی او مشروع لاری لاسته راوړی.
    د ښاغلی حامد کرزی د دیارلس کلنی دوری له نواقصاتو نه یو هم زمونږ د ملی امنیت د اداری ضعف دی ، د دی مهمی او حساسی اداری په راس کی معلوم الحاله ، ابن الوقته ، ضعیف کسان او هغوی چی یوازی خپلی ډلی ته وفاداره ول واقع شوی و. د دوی یو یی هم د خپل ګران وطن او ملی ګټو سره مینه نه درلوده. امرالله صالح او عارف سروری د خپلو تلویزیونی مصاحبو او د جمهوری ریاست د انتخاباتو په جریان کی ملت ته ثابته کړه چی دوی یوازی پنجشیر ته وفاداره دی او له دی محدودی حلقی د باندی نشی را وتلی. که په تیرو دیارلسو کلونو کی د دی حساس او مهم ارګان په راس کی یو جدی او خپل هیواد ته متعهد شخص مقرر شوی وای نو نن به نه دومره د دولت مخالفین ول او نه به دی ته ضرورت و چی له متخاصمی استخباراتی اداری سره تفاهملیک لاسلیک کړو.
    په نړۍ کی ډیر واړه هیوادونه شته چی د لویو او د نظامی- استخباراتی لحاظه قوی دولتونو ترڅنګ پراته دی خود خپلو خلکو د ويښتیا او متینی ارادی له مله لا ژوندی او تل پاته دی.
    زمونږ په شرایطو کی کیدای شی مقابل لوری په دی بانو د پاته نظام په شنډولو کی رول ولوبوی . زه د داسی تفاهم لیکونو مخالف نه یم خو د هغه د متن او محتوی ساتل هم ګران ښکاری . ځکه پدی حساس ارګان کی لا ډیر کسان شته چی خپل هیواد او ملت ته وفادار نه دی او له بلی خوا کیدای شی هغوی پرمونږ داسی شرایط تحمیل کړی چی په مجموع کی دهیواد او د افغانستان د ملت په ضرر تمام شی. په هر حال له ډیر احتیاط نه کار واخیستل شی او د هیواد له خبیرو او پوه کسانو سره لا ډیره مشوره ورباندی وشی ځکه پداسی مهمو اسنادو ډیره عجله او سرسری تیریدل هم خطر لرلای شی.

  4. جاوید خانه، له ډیورنډ خو ورته تیر شوی، که سبا د ننګرهار،خوست، پکتیکا، هلمند او کندهار دوا وکړی بیا به یی څنګه کوی؟ ګرانه نه ټوپکمار یم، نه جنګسلار او نه می کومه بله ګټه په خطر کی ده لکه چی تاسو یی پورته یادونه کړی دی خو باور وکړه چی کله مو ستاسو پورتنی مقاله ولوستله د ځان سره خجالت شوم. خو دا یوه خیره زموږ هم په یاد درسره ولره هغه دا چی په خدای که نه د په تړونونو کی پریږدی او نه په دوستی کی. تر څو یی افغانستان پنځمه صوبه نه وی ګرځولی. په خدای قسم چی په توره ځان تری خلاص نه کړی په زاریو خو نه شی خلاص.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *