((عزیز خان هوتک))
د پاکستان له څارګرې ادارې (ای اېس ای) سره د افغانستان د ملي امنیت له خوا د همکاریو د تړون لاسلیک کولو ته غبرګونونه توند او تېز دي او دا د ټول لر او بر افغان ولس حق دی چې د دې شوم حرکت مخنیوی وکړي.
افغانان په دې باور دي چې د پاکستان د استخباراتو شبکه د افغانانو دښمنه او په افغانستان کې د ټولو شتو ناخوالو لامل ده ددې پلیتې شبکې سره د دوستۍ او همکاریو تړون د لاسلیک پرځای باید چې پر وړاندې یې مبارزه وشي.
پاکستان نه یوازې پخوا، بلکې اوس هم په افغانستان کې د روانې جګړې ملاتړ کوي او په دریځ کې یې هېڅ داسې بدلون نه دی راغلی چې پر اساس یې ددغه ډول سند لاسلیک توجیه شي. له همدې امله ددغه سند لاسلیک داسې معنی لري چې له دښمن سره لاسلیک شوی دی. یوازې له یو ساده دښمن سره هم نه، بلکې له یوه پیاوړي او خطرناک دښمن سره چې اوس هم هره ورځ په افغانستان کې په وینو او وژنو کې ښکېل دی.
پاکستان تل افغانستان غولولی او د دا راز تفاهم لیک د لاسلیکولو په پلمه غواړي د دغه هېواد پټو استخباراتي معلوماتو ته لاس رسۍ پیدا کړي.
دا خبره نوره کلیشه شوې چې په افغانستان کې د جګړې تر شا د پاکستان لاس دی او ددې جګړې اصلي محرک د پاکستان استخبارت دي. له همدې امله په دې اړه کومه نوې خبره نه شي کیدلی. نه یوازې د افغانستان خلک، بلکې نړۍ هم په دغه حقیقت پوهیږي. دا کوم تاریخي بحث هم نه دی، همدا نن هم چې په افغانستان کې څومره بریدونه او چاودنې شوي، د پاکستان د استخباراتي ادارې له ملاتړ پرته شوني نه دي. له همدې امله پاکستاني استخبارات په افغانستان کې د جګړې اصلي محرکین دي.
دا نه یوازې په تاریخي لحاظ ثابته ده چې ای اېس ای له موږ سره مرسته نه کوي او زموږ دښمن دی، بلکې اوس هم ثابته ده او هېڅ داسې بدلون نشته چې هغوی دې له دغه خاینانه پالیسۍ نه را وګرځي. خو که افغان حکومت باور لري چې اې اېس ای همکاري نه کوي او دوی هم همکاري نه کوي او دا یوازې یو سمبولیک کار دی او ډېر ارزښت نه لري، نو بیا ولې د خپلو وګړو له احساساتو سره لوبه کوي؟ څنګه چې د ای اېس ای له جنایتونو د افغان ولس هر وګړی زیانمن شوی، دغسې د ای اېس ای څخه کرکه هم د هر افغان په رګ رګ کې خوره ده، خو زموږ چارواکي پر دې هر څه پښه ږدي.
له پاکستاني استخباراتي شبکې سره د څارګریزو معلوماتو شریکیدو تړون کې تر ټول سپکه او نه جبران کېدونکې موضوع داده چې د بیلتونو غوښتونکو پر وړاندې به ګډه مبارزه کوي او دواړه لورې به د بیلتون غوښتونکو سره هیڅ ډول مرسته نه کوي.
دا په دې خاطر د نه منلو وړ ده چې لومړی افغانستان هیڅ بیلتون غوښتونکي نه لري او دویم په پاکستان کې له کلونو کلونو راپه دېخوا د د بلوڅو بیلتون غوښتونو غورځنګ فعالیت کوي چې په دې برخه کې زرګونو بلوڅانو قرباني ورکړې او په دې مبارزه کې یې ګڼې ستونزې ګاللي دي. اوس چې پاکستان د تروریزم د ستر ګواښ لاندې ده او دغلته د تروریزم د پرمختګ له امله کیدی شي پاکستان د وېش لوري ته یوړل شي ځکه ددې هېواد بنسټ له اوله کواکه ایښودل شوی دی او هر مهال یې د ړنګیدو او وېشل کیدو امکان شته ده، نو ځکه یې د بیلتون غوښتونکو موضوع ته په دې تړون کې ځای ورکړی دی له دې سره سم مونږ افغانستان د پاکستان سره د ډیورند د کرښیې داعیه لرو او داسې موضوعات کولای شي چې د ډیورند موضوع د رسمیت لورې ته یوسې بیا به هغه مهال هرڅه له لاسه تللي وي.
کله چې د یو هېواد استخباراتي معلومات د بل هېواد په اختیار کې وي؛ د یو هېواد ازادي او استقلال د بل هېواد له خوا نقض بلل کېږي.
د یو هېواد ټول پټ استخباراتي معلومات له استخباراتو سره وي او د دې تړون امضا کول دا مانا لري، چې هېواد په لوی لاس پاکستان ته سپارو.
د دغه تړون لاسلیکول د افغانستان د ملي ګټو پر خلاف عمل دی او دغه تړون د دې مانا ورکوي، چې افغانستان د پاکستان تر قلمرو لاندې یوه سیمه ده.
افغانستان اوس هم د (ISI) له خوا له ستونزو سره مخ دی، د دغه تړون لاسلیک به په افغانستان کې د دغه سازمان رول نور هم پیاوړی کړي او افغانستان ته به نوې ننګونې راوزېږوي.
د افغانستان او امريکا تر منځ امنيتي تړون د افغانستان ستونزه حل نه کړه او افغانستان يې د ختيځې او لوېديځې جګړې پر اډې بدل کړ.
اوس يې په ډېر شرم سره له پاکستان سره استخباراتي تړون لاسليک کړ. تر نن ورځې پورې چغې وهي چې د پاکستان استخبارات د جګړې يواځينى عامل دى، خو اوس يې دا دى له پاکستان سره امنيتي تړون لاسليک کړ. چې د دې تړون استخباراتي تړون لاسليک د هېواد د ملي ګټو خلاف دى.
تر دې وړاندې به ټولو خلکو او امنيتي چارواکو ويل چې د پاکستان استخبارات د افغانستان د جګړې يواځينى عامل دى، افغانستان ته داعش، طالب او… رالېږي، خو اوس افغان حکومت د استخباراتي هوکړه ليک په لاسليک سره د افغانانو ماغزه او فکر د پاکستان په لاس کې ورکړل.
پوښتنه داده چې ايا مشران او د ملي امنيت شورا په دې نه پوهېده چې پاکستان د افغانستان دښمن دى چې افغانان لاس تړلي د پاکستان استخباراتو ته په لاس کې ورکوي.
ټول افغان ولس پاکستان او ددې هېواد څارګرې ادارې ته د دښمن په سترګه ګوري او ددښمن سره دداسې تړون لاسلیک د افغانانو د رېښتینې ارادې خلاف عمل او پر امنیتي ځواکونو به د خلکو باور کم شي چې په دې سره به هېواد د یو بل بحران کوربه وي.
افغانان چې تل د خپلو امنیتي ځواکونو سره اوږه په اوږه ولاړ دي هیچا ته به ددې اجازه ورنه کړي چې د ملي امنیتي ځواکونو په قربانیو سترګې پټې کړي او تر دې وروسته زمونږ امنیتي لاسته راوړنې د پاکستان لوري امتیاز وګرځوي.
ژوندی دې وي افغان ولس
تل دې وي افغانستان
مړه سپیره او ورک دې شي د افغانستان کورنۍ او بهرني دښمنان