تاند- په زرګونو افغانان د هند په کلکته ښار کې له لسګونو کلونو راهیسي اوسي.
موسکا نجیب (د افغانستان د پخواني ولسمشر لور) او نازیس افروز د دغو افغانانو، چې په اړه یې ډېر څه نه دي ویل شوي، ژوند په عکسونو کې انځور کړی دی.
په ۱۸۹۲ میلادي کال د هند د نوبل جایزې لومړني ګټونکي لیکوال رابندرنات ټاګور د کابلي والا په نوم کیسه ولیکله. کابلي والا د هند د لوېدیځ بنګال ایالت په مرکز کلکته کې د یوه لېري وطن – افغانستان د یوه تبعه کیسه ده. دې کیسې په تېره یوه پېړۍ کې په بنګال او له هغه دباندې د افغانانو په اړه د یو رومانتیک تصور له رامنځتخه کولو سره مرسته کړې ده.
د ټاګور د کیسې نوم (کابلي والا) لا هم په کلکته کې افغانانو ته اخیستل کېږي چې معنا یې ده د کابل خلک.
دادګل خان له څه باندې ۵ لسیزو راهیسي په کلکته کې له خپلې هندۍ مېرمنې او کورنۍ اوسي.
خان په افغانستان کې زېږېدلی او په کوچینوالي کې له خپل پلار سره هند ته تللی. د ده زوی د کرکټ مینه وال دی.
ځیني کابلي والا د خپلو پلرونو او میندو نښې له ځان سره ساتي. دا سلطان خان دی چې د خپلې مور کمیس یې ساتلی دی.
په کلکته کې، چې ۱۶ ملیونه نفوس لري، اوس یوازې ۵ زره کابلي والا کورنۍ اوسي. اکثرو یې خپل دود ژوندی ساتلی دی.
سره له دې چې اکثره کابلي والا په کلکته کې زېږېدلي خو لا هم بې وطنه دي، د تابعیت اسناد نه لري خو له دې سره سره د دوی وروستی او دایمي دمه ځای د کلکتې په دې هدیره کې دی.