حکمت الله نجیب –
ډیرو خلکو ته خدای دارایی او شتمني ورکړې خو ددې تعداد خلکو څخه ډیر لږ سته چي سخاوت اخلاص او خاکساري لري .
د مهمند کورنۍ غړي حاجی محمد یونس مهمند حاجي محمد صدیق مهمند او حاجي پښتون مهمند هغه کسان دي چي الله تعالي ورته د خپلي دارايي په اندازه سخاوت اخلاص او خاکساري ورکړې .
ورین تندی او خوشحاله څیري لري د خلکو سره د دوستۍ ملګريتوب او ناستي پاستي خاص مهارتونه لري.
دوی د هغه شتمنو او پیسداره خلکو په څیر نه دي چي ژوند په عیاشي او مغروري تیروي بلکي د نادارو خلکو لاس نیوی کوي او له بې وزلو خلکو سره د دوي د اړتیا سره سمه همکاري
په یوه حدیث شریف کي راغلي :
من احب ان يبسط له في رزقه وينسأله في اثره فليصل رحمه (بخاري(
ژباړه : كه څوك دعمر زياتوالى او درزق فراخي غواړي نو له خپلوانو سره دې ښيګڼي كوي .
دغه راز په یوه بل حدیث کي پیغمبر ص فرمايي:
ثَلاثٌ وَالَّذِي نَفْسُ مُحَمَّدٍ بِيَدِهِ، إِنْ كُنْتُ لَحَالِفًا عَلَيْهِنَّ لَا يَنْقُصُ مَالٌ مِنْ صَدَقَةٍ فَتَصَدَّقُوا ..) [ مسندأحمد بن حنبل : .
لوړه په رب لايزال چي زما روح يې په لاس کي دی چي درې شيان دي زه پرې سوګند پورته کوم
۱: له مال څخه صدقه او خيرات کول بيخي مال نه کموي .
۲: د علم په زده کونکو مالي نفقه کول :
۳:هر هغه څوک چي خپل ځان يې د شرعي علومو زده کړو ته خاص کړی وي
له مقدمي تېریږم او دکندهار د یوه اوسیدونکي په توګه دهغه فعالیتونو او ښګڼو لنډه یادونه کوم چي د مهمند کورنۍ د کندهار د اوسیدونکو سره کړي .
د مهمند په نوم مجهز روغتون :
دغه روغتون چي په روان کال کي يي د عامي روغتیا ریاست د ارزوني په اساس د ولایت په کچه په ټولو شخصي روغتونو کي لومړي مقام وګاټه د اکثره خلکو تداوي په کښي مفت یا وړیا دی.
ددې ترڅنګ د هري روژې په میاشت کي په عمومي ډول د ټول خلکو درملنه په وړیا توګه کوي .
دغه کورنۍ په خاص ډول حاجي محمدصدیق مهمند څو ورځي مخکي د معیبونو د اتحادې سره ژمنه وکړه چي د ۵۰ معیبونو وړیا درمنله به وکړي .
د روغتون ډاکټران يي په شخصي مصرف هند هیواد ته استولي تر څو تخصص وکړي او بیرته کندهار ته راسي او په روغتون کي کار وکړي .
په صحي برخه کي نوري مرستي :
د میرویس روغتون سره يي د وړکتون په جوړلو او ددغه وړکتون د امکانانو په برابرولو کي مرسته کړې.
د معتادینو د درملني د دو مرکزونو سره يي وخت پر وخت د خوراکي موادو مرسته کړي.
د کندهار پوهنتون د طب پوهنځي د کدري روغتون سره د یوکال په اوږدو کي هره میاشت د درملو مرسته.
په زابل کي د مرکزي روغتون سره د ویني د ساتلو د مجهزو تخنیکي وسایلو مرسته.
د معارف په برخه کي همکاري :
د کوچنیانو لپاره يي دوزیر محمد ګل خان مهمند په نوم وړکتون او اکاډیمي خلاصه کړي ، د غریبو کورنیو اولادونه په کښي په ډیر کم فیس سره زده کړي کوي دکوچنیانو دغه مکتب اوس په لیسه هم بدل سوي .
لسګونه محصلین يي ، هند هیواد ته د لوړو زده کړو لپاره استولي.
د کندهار د پوهني ریاست سره وخت پر وخت مرستي کوي، د ۱۲ ټولګۍ دفارغیونو لپاره د کانکور د امادګۍ د کورسونو جوړل د ښځینه زده کوونکو د ترانسپورټ په برخه کي ، دوه کاسټر موټرانو مرسته .
د کندهار ښار د ټولو ښوونځیو او دغه راز د عصري زده کړو د ځنیو مرکزونو سره د ښووني او رزوني ریاست په همکاري د کمپیوټرانو مرسته .
د پوهنتون دښځینه ښوونکو لپاره د ترانسپورټ امکانات برابرول .
د نغدو پیسو خوراکي او غیر خوراکي موادو مرستي :
د محمد یونس مهمند حاجي محمد صدیق مهمند او حاجي پښتون مهمند مرستي او همکارۍ په عام محضر کي نه وي .دوی خپله همکاري د الله ج د رضا لپاره کوي او د غه همکاري د میډیا په مخکي د سوداګریز اعلان په ډول نه کوي .
بیارغونه
په کندهار ښار کي دننه د درو کیلو مترو په اندازه د کابل بانک څخه تر ډنډ چوک پوري د سړک په منځ کي په عصري ډول د یوه ګلدان جوړول سرسبزي او دیوه کال لپاره د ګلانو او درختو روزل .
د افغانستان په سطحه د لندې میوې لپاره یو لوی اوعصري مارکیټ جوړل چي دا یوه مهمه اړتیا او ضرورت وو چي دکار ولایتي ادارې په ۱۳ کلونو کي هم داسي کار ونه کي .
په کندهار ښار کي د تر ټولو لوی جومات (جامع عمر) سره په زیاته اندازه مالي مرسته او د نورو سوداګرو د مالي مرستي د راټولو لپاره د یوه ځانګړي اکاونټ جوړول هم د حاجي محمدصدیق مهمند ابتکار وو.
د کندهار ښار په زړه کي د شهیدانو چوک په اساسي ډول بیا تر میم.
او داسي نور مثالونه چي د مهمند با احساسه کورنۍ د الله د رضا لپاره د خلکو سره نیغه په نیغه همکارۍ کړي .