تاند- یوه جګپوړي امریکايي جنرال نن /شنبه/ وویل، د متحدو ایالتونو او د ناټو د غړیو هیوادونو مشران د افغانستان د راتلونکي ملاتړ په اړه بحثونه کوي او د دې معنا احتمالاً دا ده چې لږترلږه یو شمېر امریکايي پوځیان به د اوباما د ولسمشرۍ د دورې له پای ته رسېدو وروسته هم دلته پاتې کېږي.
جنرال جوزیف ایف کیمبل، چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو روزونکو ځواکونو قومندان دی، وايي چې د ناټو پوځي قومندانان پلان جوړوي چې په کابل کې نسبتاً د اوږدې مودې لپاره یوه اډه جوړه کړي څو د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې هلوځلو ته دوام ورکړي، د وسلو ورکړه اسانه کړي او مرستې ووېشي.
قومندان کیمبل په عین حال کې وویل چې د ناټو ملکي چارواکي به د دې نوي ماموریت مسوولیت په غاړه ولري خو د هغوی د اډې د ساتنې لپاره به یو شمېر پوځیان پکار وي.
کیمبل دا هم وویل چې له ناټو ځواکونو څخه به د افغان هوايي ځواک او استخباراتي خدماتو د غښتلي کولو لپاره هم کار واخیستل شي.
په افغانستان کې د ناټو د روزنیز ماموریت قومندان وویل چې اوس لا ډېر وختي دی چې ووايي د ناټو څومره پوځیان به په افغانستان کې پاتې شي او هغوی به چیري واوسي. خو په دې باب ابتدايي خبرې د مې میاشتې په نیمايي کې په ترکیه کې د ناټو د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې شوې وې.
تېره اوونۍ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې هم د ناټو دفاع وزیرانو غونډه لرله.
جنرال کیمبل وايي، د ناټو مشران هیله لري چې راتلونکی دوبی په وارسا کې د ناټو تر سرمشریزې وړاندې د افغانستان په اړه خبرې نهايي شي.
د ناټو تړون سرمنشي ینز ستولتینبرګ په یوه اعلامیه کې ویلي:«په راتلونکي کې به زموږ د پاتې کېدونکو کسانو مشري د ملکیانو په لاس کې وي. دا حضور به ډېر محدود او کم وي، خو پوځي ملاتړ به ولري.»
ویل کېږي چې د طالبانو د حملو دوام او ورسره په یو وخت د داعش ظهور لوېدیځوال دې ته اړ ایستلي وي چې له افغانستانه د یو مخ وتلو پلان وځنډوي.
له مخکې پلان سره سم باید ټول امریکايي پوځیان د ۲۰۱۶ کال تر پایه له افغانستانه ووځي.
ټاکل شوې وه چې د سږکال د پاتې ۱۰۵۰۰ امریکايي پوځیانو نیمايي د سږ کال تر پایه له افغانستانه وتلي وای خو د طالبانو حملې سبب شوې چې د هغوی وتل یو څه وځنډېږي.