خبریال : ظفر باوري پکتیکا

د پکتیکا ولایت د پوهنتون محصلانو د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست د ویني له بانک سره د ویني د ورکړې لړۍ پیل کړه

د غبرګولي په دوهمه د پکتیکا ولایت د پوهنتون په سلګونو محصلانو د دې ولایت د عامې روغتیا ریاست د ویني له بانک سره د ویني د ورکړې لړۍ د یوې غونډې په ترڅ کې پیل کړه .

غونډې ته د پکتیکا ولایت مرستیال والي عطالله فضلي د ویني د ورکړې د اهمیت ترڅنګ وویل چې وینه باید اړو کسانو ته ورکړل شي او د اړو کسانو ژوند پرې وژغورل شي .

فضلي وویل ((چې وینه باید د جنګ او جګړو ټپیانو ، د کینسر مریضانو او د زیږون په وخت کې میندو ته ورکړل شي نو اړینه ده چې مونږ باید په داسې حالاتو کې د ویني بانکونه ، داوو طلب کسان او رضاکاره ټولنې ولرو تر څو د ویني په ورکړې سره د انسان ژوند وژغورلی شو))

د پکتیکا ولایت د عامې روغتیا ریاست ریس ډاکټر ولي ګل وویل چې(( تیر کال هم د پکتیکا ولایت په دوو سترو ناخوالو کې چې ددې ولایت په ارګون او یحیی خیلو ولسوالیو کې رامنځ ته شوې همدغه د محصلینو او عامو خلکو د وینی برکت وو چې مونږ له کابل څخه د ویني راوړلو ته اړتیا نه درلوده ))

د پکتیکا ولایت د پوهنتون استاد پوهیالي فدامحمد محمدي وویل چې ((د پوهنتون ریاست رهبرۍ شورا دا پریکړه کړې چې له دې وروسته به د پکتیکا پوهنتون زدکړیالان د ضرورت په وخت کې د یوه منظم نوملړ له مخې اړو کسانو ته د خپل تن وینه ورکوي ، او وینه ورکول د دوی د مدني حرکتونو څخه شمیرل کیږي ))

د شیرعالم په نامه یوه زدکړیال چې ددې ولایت دسروبي ولسوالۍ اوسیدونکی دی او د ویني ورکړې په حالت کې یې د خوښۍ احساس کاوه رسنیو ته وویل چې په نورو ځوانانو هم غږ کوي چې د خپلو افغانانو خویندو ،میندو او خوارو هیوادوالو د ژوند ژغورلو لپاره د ویني په ورکړه کې سپما ونکړي او په دې نیک کار کې پوره پوره برخه واخلي .

د یادولو ده چې د پکتیکا د پوهنتون د ادارې لخوا د ویني له بانک سره په یوه منظم او ترتیب شوي نوملړ کې د دې پوهنتون په سلګونو زدکړیالانو ثبت نام کړی چې د اړتیا په وخت کې به ویني ورکولو ته چمتو وي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *