وایي چې په تېرو پېړیو کې کوم پاچا په یوه ولس حکومت کاوه او دا ولس په خپل منځ کې ډېر په اتفاق او اتحاد ژوند کاوه او کله به چې په ولس کې څه خبره شوه نو ټول به په یوه خوله راټول او ډېر ژر به یې اقدام وکړ. کله به چې په کوم وګړي تېری وشو نو ټول به د يو شخص په څېر د هغو په څنګ کې ودرېدل.
پاچا حیران شو، چې له دې ولس سره څه وکړي، هره کار چې کوي نو ټول خلک يې په مخ کې درېږي. له خپلو وزیرانو سره یې مشوره وکړه، چې څنګه کولی شي په ولس داسې حکومت وکړي لکه څنګه چې پاچا غواړي نه داسې چې ولس یې غواړي. په وزیرانو کې یو هوښیار وزیر ورته د غلا شوې هګۍ د سیاست مشوره ورکړه. ښه نو دا سیاست څه ډول دی؟
حکومت په ولس کې غږ وکړ، چې پاچا د هرې کورنۍ له مشر څخه پنځه هګۍ غواړي، هغه که هر ډول وي. هر چا هګۍ را ټولې او د پاچا ماڼۍ ته یې یووړې. له دوو ورځو وروسته بیا یو چا غږ وکړ، چې راشئ او خپلې هګۍ مو بېرته واخلئ. خلک راغلل چې خپلې هګۍ له ځان سره یوسي. دلته وزیر، پاچا او نور درباریان کتار ودرېدل ترڅو خلک وګوري، چې کومې هګۍ را اخلي. ویني چې هر سړی کوښښ کوي چې غټې غټې هګۍ را واخلي، هغه هګۍ چې ښايي هغوی نه وي راوړي. دلته وزیر پاچا ته وویل وینې چې هر چا هڅه وکړه، چې د خپل ورور حق واخلي او ځان تر نورو مخکې کړي نو پاچا هم کولی شي، چې په خلکو داسې څه وکړي، چې د هغه خوښه وي. ځکه د خلکو په زړونو کې ځینې چالاکانو د نورو حق واخیست، د کمزورو او زورورو ترمنځ د حسد او کینې اور ولګېد. د وخت په تېرېدو سره د خلکو ترمنځ طبقې را پیدا شوې. یوه هوښياره ډله خلک چې د پاچا په چل پوی شول هغوی په ولس کې چیغې پیل کړې چې له پاچا څخه د ولس حق واخلي او وضعیت هغه حالت ته ورسوي، څنګه چې لازمه ده نو وزیر بیا پاچا ته د هغوی په بدل کې د ریاضی د څلورو عملیو (جمع، تفریق، ضرب او تقسیم) سیاست مشوره ورکړه. لومړی یې یوه ډله خلک چې د ولس حقوق یې غوښتل را جمع کړل هغوی ته يې منصبونه، دندې، موقفونه او امتیازات ورکړل او په دې سره یې له هغوی څخه د ولس خبره هېره کړه. ټول وخت له پاچا څخه په مننې او تشکر بوخت شول. بله ډله چې هغوی شخصي منصبونه او امتیازات نه اخیستل له هغوی سره پاچا د تفریق عملیه پیل کړه، لومړی یې د هغوی د ضعف او کمزورۍ ټکي را پیدا کړل او هغو ته یې ډېره هوا ورکړه او په مختلفو نومونو یې متهم کړل او هغوی هم له شرمه د خلکو له سترګو ځانونه پنا کړل او یا هم په زندانونو کې واچول شول.
بله ډله چې لا یې هم د خلکو د حقونو غوښتنه کوله هغوی او لاریونونو یې کول د هغوی لپاره یې د ضرب د حاصل په څېر جزا څو برابره کړه، او هغوی یې په لارو او کوڅو کې داسې وډبول چې په وهلو سره يې لسګونه او سلګونه نور هم ووېرېدل.
پاچا بیا له خپل وزیر څخه پوښتنه وکړه، چې اوس خو هر څه آرام دي مګر بله کومه ستونزه خو به نه را پورته کېږي او که راپورته کېږي زموږ غبرګون او چمتوالی به څه وي؟ وزیر وویل چې د پاتې ولس لپاره یوازې د تقسیم عملیه پاتې ده. پاچا وویل: هغه څنګه؟ وزیر په ځواب کې وویل: هغوی باید په خپله موجوده برخه راضي شي. هغوی دې له ځان سره همدا وايي چې بس دا مو نصیب او قسمت دی او په ښېراوو به زړه صبروي. په دې سره دواړه په خندا شول. دا خندا به تر هغو دوام لري ترڅو چې ولس راویښ شي.