تاند- سویډني سندرغاړي مانس زیلمیرلو (Mans Zelmerlow) د یوروېژن سندرو مسابقه، چې د اتریش په ویانا کې وشوه، وګټله.

زیلمیرلو په دې نړیواله مسابقه کې روسي او ایټالیايي سندرو ته ماتې ورکړه.

اته ویشت کلن زیلمیرلو، چې د تلویزیوني خپرونو وړاندې کوونکی هم دی، د یوه کارتون مخته سندره اجرا کړه.

دوهم مقام د روسۍ سندرغاړې پولینا ګګرینا وګاټه. سره له دې چې د ګګرینا سندره په ډېرو اروپايي هیوادونو کې خلکو زیاته خوښه کړه خو په پای کې سویډنۍ سندره اول شوه.

د ګګرینا د سندرې دا یوه مصرع په روسیه کې لانجمنه شوه. «موږ د نړۍ خلک یوو، سره له دې چې توپیر لرو خو یو شان یوو.»

مخکې تر دې چې د ګګرینا سندره مسابقې ته وړاندې شي د روسیې د ارتدوکس کلیسا مذهبي مشر پاتریخ کریل هیله څرګنده کړه چې د هغې سندره ناکامه شي.

سویډن تر دې مخکې، وروستی ځل په ۲۰۱۲ میلادي کال د یورو وېژن سندرو لومړی مقام ګټلی و خو په مجموع کې یې تراوسه پوري دا مقام شپږ ځلي ترلاسه کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *