د افغانستان اسلامي جمهوري دولت
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکه اداره
خبرپاڼه
۱۳۹۴جوزا ۳
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس جیلاني پوپل، د یک شنبې پر ورځ له نویو ټاکل شویو والیانو سره د مرکزي ادارې د برنامو او پالیسیو د همغږۍ په یوه غونډه کې و ویل، چې نوي ګومارل شوي والیان د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن په کمولو کې مهم مسوولیت لري.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس والیان د اړوندو ولایتونو له ټولو خلکو سره د متناسب چلند پر کولو مسوول وبلل او ټینګار یې پرې وکړ، چې د ټولو خلکو ملاتړ را خپل کړي.
نوموړي و ویل، چې اداره یې د ولایتونو لپاره د منابعو د جذب او ترلاسه کولو پر چارې بوخته ده او د ولایتونو پر تشکیل او بودیجې هم بیا کتنه کوي. د ښاغلي پوپل په خبره د ولایتونو اوسنی بودیجه او تشکیل د ولایتي چارو د ترسره کولو لپاره بسنه نه کوي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس و ویل، چې د ولایتونو او ولسوالیو په کچه د اوسنیو انکشافي پروګرامونو د موثریت د ډېرولو لپاره د هغو د تطبیق پر څرنګوالي له سره کتنه کوي او همدارنګه تخنیکي ټیمونه یې د نویو انکشافي پروګرامونو پر ډيزاینولو لګیا دي.
د سیمه ییزو اورګانونو ادارې مشر، والیانو ته لارښوونه وکړه، چې تر راتلوونکې یوې میاشتې پورې په خپلو ولایتونو کې د ادارو ظرفیتونه په دقیق ډول ارزیابي کړي او د ارزونې راپور له مرکز سره شریک کړ.
پوپل همدا راز له والیانو وغوښتل، چې ولایتونو ته له معرفي کیدو سره پر خپلو سل ورځنیو پلانونو هم کار پیل کړي.
د سیمه ییزو اورګانونو خپلواکې ادارې لوی رییس نويو والیانو ته و ویل، چې په خپلو منځو کې دوامدارې اړیکې ایجاد کړي او د یوه او بل له تجربې په ګټه اخیستو ستونزو ته د حل لارې پیدا کړي.