د هلمند ولايتي شورا مشر او غړي يې د زابل پر ولايتي شورا بريد په کلکو ټکو غندي. دوی وايي، دا بريد د هېواد دښمنانو کار دی.

د هلمند ولايتي شورا مشر حاجي محمد کريم اتل وايي، ولايتي شورا د ولس ګډ کور دی، او د ولس پر کور بريد د هېواد دښمنانو کار دی.

دغه بريد نن غرمه شاوخوا ۱۱ بجې ترسره شو، چې پکې تر ۶۸ ډېر وګړي ژوبل شول، په ژوبلو کې ښځې هم شاملې وې.

د هلمند ولايتي شورا په ياد بريد کې ژوبلو ته د بېړنۍ روغتيا غوښتنه کوي او پر وسله والو غږ کوي چې له داسې بريدونو دې لاس واخلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *