زړه ډېر کوچنی او له درېیو تورو جوړ شوی نوم دی، چې ټول بدن ته خوشحالي، خفګانونه، امیدواري، قناعت او داسې نور ورکولاي شي.
کله معصوم شي، کله ظالم شي، کله قوي شي، کله ضعیف شي، کله هوښیار شي، کله ساده شي، کله د سمندر په څېر ارام شي او کله د ابشارونو په څېر نا کرار شي.
زړه چې خفه شو، ټول بدن به دي خفه وي او که له سترګو دې اوښکې راځي، دا هم د زړه د خفګان نتیجه ده.
ډېر وړوکی دی، خو لوی لوی خوشحالي ګاني او خفګانونه پکې پراته دي او چې خفه شي بیا په اسانۍ نه پخلا کېږي.
د زړه درد دی چې انسان قوي کوي او لوی لوی کارونه کوي، د نړۍ لویو فیلسوفانو همدا درد زغملی وو، چې نن یې نومونه تلپاتې دي، په انسان کې د زړه درد نه وي هغه به څه انسان وي، استاد الفت او د دې په شان نورو نوم وتو لیکوالانو د زړه درد درلود چې نن یې هم کارنامې ژوندي دي.
د یو انسان زړه لاس ته راوړل اسان کار هم نه دی او سخت کار هم نه دی، خوبیا هم د زړه په لاس ته راوړلو کې لوی ثواب دی. که غواړئ چې یو انسان خپل تابع کړئ ، زړه یې لاس ته راوړئ او د مینې او محبت بادشاه زړه دی.
یو شاعر وایي:
دل به دست اوردن حج اکبر است
از هزاران کعبه یک دل بهتر است
شاعر هم د زړه په لاس ته راوړلوتاکید کوي او له زرو کعبو څخه یې بهتره ګڼي.
قناعت، سخا، بخل، درد، احساسات، قوت، غنا، حرص او داسې نور د زړه پورې اړه لري.
زړه که دې غني و، ته غني یې. زړه که دې بادشاه وه، ته بادشاه یې. زړه که دې فقیر و، ته فقیر یې.
یو شاعر وایي:
قناعت مې تر خرقې لاندې اطلس دی
پټ د درست جهان بادشاه ظاهر ګدا یم
رښتیا هم که قناعت په زړه کې موجود و، بادشاه یې او هېڅکله هم د غریبي او بېچاره ګي احساس به ونه کړي.
یو عالم وایي: ( له مرګه نه وېرېږم، که څوک راته ووايي چې نن شپه مرې زه به ووایم، چې د الله تعالی رضا مې قبوله ده، مګر خدای دې نه کا چې څوک راته ووایي د یو تن ژوند ستا له لاسه تریخ دی.)
هو! د یو انسان زړه لاس ته راوړل او خوشحالول اسان کار دی خو خفه کول یې لا اسان کار دی، که غواړئ چې انسانان لاس ته راروړئ نو زړونه یې لاس ته راوړئ.