اوومه برخه –

په امریکا کي جبران ته وویل سول چي انګرېزي دي زده نه ده په لومړي ټولګي کې ونیولو لاکن په مدرسته الحکمت کې په لومړي ټولګي کي ځکه کښېنولو چي د عربي د لیکلو صلاحیت ورپکي نسته رښتیا هم جبران عربي ویلای سوه لاکن لیکلای یې نسوه ولي چي تعلیم یې په امریکا کي پیل کړی وو ، جبران خو دا ډول انګیرلې وه چي تعلیم یې سر ته رسولی دی دلته خو هغه د عربي ادب او عربي ژبي د زده کړي لپاره راغلی وو نو ځکه په لومړیو صنفونو کې ناسته سخته بې انصافي ده ، یوه ورځ د کالج د یوه زړسواند استاد یوسف حداد په وړاندي ودریدلو سترګي یې له خوبه ډکي او پړسیدلي وې لکه چي هم دا اوس له خوبه را ویښ سوی وي ، اوږدو ویښتانو یې غوږونه پټ کړي وو ، استاد ته یې وویل :

( ښاغلې لتاسو دا هیله څرګندوم چي لما سره به انصاف وکړی ) استاد په ځواب کي ورته وویل که چیري تاسو پر حق یاست نو حتمًابه انصاف درسره وکړم ووایه څه خبره ده ؟ جبران ورته وویل ، زه له امریکا راغلی یم او په انګرېزي ژبه مي خپل تعلیم بشپړه کړی دی ، دلته مي اوس لومړیو جماعتونو ته نیسي ،، استاد ورته وویل ستاسو په دې ستونځه پوه یم ولي مشکل دا پېښ دی چي تاسو عربي لیکلای نسی ،، جبران ورته وویل زه له عربي ادب سره له نژدې بلد یم ، یوازي او یوازي د خپلو خیالونو د اظهارولو صلاحیت حاصلولو په خاطر لبنان ته راغلی یم!

یوسف حداد د جبران د پویولو په خاطر ورته وویل تعلیم حاصلول کټ مټ همداسي دی لکه څوک چي پر زینه خیژي ، انسان لره د زینې پر یوه ،یوه پوړ پښه ایښودل په کار وي ، اوس په لومړیو جماعتونو کي کښېنه وروسته مرحله وار به په وړاندي وخوځیږې !

جبران ورته وویل استاد محترم ! ولي تاسو په دې نه پوهیږی مرغه چي څه مهال الوزي نو هغه زینې ته هیڅ اړتیا نه لري !

ځواب څه دا ډول وو چي یوسف حداد ټکان وخوړلو جبران ته یې په ژور نظر وکتل او له ذهانت یې وډاریدلو ، پوښتنه یې ځني وکړو   بیا ته څه غواړې ؟

جبران ورته وویل زه ستاسو په ټولګي کي کښېنستل غواړم ، په ټولګي کي به هیڅ پوښتنه نکوم او نه به د ما کومه پوښتنه کیږي ،،

ښه خبره ده ، زه به ستا په اړه د سرمعلم صاحب سره خبري وکړم ،، یوسف احداد هم هغه ګړی ولاړ سو د سرمعلم دفتر ته ولاړو ، د دې عجیب او غریب لوستونکي په اړه یې سرمعلم ته معلومات ورکړل تر اوږدو خبرو وروسته سرمعلم رضا سو او جبران ته داخله ورکول سوه ، جبران چي په لومړۍ ورځ د یوسف حداد ټولګي ته ورغلو ، پر ځای د دې چي پر خپل ځای کښیني نېغ د میز خوا ته ورغلو یوه پاڼه یې پر میز ورته کښېښوله چي ورباندي داسي نوشته وو:

٫٫ تر درو مياشتو به د ما هیڅ نه پوښتې ، بیا چي دي څه ډول زړه سي هغه راڅخه وپوښته ٬٬ !

یوسف حداد چي دا پاڼه ولوستله ومسیدلو جبران ته یې وکتل ، د جبران سره نه کتاب و نه کتابچه ، نه یې څه لیکل یوسف حداد حیرانتیا واخیستو لاکن پابند وو چي هیڅ به نه ځني پوښتي اوس د جبران دا عام انداز وو تر ډېرو ورځو یې کتاب ته لاس نه وروړلو یوسف حداد چي به څه ورته لوستل هغه به یې جذبول لکه چي پخپله د یو کتاب په لیکلو بوخت وي ، تقریًبا یوه میاشت پس یې په لومړي ځل خپله ژبه پر انستله یوسف حداد ته یې وویل ، زه له کتابتونه د لوستلو لپاره کوم ، کوم کتابونه واخلم ،، !

یوسف حداد دا اندیښنو واخیستو چي د عربي کتابونه به لولي څه ډول لاکن تر پوښتنو یې دا غوره وبلله چي د کتابونو نومونه ورته یاد کړي ، وتاسو ته د کلیله ودمنه ، مقدمه ابن خلدون ، د متبني شاعري او د توریت مطالعه کول په کار ده ،،

جبران پټه خوله د کتابتون په لور ستون سو ، اوس د کلیله ودمنه ضخیم جلد یې و مخ ته پروت وو او دا کتاب یې په خپل نوم له کتابتونه واخیستو ، د څو ، څو شپو تر مطالعه وروسته یې کتاب خلاص کړو ، د مقدمه ابن خلدون لوستل یې پیل کړو دا ډول د استاد ښودلي کتابونه یې یو ، یو تمام کړو نور یې د استاد مشورې ته اړتیا نه لرله ، اوس یې عربي په رواني سره لیکلای هم یې لوستلای سوه او ډېر زغرده یې د فطري ساینس او د بیلو قومونو تاریخ ، دود ، کردار او د اخلاقیاتو مطالعه وکړه اوس جبران دومره استطاط حاصل کړو چي د خپلي مطالعې حاصل یې د یوه مضمون په بڼه ولیکلو او خپل استاد یوسف حداد ته یې وښودلو ، د جبران سبک د چینې په څېر رواني درلوده ، د عربي د قدیم ادب د ستوخ تحریرونو پر ځای یو عصریز سبک ورپکي جوت وو ، مضمون چې ولوستلو بې اختیاره د یوسف حداد تر خوله ووتل ، ته به یو رښتونی شاعر او حقیقي ادیب وګرځې بس یوازي د خدایه ډاریږه او په وړاندي خوځیږه ،، د یوسف حداد ډاډګیرني د جبران په شوق کي نوره لیوالتیا را وپاروله همدغه مهال جبران ته د عسیوي ادیب فرانس مراش د تخلیقانو د لوستلو موقعه پلاس ورغله .

نوربيا…

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *