د ۲۰۱۵ کال د می 26 مه کابل

د اتصالات مخابراتي شرکت د ۲۰۱۵ کال د می په ۲۶ مه نیټه په کابل کې خپله کلیزه ولمانځله، له دې ورځې څخه د درناوي په خاطر اتصالات خپلو پیریدونکو ته په زړه پورې وړاندیزونه چمتو کړیي، لکه د هر ځل کریډیټ پیریدلو سره وړیا ډالۍ، په پوهنتونونو کې د نندارې جوړول او د اتصالات په فیسبوک پاڼه د سیالیو په لاره اچول.

د اتصالات د سوداګریزو چارو عمومي مشر یاسر ابوالعمایم وویل، مونږ خپل اتم کال د سترو لاسته راوړنو او پیریدونکو ته د غوره چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره لمانځو. زمونږ پیریدونکي ددغو ۲ اونیو لمانځنې ځانګړې برخه ده او پیریدونکي به زړه راښکونکي ډالۍ او وړاندیزونو ته لاسرسی ولري.

په افغانستان کې اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې خپل فعالیت پیل کړی، چې تردې مهاله ۸ کاله کیږي، د چارو له پیل څخه تر اوسه اتصالات د مخابراتو چارو په ډګر کې یوه پرمختللې مخابراتي شرکت پاتې شوی دی.

په افغانستان کې د مخابراتي فعالیتونو په ترسره کولو سره اتصالات تل د تولید او ��ه نوښت ډکو چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره ترټولو مخکښ دی.

په ۲۰۱۲ کال کې اتصالات لومړنۍ مخابراتي کمپنۍ وه، چې په افغانستان کې یې 3.75G خدمتونه وړاندې کړل. د 3.75G نوې ټکنالوجي چوپړتیاوو په وړاندې کولو سره د افغانانو لپاره د پرمختګ نوې موکې برابرې شوې. له عادي اړیکو څخه مونږ نیغ په نیغه یو عصري اړیکو ته بدل شو. افغانستان د لومړي ځل لپاره چټک انټرنټ او څرګند غږ تجربه کړ. له یو او بل سره اړیکې نیول ډیرې هوسا او اسانه شوې. خلک یو بل ته نږدې شول او سوداګري پراختیا وموندله. افغانستان اوس له نړۍ سره ونښلید او په څو آسیايي هیوادونو کې یو هیواد دی، چې د 3.75G چوپړتیاوو ته لاسرسی لري.

په ۲۰۱۳ کال کې اتصالات د پیسو د راکړو ورکړو( لیږد) خدمتونه وړاندې کړل. ام حواله سره پیریدونکي کولای شي چې د خپل کور او یا دفتر څخه په هوسا ډول د خپلو پیسو راکړه ورکړه (لیږد) ترسره کړي. پیریدونکي کولای شي، چې خپل د بریښنا بیل ادا کړي، توکي وپیري، پیسې خپل ګڼون (حساب) کې کیږدي، له خپل حساب څخه پیسې راوباسي، پیسې ترلاسه او یا هم واستوي، خپل معاشونه لاسته راوړي او خپل بانکي ګڼون (حساب) ته لاسرسی ولري.

یاسر ابوالعمایم وړاندې وویل، په افغانستان کې کار کول زمونږ لپاره د خوښۍ ډکه یوه تجربه ده. په افغانستان کې ستر بدلون راغلی دی، او مونږ خوښ یو چې ددې بدلون یوه برخه یو.

د ټولنې دودیزو، کلتوري او اسلامي ارزښتونو پرمختګ چې اتصالات په هغه کې فعالیت کوي زمونږ له لومړیتوبونوڅخه دي. اتصالات په افغانستان کې له فعالیت څخه تر دې مهاله د ټولنې د خیر او ښیګڼې په بیلابیلو برخو کې مرستې کړیدي لکه، د روژې په مبارکه میاشت کې د خوراکي توکو ویش، د طبیعي پیښو له کبله زیانمن شوو سره مرسته، هر کال د قران کریم د حسن تلاوت کلنۍ سیالي او د مسجدونو جوړول هغه چارې دي چې اتصالات د ټولنې د دودیز او اسلامي فرهنګ د پرمختګ لپاره ترسره کړیدي او په همدې ډول به دوام ورکړي.

1اتصالات یواځې غږیز او انټرنټي او یا هم د مخابراتو په برخه کې خدمتونه نه وړاندې کوي، اتصالات ژمن دی چې هر افغان باید په خپل ځان بسیا شي او وکولای شي په راتونکي کې د هیواد پرمختګ لپاره جوګه شي او یوه روښانه راتلونکي ولري، د اتصالات ښوونیز پروګرام یو له دغو څخه دی، چې افغانانو ته په کې د کار زده کولو موکه ورکول کیږي ترڅو د بشري منابعو له لارې پرمختګ وکړي. ددې پروګرام له مخې اتصالات د زده کړو په جریان کې محصلینو ته په خپله اداره کې د معاش په بدل کې د کار کولو موکه برابروي او د اتصالات سره د کار کولو ترڅنګ خپل تحصیلي دوره هم بشپړوي. ددې ترڅنګ اتصالات د چین یوه پوهنتون سره یوه هوکړه لیک لاسلیک کړی دی چې له مخې یې اتصالات خپل پیریدونکي دغه هیواد ته د لنډ مهاله زده کړو لپاره استوي.

اتصالات په بیلا بیلو برخو کې په افغانستان کې د لوبو د ملاتړ او پیاوړتیا لپاره د زړه له کومې مرسته کړیده ده، لکه د افغانستان کرکټ بورډ، والیبال، بایسکل ځغلونې او وزلوبه چې د اتصالات په مالي مرسته یې ډیر پرمختګ کړی دی.

د اتصالات 3.75G خدمتونه په ۲۳ ولایتونو کې فعال دي، اتصالات په ټول افغانستان کې تر ۴ میلونو څخه ډیرو پیریدونکو ته غږیزې او انټرنټي چوپړتیاوې وړاندې ک��ي.

د افغانستان اتصالات په اړه:-

د افغانستان اتصالات د اتصالات مخابرتي ګروپ یوه څانګه ده، چې مرکزی دفتر یې د عربو متحده اماراتو کې موقعیت لري او د نړۍ یوه له سترو مخابراتي کمپنیو څخه ده. اتصالات په ۲۰۰۷ کال کې په افغانستان کې خپلې چارې پیل کړې، اتصالات د غوره خدمتونو په وړاندې کولو سره اوس د هیواد یوه له پرمختللو مخابراتي کمپنیو څخه ده، چې تر ۴ ملیونه څخه ډیر فعاله پیریدونکي لري. اتصالات په هڅه کې دی، چې د غوره کیفیت، نویو خدمتونو، ټیټو بیو او د هیواد په هر ولایت کې د پراخه پوښښ په درلودلو سره بازار کې غوره ځای ومومي.

له ۲۰۰۷ کال راپدیخوا اتصالات له۳۰۰ ملیونه ډالرو څخه ډیره پانګونه کړیده او لومړۍ مخابراتي کمپنۍ ده چې په افغانستان کې د 3.75G خدمتونه وړاندې کړل.

دلاډیرو معلوماتو لپاره www.etisalat.af او یا هم www.facebook.com/etisalatafg ویبپاڼو څخه لیدنه وکړئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *