د شلمې پېړۍ له پیل نه راپه دې خوا د جنګونو په تاریخ کې د فلسطین له ګړکیچ نه وروسته په افغانستان تپل شوې ۳۷ کلنه جګړه تر ټولو اوږد او تباه کوونکی جنګ دی. د ایریتریا د ازادۍ جګړې ۳۰ کاله، د نامیبیا د ازادۍ جنګ ۲۹ کاله ، د ویتنام جنګ ۱۸ کاله او د الجزایر د ازادۍ جګړې ۸ کاله دوام وکړ. د ۱۹۸۰ لسیزې راپه دې خوا د افغانستان د ستونزې د حل له پاره ډیرې هلې ځلې شوي خو تر اوسه یې کومه نتیجه نه ده ورکړی. که څه هم د افغانستان خلک له جګړې ستړي شوي او سوله د دوۍ د ټولو نه ستره هیله او اړتیا ده خو د سولې له پاره د بیا ګړندي شویو روانو هلوځلو ته د شک په سترګه ګوري. د جګړې د لوبغاړو متضادی ګټې او د سیمه ییزو قوتونو رقابت د جګړې د اوږدیدو او سولی د پروسې د ټکني کیدو عوامل دي چې دلته ورته لنډه پاملرنه کیږي.
د جګړې پیل او وده:
په دی باید پوه شو چې د د نیا په هره برخه کې د جګړې علتونه ملي ګټې دي. دین، ایډیالوژۍ، بشري حقوق، دیموکراسۍ، اسلامی ورورولۍ او داسی نورو شعارونه د جګړې د مشروعیت له پاره کارول کیږي چې یوازې وروسته پاتې او بی خبره ولسونه پری غولیږي. په افغانستان د شوروي اتحاد د یرغل سره سم یوه داسی جګړه وتپل شوه چې هم ملي او هم جهاني وه. دغه جګړه لومړې، په کنړ، نورستان او خوست کې په محدودو وطني وسایلو پیل او د منابعو په زیاتیدو او لوبې ته د سیمه ییزو او جهاني لوبغاړو په داخیلیدو سره پراخه شوه. جګړه په پیل کې ملي ځکه وه چې د افغانانو په ملي حاکمیت تیرې شوې ؤ او منابع یې هم ملي وي. جهاني ځکه شوه چې د جګړي بهرني ابعاد ډیر پراخه شول او د جهان اکثره لوۍ او واړه قوتونه په یو نوع د انواعو په دغه جګړه کې دخیل ؤ. که څه هم چې د جګړې اصلي قربانیان افغانان دي خو عمده اهداف، پلان، منابع او د اهدافو ټاکونکي یې غیرافغاني ؤ او دي چې په افغانستان او سیمه کې د متضادو اهدافو له پاره کارول کیږي. نو ځکه ویلې شو چې د جګړې ملي بڼه ډیره کمزورې او بهرنې اړخ یې قوي ؤ. دا چې جګړه ولی دومره اوږده شوه او ولې پاۍ ته نه رسیږي ډیر علتونه لري چې لاندی ورته اشاره کیږي.
د جګړې کورني او بهرني عوامل:
د کورنیو ستونزو سربیره د افغانستان ستراتیژیک موقعیت، د لوبغاړو شمېر، د سیمه ییزو او نړیوالو ځواکونو متضادی ګټی او اهداف د جګړې د دوام باعث کیږي. کورنۍ ستونزې لکه په بیلو بیلو وختونو کې د سیاسی او اقتصادی قدرت د انحصار هڅه، په ملي مسایلو د ټولنې د نخبه قشرعدم تفاهم، کمزورې اقتصاد، بی عدالتی، اداري فساد، جنګسالاری، د مخدره توګو مافیا او کمزورې حکومتولي هغه عوامل دي چې خارجي لاسوهنې ته زمینه مساعدوي او د طالب، حقاني او په محلي سطحه د جنګسالارانو په بڼه تبارز کوي. طالبان بیرته قدرت ته رسیدل او یا په قدرت کې ونډه غواړي، پخواني جنګسالاران اوسنې سیاسي قدرت او امتیازات ساتل غواړي، د مخدره توکو کاروباریان او د قراردادیانو مافیا په کمزوري حکومت، ناامنۍ او جګړه کې خپلی ګټي وینی. نو ځکه د سولي راتګ ته زړه نه ښه کوي او مخه یې نیسي.
په خارجي سطحه افغانان د سولې په لار کې لوۍ خنډ پاکستان ګڼي، ځکه د حکومت د مخالفینو مرګزونه او روزنځایونه هلته دي او ددی هېواد له پوځي او استخباراتي اورګانونو له خوا د خپلو ستراتیژیکو اهدافو د تحقق په نیت تمویلیږي. د افغانستان په ناامنۍ کې پاکستان یوازینې نه خو لوۍ لوبغاړې دی چې دلته سیاسی، پوځي او اقتصادی اهداف تعقیبوي. پاکستان غواړي چې د یو مهم سیمه ییز ځواک په توګه تبارز وکړی او د هند سره د رقابت جوګه شي. دغه هدف ته رسیدو په نیت په افغانستان کې یو کمزوري لاس پوڅي حکومت ته ضرورت لري تر څو وشي کړی د افغانستان د جغرافیا، بشري قوت، اوبو او طبعی زیرمو نه استفاده او د مرکزي اسیا بازارونو ته لار پیدا کړي.
برعکس د پاکستان سیال هند د افغانستان سره تاریخي ښې اړیکي لري او د افغانستان په زیربنایې پروژو کې یې لویه پانګونه کړي. هند افغانستان ته هرکال د ۱۰۰۰ نه زیات تحصیلی بورسونه ورکوي چې دغه کار په طبعی توګه د موجودو ښه اړیکو په پراختیا کې مرسته کوي. هند د ایران د چاه بهار بندر له لارې د یوې خوا د افغانستان سره د تجارتي او نورو اقتصادي اړیکو پراختیا غواړي او له بلې خوا د مرکزي اسیا او روسیی بازارونو ته لاس رسی پیدا کوي، چې په همدی نیت یې د نوموړي بندر په پراختیا کې د سل میلیونه ډالرو نه زیاته سرمایه ګذاري کړې او دزرنج دلارام د سړک په جوړولو سره یې د یوې خوا دغه بندر د افغانستان د سترو ښارونو او مرکزي اسیا سره وصل کړی او د بلې خوا یې د فراه او نمیروز ولایتونه په مهمو تجارتی ولایتونه بدل کړي. په دی توګه د نوموړو ولایتونو په پرمختګ او د خلکو په ژوند کې ژور بدلون راغلي چې دغه حالت بیا پاکستان په خپله ګټه نه ګڼي او د هند د نفوذ پراختیا یې بولي.
ایران بل سیمه ییز لوبغاړې دی چې د یوې خوا دعربو په تیره د سعودي عربستان سره خپله تاریخي دښمنۍ په افغانستان کې پالي او له بلې خوا په افغانستان کې خپل سیاسی، اقتصادی او کلتوري اهداف تعقیبوي. که څه هم زموږ امنیتي اورګانونو، محلي حکومتي مقاماتو او د ملي شورای ځیني غړو د افغانستان په زیربنايې پروژو لکه د سلما او کمال خان بندونو د کار دمخنیوي په خاطر تخریبي عملیاتو کې د ایران لاس لرل په ګوته کوي او بین المللی مؤسساتو، زموږ دولتي او غیر دولتي سازمانونو په جګړه کې د ایرانی وسلو د استعمال او په ایران کې د وران کارو د روزلو راپورونه خپاره کړي، خو د افغانستان حکومت په رسمي توګه تر اوسه ایران نه دی تورن کړي. د ایران لاسوهنه تر ډیره حده د اقتصادی او کلتوري یرغل او د افغانستان په مهمو دولتي اورګانونو کې د خپلو پلویانو د ځاۍ په ځاۍ کولو په بڼه ترسره کیږي. همدغه شان عربستان او د خلیج ځینی نور هیوادونه بیا په افغانستان کې د ایران د نفوذ نه په هراس کې دي او د پاکستان سره په همکارۍ د طالبانو د تقویې سره مرسته کوي. د خلیج هیوادونو په ۱۹۸۰ مه لسیزه او بیا وروسته د تنظیمی جګړو په مصرف کې لویه ونډه لرله، خو د افغانستان په بیا رغونه کې د متحده اماراتو نه پرته بل هیواد د تمې خلاف ډیره ونډه وانه خیسته، چې په دی کې زموږ د کمزورې دپلوماسۍ تقصیر هم دی.
نتیجه:
لنډه دا چې جنګ ډیر اوږد شو او افغانان په خپله خاوره کې د تل پاتی جګړې توان نه لري. زموږ هلو ځلو تراوسه ځکه نتیجه نه ده ورکړې چې د ناامنۍ لوبغاړي زیات دي او د یوبل سره متضاد اهداف تعقیبوي. همدغه شان په کور دننه هم د ملي تفاهم له پاره ډیر کارنه دی شوی. زموږ حکومت، سیاسي ګوندونه، مدني ټولنې قومي شورای ګانې او میډیا مسؤلیت لري چې د سولي په هکله د نظر اختلاف باوجود واحد دریز غوره کړي او عام ولس ته د سولې د کورني او بهرني دښمنانو په ضد جهت ورکړي. حکومت باید د ذهنیت او باور جوړونې په پروسه کې خلک د ځان ملګري کړي او خپل پلانونه د خلکو سره شریک کړي. څنګه چې زموږ امنیتي اورګانونه په تیره د ملي امنیت ریاست د خلکو د امنیت، مال او ناموس په ساتنه کې د خطر په لومړۍ کرښه کې ولاړ دي، باید د سولې په خبرو کې د نظر حق ولري. موږ په کیفی او کمي لحاظ د غښتلې استخباراتو پرته په سیمه کې ارام ژوند نه شو کولې. نوځکه باید ددغه اورګان تقویې ته ډیره پاملرنه وشي.
د ناامنۍ لوبغاړو ته په کتو سره باید د سولې له پاره هلې ځلې هم په ملي سطحه او هم په سیمه ییزه او نړیواله سطحه ښې همغږې کړو او یوازې پاکستان ته متوجه نه اوسو. د چین او سعودی عربستان سره د کارونو همږغې کول ډیر ګټور تمامیږي خو په غربي نړۍ، روسیه او ایران هم د زیاتی همکارۍ له پاره کار وشي. د سولې په خبرو کې هندوستان ته په کمه سترګه کتل به لویه اشتباه وي. هند نه یوازې په سیمه کې، بلکې د نړۍ په سطحه یو لوۍ اقتصادي او پوځي قوت دی او په هیڅ وجه به پرینږدي چې پاکستان په دغه لوبه کې لاسبرې شي.
د آۍ اس آۍ سره د تفاهم لیک جنجال یوځل بیا ثابته کړه چې د افغانستان خلک د پاکستان په ژمنو باور نه کوي. د وروستیو میاشتو او ورځو خونړیو پیښو دغه بی باوري نوره هم غښتلې کړه. موږ اجازه نه ورکؤ چې زموږ خاوره د کوم دریمګړي هیواد له خوا د پاکستان په ضد وکارول شي. موږ د پاکستان سره په ګاونډ کې د ژوند له پاره یوې ژورې تعریف شوې دایمې ستراتیژۍ ته ضرورت لرو. دغه ستراتیژی باید داسی اعیاره وي چې د یوی خوا موږ ددغه هیواد سره د ښو اړیکو له پاره کار وکړو، او له بلې خوا په دغه هیواد خپله اقتصادی او تجارتي اتکاه کمه کړو. دغه هدف ته د رسیدو په خاطر باید د مرکزي اسیا هیوادونو سره خپلې سیاسی، تجارتی، اقتصادي او ترانزیتي اړیکي ژورې کړو. د صنعت د ودې په برخه کې باید موږ د خپلو شمالي ګاونډیانو سره د ګډې سرمایه ګذارۍ له پاره کار وکړو. که څه د سولې په لار کې موږ د ځواکمنو مخالفینو سره مخامخ یو خو اوس په سیمه او په تیره بیا پاکستان کې نوي ضرورتونه رامنځ ته شوي چې د سولې او اقتصادی همکارۍ ته زمینه مساعدوي او ددغه نوی ضرورتونو نه باید د سولې او سیاسي ثبات له پاره استفاده وشي.