افغانستان، هند او پاکستان د سیمې هغه درې هیوادونه دي چې یوله بله سره خورا زیات سیاسي، اقتصادي اړیکې او اغیزې لري. او په ځانګړي ډول پاکستان له افغانستان سره د سیاسي او اقتصادي اړیکو ترڅنګ ټولنیزې اړیکې هم لري. د دې سمییز مثلث په رأس کې افغانستان قرار لري. دا ځکه چې د بریتانوي هند له تجزیه کیدو وروسته او په ( ۱۹۴۷ز) کال د پاکستان له رامنځ ته کیدو سره د هند او پاکستان هراړخیزه او څرګنده دښمني پیل شوه، دواړه په خپلو کې سره کلک وران شول، او تل يو د بل د سیاسي او اقتصادي تخریب په هڅه کې دي. دواړه هیوادونه د سیمې په کچه اتومي ځواکونه هم دي، خو دواړه بیا د افغانستان سره ښکاره ښه ډیپلوماټیکي اړیکي لري، پدې مانا چې ددواړو هیوادونو د افغانستان سره بالمقابل سفارتي او نړیوالې اړیکي شته. دا چې د پردې تر شا څه ډول چلند کوي دا به وروسته واضح کړو. تر ډیره بریده دواړه هیوادونه په څرګند ډول خپل منځي، سیاسي مداخله( political Interference) نشي کولای، نو دواړه هڅه کوي چې په غیر مستقیم ډول يو بل تخریب، او مداخلت وکړي، نو ددې موخې د لاس ته راوړلو لپاره افغانستان د خپلې سیاسي لوبې ښه میدان بولي، سربیره پردې دواړه هیوادونه خپل سیاسي دوستان او رقیبان هم لري. پاکستان د چین، سعودي عربستان او امریکا سره ډیر غښتلي روابط لري. له بلې خوا بیا هند د روسیې او ایران سره نژدې اړیکې لري، کوم چې پاکستان یې ورسره نلري، او په همدې ډول هند بیا د چین، سعودي او امریکا سره دومره قوي تړاو نلري لکه پاکستان یې چې لري. نو دا دواړه هیوادونه د خپلو دوستو هیوادونو د بهرني سیاست او پالیسۍ په مقابل ډول ښه مننونکي او يوبل ته تیریدونکي او یو په بل ولاړ دي. که څه هم هند په خپل بهرني سیاست(Foreign Politics) اوبهرنۍ پالیسۍ(Foreign Policy ) کې ترډیره حده خپلواک، خو پاکستان بیا په خپل بهرني سیاست او پالیسۍ کې په مطلق ډول خپلواک ندې، بلکه د خپلو دوستو هیوادونو تر اغیز لاندې، او ددوی سیاسي تګلارې ته په کتو، خپله بهرنۍ پالیسې، په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره عیاروي. په نژدې وختونو کې د طالب او القاعدې راتګ، د امریکا مداخله، د القاعدې زپل ،اسامه وژل او د افغانستان سره د ګنګ سیاست، نه ښکاره دوستي او نه ښکاره دښمني یې ښې بیلګې دي.
له بلې خوا هند د افغانستان سره د هغو پنځو سترو مرسته کوونکیو هیوادونو، یو هیواد دې چې په ټولیزه توګه یې مرستې د دوه میلیارده ډالرو څخه زیاتې دي. داچې په هیواد کې په سمه او وړه توګه ندي لګیدلي او د درد ندي دوا شوي دا بیله موضوع ده، خو مونږ یې احسان مند یو. او هغه هم د کړي احسان د بدلې په تمه دې..! او مهالنې سیاست هم همدا ایجابوي. دا د هند هغه پالیسي ده چې ځان یې د افغانستان سره سخت خواخوږې، او بې هدفه ښودلې، چې د پاکستان په پرتله یې په زیاته کچه ځانته ولسي او حکومتي محبوبیت حاصل کړې. دا چې په حقیقت کې څه دي دا بیله مسئله ده.
پاکستان په سیمه کې هغه هیواد دې چې د( سب سے پہلے پاڪستان ) یا د هرڅه لومړی پاکستان، په نظریې جوړ دې دا یې يواځې شعار نه بلکه په ملکي او او حکومتي ډول دېته ټول پوره درناوی او هرڅوک یې تر خپلې وسې پورې په پلې کولو کې بوخت دی، حکومت په لوړه کچه او ولس په ټیټه کچه. ددې نظریې نه هدف د پاکستان ملي استحکام او قوي پایداره کیدل دي، چې بهرنې سیاست او پالیسي یې هم په همدې اساس استواره ده. که ددې موخې تحفظ د سیمې د هیوادونو او په خاصه توګه د افغانستان سره په جنګ کې وي او که سوله، په اسلام کې وي او که نه وي ورته په مطلق ډول تیار اوپوره ژمن دي.!! او ددې لپاره هره لار په کار اچوي.پدې اړه لازم ګڼم چې د مولانا کوثر نیازي چې د پاکستان پوخانې وتلې سیاستمدار او د ذالفقار علي بوټو نژدې دوست او دده او د بینظیر بوټو مشاور او د مختلفو وزارتونو وزیر وو. د پاکستان پخواني داخله وزیر نصیر الله بابر له خولې په خپل د خاطراتو کتاب کې د( ۱۴۵۰) او( ۱۴۶۰) کلونو په اړه چې دا مهال بابر د سرحد والي وو لیکي چې صدر اعظم بوټو ویل چې: (سردار محمد دااود خان حاکمیت او سیاست د پاکستان د امنیت او موجودیت لپاره ستر ګواښ دې، او د ډیورنډ لاین معاهده اوسمهال په خطر، او د لمنځه تلو کې ده، نو ددې لپاره باید د دااود خان د حاکمیت او سیاست مخه ونیول شي، او په هرشکل چې کیږي باید افغانستان بې ثباته او غیر مستحکم شي..!! )نو کوثر نیازی دلته بیا د بابر د خولې لیکي چې : مونږ د بوټو دا نظریه ومنله او په ښې طریقې سره مو داسې پلي کړه چې : لومړی مو ددې کار لپاره د کابل پوهنتون په داخل کې د حکمتیار، رباني او مسعود باندې کار وکړ، او ترې مو حمایت وکړ.. او دوی مو د سردار د نظام تر ړنګولو پورې د پیښور په بالاحصار کې وساتل او وروزل، ترڅو وتوانیږي چې د راتلونکي حکومت په مقابل کې زمونږ په پالیسۍ وجنګیږي… نو پدې اساس د ډیورنډ مسئله په یو افسانوي شکل بدله، او د روس په راتګ سره دا کار نور هم اسانه شو چې په افغانستان کې مو افغاني قواوي په خپلو کې سره واچولې.. او پرې مو نه خوده چې د پاکستان خاوره بې ثباته او خطر ورته متوجه شي.. !! )نو تیر تاریخ او مهالني سیاست ته په کتو دا خبره باید مونږ ته په ثبوت رسیدلې وي چې( د هرڅه لومړی پاکستان (
د پخوا څخه تر د کرزي صیب واکمنۍ تر اخره پورې د پاکستان ثبات د افغانستان په بې ثباتۍ کې رانغښتې وو. که څه هم کرزی صیب ډیرې هلې ځلې وکړې ۲۰ ځله یې پاکستان ته په همدې موخه سفر وکړ، ورته یې د ډیر نژدې دوست خطاب وکړ، د امریکا سره د اړیکو د خرابیدو وروسته یې په زغرده اعلان وکړ چې د پاکستان دښمن د افغانستان دښمن یانې ښمن مو شریک دې..، دلته یې د هند دوستي هیره کړه..! او په پاکساتن باندې د یرغل په صورت کې یې د پاکستان دفاع په ځان لازمي وګڼله، خو مقابل لورې ته دې ټولو کیسو د توت قدرې اهمیت هم وړنه کړ، څه یې چې غوښتل، هغه یې وکړل…! خو پدې اړه د کرزي صیب سیاست هم څرګند، قوي، او پایداره نه وو. بلکه بدلیدونکې، غولوونکې، او ناپیداره وو .کله یې ورور، کله دښمن او کله د ترهګرۍ جاله بلله.!!
که څه هم پاکستان د اشرف غني د راتګ مخالفت او دې ته یې کار وکړ، ځکه چې پاکستان د غني د راتګ ویریده، غني او د افغانستان لپاره یې غني سیاست ورته څرکند وو..،نو ځکه یې پدې ستراتیژۍ کار وکړ خو الحمدلله پکې بریالې نشو. اوس چې دوی خپلې موخې ته ونه رسیدل او غني راغې، نو دوی خپله پالیسۍ کې تغییر راوست او لا راولي به یې. دا یې د ټولو سیاسي ګوندونو، پارلمان او فوځ غوښتنه ده. ځکه جې د غني دریز څرګند دې غني د افغانستان لپاره منظمه بهرنۍ سیاسي پالیسي لري ، چې په بالمقابله دوستانه اړیکو،سمییز ثبات او اقتصادي پرمختګونو ولاړه ده. غني په خپلو ۱۱ مؤثرو بهرني سفرونو کې خپله دا سیاسي تګلاره واضحه او ټولو سر پرې خلاص کړ، غني څرګنده کړه چې اصل په ټوله کې سوله، سمییز ثبات دې، چې د کورنۍ سولې او هر اړخیزو اقتصادي پرمختګونو لامل کیږي، نه يواځې اقتصاد.
غني پدې یقیني دې چې د سولې ریموټ له پاکستان سره دې، ځکه یې لومړې پاکستان سره د سولې غوښتنه وکړه، نه طالب سره!. غني د پاکستان نژدې دوستو هیوادونو لکه سعودي او چین په خپلو بهرني سفرونو کې په اعتماد کې. واخیستل، خپله پالیسي یې ورته څرګنده کړه او د پلي کولو لپاره یې د هغوی مرسته وغوښته. پټه دې پاتې نه وي چې سعودي او چین دوه هغه هیوادونه دي چې پاکستان یې له خبرې نشي تیریدای.
داچې چین د نورو هیوادونو سره د اړیکو معیار تر ډیره اقتصادي جنبه لري او په نړۍ کې د ستر اقتصادي ځواک پاتې كيدو تکل لري، نو په همدې اساس د پاکستان سره قوي اقتصادي اړیکي لري. چین اوسمهال په پاکستان کې( ۴۶ )میلیارده تازه پانګه اچوونه کوي، دا هغه بنسټیزې پروژې دي چې دواړه هیوادونو ته بې څارې ګټورې دي. له بله پلوه چین د افغانستان سره د مسو د عینک کان د استخراج په پروزه درې بلیونه ډالره پانګه اچوونه کړې، او د امو سیند په سیمه کې د تیلو د استخراج لپاره د چین د ملي پټرولیم کمپنۍ )۱.۵ میلیارده ډالره پانګه اچوونه کړې. او په راتلونکې کې د کونړ په سیند او نورو ورته ګټورو پروژو د پانګې اچوونې امکان لا هم شته. او د وریښمو د لارې د بیا فعالولو خبر یې هم ورکړې، چې یاده لاره د افغانستان، پاکستان او ترکیې تیریږي او چین د اروپا سره نښلوي.
د سعودي نوی حکومت هم غواړي چې په نړۍ کې خپل سیاسي موقف ښکاره کړي، او پدې اړه یې عملي اقدامات هم وکړل او لا یې کوي چې د افغانستان او پاکستان په شمول یې نورو هیوادو هم د همکارۍ غوښتنه وکړه. نو ددې هیوادونو د خپلمنځي قوي اړیکو په لرلو سره او خپلو اقتصادي او سیاسي حالاتو ته په کتو سره دسیمې ثبات ته ډیر اړ دي. او په خاصه توګه پاکستان بیا ډیر مجبور وو ، چې زمونږ په هکله پالیسي بدله کړه ، او د تروریزم په خلاف خپل دریز څرګند کړ. چې په تړاو یې عملي اقدامات هم کړي، داځکه چې ددوی زیږنده تروریستي ډلې اوس يواځې د افغانستان لپاره ګواښ ندی، بلکه د پاکستان او ټولې سیمې لپاره ستر ګواښ دی.
ختیځ ترکستان چې چین پورې تړلې او میشت وګړي یې اکثر مسلمانان دي اوس غواړي د چین نه جلا شي، چې د شرقي ترکستان په نوم هلته فعاله جنګي ډله شتون لري چې د چین حکومت ګواښوي او تړاو یې د نورو جنګي ډلو سره هم شته چې کله ناکله یې جنګیالي په افغانستان کې هم نیول کیږي.
داچې اوس پاکستان غواړي چې په ریښتوني ډول د سولې او ثبات لپاره ځان ژمن معرفي کړي، او په سیمه کې د هندي نفوذ مخنیوې هم وکړي، چې پدې اړه ورسره ویره هم موجوده ده، او پدې هم ډاډه دې چې که چیرې دا چانس له لاسه ورکړي نو پرځای یې هند نور هم نفوذ پیدا کوي، چې دا کار د ځان لپاره ګواښ ګڼي. او دا ورنه غني هم غوښتي چې د ریښتینې سولې او ثبات لپاره خپله ژمنتیا او عملي اقدامات د سیمي او افغانستان سره وښايي، نو په همدې اساس یې د فوځ او استخباراتو مشران څو ځله کابل ته راغلل او په دا وروستیو کې نواز شریف هم راغې چې بالاخره د امنیتي او استخباراتي همکاریو په پلمه په هوکړه لیک د دواړه لوریو سلا وشوه، چې په تړاو یې تیره ورځ یې په رسمي ډول طالبانو ته اخطار ورکړې، او ترې غوښتې یې دي چې ژر تر ژره په افغانستان کې خپل روان عملیات ودروي، د پاکستان معتبرې رسنې (اکسپرس ټریبیون )دا هم لیکلي چې د جګړې د نه درولو په صورت کې به طالبان د پاکستان او افغانستان د ګډ فوځي اقدام سره مخامخ شي. له بلې خوا یې طالبانو ته د ملا دین محمد په مشرۍ په چېن کې د سولې د خبرو په موخه بستر برابر کړ، چې دغه سفر په اسلام اباد کې د چین او پاکستان د انسټیټیوټ مشر، سناتور مشاهد حسین سید تائید کړ، سید د پاکستان په سما مجلس کې د دفاعي کميټې مشر دې، او پدې اند دې چې چین د افغانستان د سولې په بهیر کې اغیزناک رول لوبولې شي، ځکه چین په افغانستان کې په فوځي ډول ښکیل ندې پاتې شوې. او زه وایم چې له بلې پلوه د پاکستان کلک دوست هم دې..!! خو د افغانستان حکومت ته اوس پکار ده چې دداسې سم او اغیزناکه سیاست څخه کار واخلي چې نه دا قیمتي چانس له لاسه ورکړي اونه، د هند په څیر دوست هیواد. هند پدې قانع کړي چې د هند سره دوستي او رابطه پرته د سولې او سمییز ثبات څخه ناشونې ده، او پدې د دواړو هیوادونو هند او پاکستان سر ورخلاص کړي چې د هریو سره د افغانستان دوستي د بل لورې د دښمنۍ او ناثباتۍ لامل کیدای نشي. که چیرته پرته له سولې کیدای، نو اوس به هند د حاجیګک درې کاله مخکینۍ پروژه فعاله وای، چین به د مسو د عینکو کان چې( ۸. ۱۰)میلیارده ډالره پانګه اچونه پرې اټکل شوې پوره کار پیل کړې وای، د کونړ په سیند به اوس برښنا ډیم جوړ وای، او د داسې نورو ډیرو بنسټیزو پروژو به شاهدان وای. خو نه،! دلته اصل سوله ده، نه پانګه اچونه..! نو سوله او ثبات هغه فکتورونه دي چې د کورنۍ او بهرنۍ پانګې اچونې لامل کیدای شی او بس.