تاند- د کابل په وزیراکبرخان مېنه کې د مېلمستون حمله د ۴ انتحارایانو په وژلو پای ته ورسېده.

تېره شپه ۱۱ بجې څلورو انتحاریانو د هیتال په نوم پر مېلمستون، چې د برهان الدین رباني په کورنۍ پوري تعلق لري، برید و چې د سهار تر پنځو بجو پوري یې دوام وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویندوی صدیق صدیقي رسنیو ته وویل چې امنیتي ځواکونو ټول انتحاریان وژلي او نښته د سهار په پنځه بجې پای ته ورسېده.

ده وویل چې د انتحاریانو په دې حمله کې امنیتي ځواکونو او ملکیانو ته هیڅ راز تلفات نه دي اوښتي.

په وزیراکبرخان کې پر رباني مېلمستون برید دوام لري

تاند- وروستی راپور وايي چې حمله په وزیراکبر خان مېنه کې پر (رباني ګیسټ هاوس) شوې ده. دا برید د کابل په وخت د شپې په ۱۱ بجې په چاودنو پیل شوه.

پولیسو د مېلمستون کوڅه بنده کړې ده. وروسته یې په سیمه کې برېښنا پرچاو کړه.

د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال محمد ایوب سالنګي وویل، داسي ښکاري چې مېلمستون د انتحاریانو د حملې اصلي هدف وي. ده د مېلمستون نوم وانخیست.

سالنګي وویل چې دوه انتحاریان ووژل شول خو تراوسه څرګنده نه ده چې په دې برید کې څو انتحاریان برخه لري. دا هم معلومه نه ده چې انتحاریان مېلمستون ته ننوتي او که نه دي.

رباني مېلمستون، چې پخوا هیتال هوټل نومېده، د ۲۰۰۹ میلادي کال د دسمبر د میاشتې په موټر بمي انتحاري حمله کې سخت زیانمن شو.

دا مېلمستون د احمدضیا مسعود د کور ترڅنګ دی. د ۲۰۰۹ کال د حملې په مهال ضیا مسعود د حامد کرزي لومړی مرستیال و.

دا هوټل یا مېلمستون د برهان الدین رباني د کورنۍ دی. د بریتانیا ټیلګراف ورځپاڼه وايي چې مېلسمتون د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین ربانی دی. خو لا هم شک دی چې د حملې اصلي هدف مېلمستون دی او که د هغه ترڅنګ کور.

مخکینی خبر:

په وزیراکبرخان کې د انتحارانو حمله روانه ده

2 thoughts on “د وزیراکبرخان پر مېلمستون حمله د ۴ انتحاریانو له وژلو سره پای ته ورسېده”
  1. دا خو ربانی صیب د خدای (ج) په لاره کې جهاد کړیدی ،نو بیا د بهرنیانو لپاره په په داسې سیمه کې مېلمستون د چا د رضا په خاطر.معلومېږي چې دا هسې تش په نامه د جهاد تر مقدس نامه لاندې د افغانستان د مظلومو خلکو دوینو زبېښل او دهغوی په بدل کې ځان ته په وزیر اکبر خان مېنه کې د بهرنیانو لپاره د فحاشۍ د مېلمستونونو جوړول وو.
    ما شاالله.

  2. احسان صیب په لکی دی ورته پخه کیخوده،
    ربانیان او جهاد؛ لری خبره ده،

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *