فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

د دې ښار خړې کوڅې او کنډر کنډر خټين ديوالونه نن يوځل بيا دانسانانو په وينو ولړل شول، دلته هره خوا آهونه او زګېروي دي. دې ښار که څه هم يو وخت ښه نوم او نښان درلود، خو نن د هرچا په ذهن کې د جګړې انځور لري، دلته وخت پر وخت ښکلي ځوانان په يو اوبل نوم وژل کيږي، د دې ښار خړې څېرې له ډېرې مودې راهيسې خاموشي اختيار کړې ده ، هوکې دا ښار سخت وېرېدلى او د سختو توفانونو سره مخ دى ، دا ښارغواړي څو د ژغورنې لپاره په زوره زوره چيغې وکړي خو د چيغو اجازه نلري، د دې ښار ژبه شته، خو پر خوله يې د مومن خان د وخت زاړه ښامار ګيډه اچولې چې د خبرو اجازه نه ورکوي، دلته علميت محکوم او ماديت ته د بادار په سترګه کتل کيږي، دا ښامار ډېر وږى دى، ډېرغړمبيږي او ډېر قهرجن دى او ډېرخوب کوي، د دې ښارهره سيمه د ښامار له وېرې په خاموشۍ او چوپتيا کې ده، خو اولادونه (وګړي) يې د خپلې مور د چوپتيا پرخلاف هر وخت واوېلا او انګولا کوي، دلته سربېره پر دې چې د ځوانانو، لويانو، ماشومانو او ښځو په زړونو کې ډېر دردونه دي، خو د درد د اظهار اجازه هيڅوک نلري، دلته هره ورځ بوره مور د خپل بې ګناه ځلمي په وينو کې لت پت جسد سرته ناسته وي او د خپل شهيد زوى په مرګ ژاړي، خو څوک نشته چې اوښکې يې پاکې کړي ، دا ښامار د عدالت ډېرې چيغې وهي خو د ښامار مشاورين ډېر واړه او ناپوه خلک دي چې تل يې د غلطو مشورو له امله په ښار کې بې عدالتي وي.

دلته د بابا چيغو ټول مهالت په سر اخستى دى. د دې تاريخي ښار په هره کوڅه کې پښې ابلي او سرتورماشومان د خپل بابا په لټه کې دي خو بابا يې د تل لپاره له ښار سره خداي پاماني کړې ده، دلته ډېرې ناوکۍ له خپل بخت سره په جګړه دي او د خپلو يتيمو، پښې ابلو او معصومو يتيمانود اوښکو پر وچولو بوختې دي، خو دا اوښکې د وحشي سمندر په څېر نه وچيږي او له هرې شېلې او هرې ويالې څخه ورته د سرو وينو لښتي را روان دي.

له دې سيمې مينې کډه کړې، د دې ښار بله ډېوه د وحشي طوفانونو له وېرې رپيږي او اوس د پخوا په څېرښکلې رڼا نلري. دلته سپين ږېرى بابا د خپل ځوانيمرګ زوى غمونو دومره ځورولى چې په مخ کې يې د خپګان او پريشانيو نښې له ورايه ښکاري، بابا له خپلو يتيمو لمسيو سره د خپل غيرت له مخې خپلې اوښکې کابو کړي دي، خو د هرمعصوم ماشوم اوښکه يې په زړه د ټوپک د مرمۍ په څېر لګيږي، بابا سرګردانه دى، خو هيڅ غمخوار نلري، بابا غيرتي دى خو هيچا غيرت پرې ونکړ، بابا وږى دى خو هيڅ څوک ور ته ډوډۍ نه ورکوي، د بابا ملا د زمان نيستۍ او د فلک ناخوالو کړوپه کړې ده، خو همت يې لا هم لوړ دى او تل د خپل ځوانيمرګ زوى د يتيمو ماشومانو په خاطر د کار په لټه کې وي، خو دلته د کار درک نه لګي، بابا ته د خپل زلمي زوى په نشت کې د کور دېوالونه لکه دتورې بلا غوندې بد ښکاري، خو هېڅ چاره نه لري چې له دې ډونګو دېوالونو څوشېبې خپلې سترګې پناه کړي، بابا له لمانځه او مسجد سره ډېره مينه لري خو د بابا د ښار جومات هم د هغه د ځلمي زوى په څېر شهيد شوى دى، دلته د ترقۍ نوم هم څوک نه پېژني، د دې ښار هره برخه سلګۍ سلګۍ ده، د دې ښار هغه دنګ چينارونه اوس نه ترسترګو کيږي او هره ونه يې د ټکنده غرمې له تندې آهونه باسي ځکه چې دلته ضمير مړ دى، دلته هر څه د احساس لپاره نه، بلکې د شخصي ګټو لپاره دي، دلته د ژبې له قدر څخه د پيسو قدر ډېر زيات دى، دلته له کتاب نه د ټوپک قدر ډېر کيږي، د کتابونو اهل محکوم دي او د ټوپک اهل ته آن د زاړه ښامارله خوا هم سلامي کيږي، د دې ښار د کتابتون ودانۍ لوټې لوټې ده، خو د ټوپک لرونکو پرسر دنګې ودانۍ ولاړې دي، دلته معنويت ترماديت ټيټ ګڼل کيږي ځکه چې دا د وينو او دوړو ښار دى، دا ښارنوم لري خو په حقيقت کې يو مړ ښار دى.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *