د کونړ ولایت مطبوعاتي دفتر –
د کونړ والي وحیدالله (کلیمزې) نن دیوې لوی غونډې په ترڅ کې دسیمه ییزوارګانونودخپلواکه ادارې دپالسۍ اوتخنیکي چارومعین ښاغلي فریدماموندزي له خوادکونړولایت دولتي ادارومسؤلینواو ولسونو ته وروپیژاندل شوپه دغه مراسموکې دکونړولایت دخلکواستازو،قومي مشرانواومخوروهم برخه لرله دمراسموپه پیل کې دکونړدنوي والي په توګه دښاغلي کلیمزي دتقررحکم دسیمه ییزواورګانونودپالسۍ معین فریدماموندزي له خوا ولوستل شوورپسې دکونړولایت نوي والي خبرې وکړې اودکونړخلکوته یی وعده ورکړه چې نوموړی به د ولایت دپرمختګ لپاره په ټول قوت اوصداقت دموجوده فرصتونواوظرفیتونوڅخه استفاده کوي
ښاغلی کلیمزی د کونړ پخوانی والی شجاع الملک (جلاله) کړنی وستایلی او په ولسونو یی غږ وکړ چی د تیر په څیر د ولایتی اداری سره خپله همکاری دومداره وساتی