خبرپاڼه
نېټه: ١٣٩۴-۳-۶
کندهار، افغانستان- د کندهار والي امنيتي مسوولينو ته وويل چي د کندهار ښار ټولي امنيتي حوزې ارزيابي او وڅاري.
دا څرګندوني د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي په امنيتي غونډه کي چي نن سهار په ولايت مقام کي جوړه سوې وه، وکړې. په غونډه کي د والي تر څنګ د ولايت مقام مرستيال عبدالعلي شمسي، د ملي امنيت رئيس بريدجنرال عيسی محمد او د افغان ځواکونو يو شمېر نورو استازو ګډون کړی وو.
د کندهار والي امنيتي مسوولينو ته وويل چي د ګډو ځواکونو يو هيئت دي جوړ او د ښار له ټولو امنيتي حوزو څخه دي ليدنه وکړي، تر څو د امنيتي حوزو ا��تياوي او کمبودات په ګوته سي او د ستونزو د هواري لپاره يې لاس په کار سي. نوموړي وويل امنيت تر ټولو مهم دی چي بايد د تامين لپاره يې ولايتي اداره هلي ځلي وکړي. نوموړي وويل چي د امنيت د سمون په موخه بايد امنيتي حوزې ارزيابي سي او هغوی ته اړين اکمالات وسي.
د کندهار والي د امنيتي ځواکونو له سرښندنو او قربانيو څخه ستاينه وکړه او ويې ويل چي امنيتي ځواکونو پر ځانو شپه و ورځ يوه کړې او امنيت يې تامين کړی دی، ځکه نو بايد د دوی د قربانيو قدرداني وسي. نوموړي زياته کړه: دښمن ډېره هڅه کوي چي د کندهار امنيت ګډوډ کړي، مګر موږ به د امنيتي ځواکونو په مرسته هيڅکله دښمن دې ته پرېنږدو چي د خلکو ژوند ته ګواښ وګرځي. د دې لپاره چي امنيت سم سوی وي، په کار ده چي زموږ هيوادوال د خپلو امنيتي ځواکونو ملاتړ وکړي او په ګډه د دښمن ملا ماته کړي.
د امنيه قومندانۍ د امنيت د آمر مرستيال سمونوال محمدعمر وويل چي ملي پوليسو د تېري اوونۍ په جريان کي ۲ ځانمرګي بريدکوونکي له منځه وړي، ۶۶ وسله وال ترهګر يې وژلي، ۶۰ وسله وال يې ټپيان کړي او ۲ ترهګر يې ژوندي نيولي دي. نوموړي زياته کړه چي ملي پوليسو له ترهګرو څخه ۲ موټرسايکلان، ۲ د نيکه توپ، ۴۳ بېلابېل ماينونه، ۵ کلاشينکوفونه، يوه توپنچه، يوه مخابره، ۲ صندوقه د کلاشينکوف مرمۍ، ۹ د توپنچې مرمۍ، ۲ د توپنچې شاجورونه او ۲ د کلاشينکوف شاجورونه نيولي دي.
نوموړي زياته کړه چي تېره اوونۍ يو کس د قتل په تور، ۲ تنه د نشه يي توکو د خرڅلاو په تورو، يو کس د مځکي د غصب په تور، ۳ تنه د غلا په تور او ۳ تنه د فرېبکارۍ په تور نیول سوي دي. هغه زياته کړه ملي پوليسو ۲۳ ګرامه هيرويين، ۲۸ ګرامه ترياک، ۵۰ ګرامه شيشه او ۵ مظنونين نيولي او ۱۰ معتادين د تداوۍ له مرکز څخه فارغ سوي دي.
د نظم عامې مسوولينو وويل چي تېره اوونۍ يې ۳ وسله وال ترهګر ټپیان کړي او ۹ ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي. داراز سرحدي پوليسو تېره اوونۍ ۲ وسله وال ترهګر ټپيان کړي، يو موټرسايکل يې نيولی او ۵۰ بوشکه يي ماينونه يې کشف او شنډ کړي دي. ملي اردو هم ۲۰ ماينونه کشف او شنډ کړي دي.