په دغه ازموینه کي دلښکرګاه ښار د ټولو ښوونځیوپه ګډون د هلمند د بیلابیلو ولسوالیو د ښوونځيو زده کوونکي شامل دي چې د غبرګولي د میاشتې تر ۱۵ نېټې به روانې وي.

دهلمند ولایت د پوهنې رئیس عبدالمتین (جعفر)  د زده کوونکو څخه د ازموینې د روان بهیر د لیدنې وروسته انتخاب ويب پاڼې ته وویل: په دې ولایت کې ۱۹۲۶۱۵ زده کوونکي زده کړه کوي  چې ۵۱۸۰۰ زده کوونکي یې ښځینه دي.

نوموړی زیاته کړه چې له ازموینو څخه ورووسته ټول هغه زده کوونکي چې په ازموینه کې بریالي شي په نوي ښوونيز کال کې به نويو ټولګيو ته لار پيدا کړي.

د پوهنې رئيس وايي، خپل ټول توان يې په کار اچولی دی ترڅو دغه ازموینې رڼې ترسره شي، د ښوونځیو امرانو، سرښوونکو او ښوونکو ته لارښوونه شوې چې د ازموینې چارې په منظم ډول ترسره کړي.

هغه وویل  که څه هم د هلمند څخه د امنیتي ستونزو او وسلوالو مخالفینو د شتون او نښتو خبرونه ورکول کیږي خو بیا هم په زرګونه ښځینه زده کوونکي په زده کړه بوخت دي، دا د دې ښکارندوی کوي چې د هلمند خلک د ښوونې او روزنې سره د میني او علاقې له مخې خپل اولادونه زده کړې ته لیږي.

که څه هم د پوهنې رياست مسؤلين هلمند کې د پوهنيز بهير د ګړنديتوب خبر ورکوي، خو يو شمېر خلک دلته د پوهنې رياست په خپلو چارو کې پاتې بولي، د ښوونکو کموالی او تړلي ښوونځي هغه ستونزه ده چې د هلمند د پوهنې رياست ته يې ګوته نيول کيږي او د دغه ستونزو په هوارولو کې ياد رياست بريالی نه بولي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *