روسیه وايي په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید ۵۰ برابره زیات شوی

تاند- د روسیې د مخدرو موادو د کنټرول د فدرالي ادارې مشر نن /پنجشنبه/ وویل، له کله چې په افغانستان کې د امریکا په مشرۍ عملیات پیل شوي دي، په دې هیواد کې د غیرقانوني مخدرو موادو تولید ۵۰ برابره زیات شوی دی.

 د روسیې د سپوتنیک د راپور له مخې، ویکتور ایوانوف وویل، تېر کال په افغانستان کې پر ۲۲۴۰۰۰ هکتار مځکه کوکنار کرل شوي وو چې دا یو ریکارډ دی.

د ده په وینا د افغانستان مخدر مواد د ختیځې اروپا او منځنۍ اسیا لپاره لویه ستونزه زېږوي او د ۲۰۰۱ میلادي کال د اکتوبر له اوومې څخه، چې امریکايي پوځیان افغانستان ته ننوتي، په دې هیواد کې د مخدرو موادو د تولید اندازه پنځوس برابره زیاته شوې او لا هم مخ پر زیاتېدو ده.

د ایوانوف په وینا د نړۍ متخصصان له دې سره موافق دي چې په افغانستان کې به د مخدرو موادو تولید نور هم زیات شي مګر دا چې نړیواله ټولنه اغېزمن اقدامات وکړي.

افغانستان د نړۍ د ټولو تریاکو په سلو کې ۹۰ تولیدوي.

د ملګروملتو له مخدرو موادو او جرمونو سره د مبارزې اداره اټکل کوي چې په ۲۰۱۴ میلادي کال د افغانستان د مخدرو موادو تولید د ورتېر کال په پرتله په سلو کې ۱۷ زیات شوی دی.

One thought on “روسیه وايي په افغانستان کې د مخدرو موادو تولید ۵۰ برابره زیات شوی”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *