جينکۍ اوبو له ځينه
د بنګلې د سر هلکه
ګولۍ په وار که
پوهيږو! چې په دې څو لنډو ګنډو کلماتو سره به ستاسو د خيال مارغان د ماضي پر لور الوت کړی وي او د خپل ژوند ټولې تېرې، هېرې خاطرې به يې درته بيرته د غړيدليو سترګو پر وړاندې راژوندۍ کړې وي.
هو! دا زمونږ د پښتو ادب يوه غوره برخه «سروکي» دي چې د لنډيو په څېر له شور او شرنګ څخه ډکې دي. سروکي پخپله هم يو خوږ تال او آهنګ لري، خو کله چې له لنډيو سره جوړه او غاړه غړۍ شي، نو بيا ترې خوږې سندرې جوړې شي.
د شور او شرنګ څخه ډکې دغه سندرې نه يوازې له خوږ آهنګ څخه برخمنې دي، بلکې د خپلو لنډو او له معنی ډکو کلماتو په وسيله هر خيال ته ځلا وربخښي. او ډيرو ته د خپل ورک شوي ژوند مسير ورپه ګوته کوي.
سروکي که له يوې خوا کيږدۍ، چوپان او شپيلۍ سره يو ځای کوي، نو بل لور ته د مسافر جانان يادونه او خاطرې هم په کې زمزمه شوي. که د مرور محبوب د پخلا کولو پلمې پکې پرتې دي نو په سره غرمه کې د اشنا د ديدن ليوالتيا هم پکې ځلیږي. پر غرو رغو د بارانونو او ږلۍ له امله د خپل ګران محبوب د پاتې کيدو بهانې هم پکې موندل کيدای شي.
دا ګيرچاپير په غرونو راغلل بارانونه ياره
ږلۍ وريږي ،مه ځه دلته شپه وکه پاتې شه باران دی
تر ډيره سروکي د ميرمنو لخوا ويل شوي او د نورو خبرو تر څنګ پکې د ودونو او نکريزو شپې هم يادې شوي دي.
د خوشالۍ نه، نجونو ټک وهئ لاسونه
شپه ده د نکريزو نجونو ووهئ تمبلونه
++++
هغه خوند، رنګ، موسيقيت او خلوص چې په دې لرغوني فورم کې احساسيږي تر ډيره بريد په نورو هغو کې نه وي.
په سروکو کې د لنډيو په شان ډېر جوش، ادبي ښکلا او زياته رنگيني پرته ده، چې له همدې امله د ولسي سندرو له خوندونو او رنګونو ډکه برخه ګڼل کیږي .
جانانه مه ځه تورې سترګې دې خماري دي
ګډې وډې لارې دي، مه درومه ماښام دی
د خمار پر مهال په ماښام کې د ګډو وډو لارو انديښنه په زړه کې د يو داسی چا له خوا اچول کيږي، چې د زړه هره څړيکه دې له هغه سره د ملګرتيا چيغې وهي. نو انساني زړه خو لا څه چې هر ذيروح څيز ورته د احترام سر ټيټوي.
د خپل محبوب تر څنګ يوه شيبه کښيناستل هم له کلونو يوازې کيناستو څخه ډير کېف بخښونکې وي، خو کله چې د جدايې شيبې رانږدې کيږي، او د خوښیو د سلګیو وار رارسيږي، نو ګران محبوب له ميين څخه د نه تګ غوښتنه په بيلابيلو پلمو کوي.
که له يوې خوا د تورو سترګو د خماري کيدو پر خبره يې د زړه ټکان لوړوي، نو له بل لورې د ګډو وډو لارو نه د وېرې ګواښونه هم ورته کوي.
دا ټول هغه خوندونه دي چې په يوه سروکي کې ورته ځای ورکړل شوی نو ولې به ورته انساني زړه خوښي نه احساسوي.
عالمونه غرقوينه ؛
سترګې دی نه دي اباسين چپې وهينه
+++++++++
دا سپينی مټې د بنګړو سره ښکاره که
شين څادر دې باغ باغ ما پکې ميلمه که
سروکي چې ځینې پښتانه نیمکۍ هم ورته وايي، کوزه پښتونخوا کې يې مسره یزه بولي او د پکتیا په منګلو کې د «پام» په نوم یادیږي د پښتو د ولسي نظم یوه خوږه، خوندوره او په زړه پورې برخه ده .
د سروکيو يو بل کمال دا دی چې ډير وخت پرې د ځوانانو او لويانو دېرې او مجلسونه ګرم وي. له دې سره يو ځای لنډۍ هم ويل کيږي او کله چې يې ويونکي له يو څخه ډير وي نو سندريز جنګ هم پکې رامنځته کيږي چې دغه چاره د مجلس او دېرې خوند دوه برابره کوي.
د سروکي د ويلو انداز داسې وي؛ چې لومړی سروکی ويل کيږي له هغې وروسته د سروکي له موضوع سره تړاو لرونکې ټپه ويل کيږي. خو هغه ټپې چې د سروکي منځ منځ کې ويل کيږي په عامه لهجه کې بیا ټيکۍ ورته وايي .
اوس خو د سروکو ليکلو ته له سره پام نه دې شوی او همدا لامل دی چې ځوانان ورڅخه ورځ تر بلې په ليرې کيدو دي او که دا لړۍ همداسې وغځيږي نو د پښتو ادب د دغه شيرين فورم د ورکيدو اټکل هم کيدای شي.
ما يې تماشه کړه خفه کيږې مورې څه له
کډه د کوچيانو وه، په لاره تيريدله
++++++++++++++
دریغئ ! اوس خوزموږ دخیالو دمرغانو وزرله بیخه مات دي چه هغه پخوا وختو ته الوتې نشي ،او په یوه توراُسپنیز قفس کې داسې نښتې دي چه ټوله ورځ له ځانه سه وائې!۰
دســـــولې بیراغ پورته که ته لوړ په دې جهان ****** زویکیـــــــه داوغـــــــــــان
نور بـس کړه دا نـفـــــــاق چه تبائې ده دانسان ******* موږستړي یو په ځـــــــان
جګړه ده پـمـن سپئ چه ورکوي دې نوم نښان ******* زویکیه داوغــــــــــــــــان
تــــــــرڅــو بـه دخــورکې ژاړي په اوعـیـــــان ******* ته ئې واوره دا بیــان!۰
اسیره یــمــه ربه دګټــو ســړئ مې نشتـــــــه ******* ورکــــئ تنکئ مې نشتــه
ګودر ته مې زړه کیږي داوبومنګئ مې نشتـــه ******* اَ شین لښتــــــئ مې نشته
بڼـوڼـه،ځنــګلونه،ګلــــــزارونه مې شـډل شول ******* زمونږ په وینو رنګ شول
یــوه ډیره موده کیږي موسومونه موبـــدل شول******* مخونه مو بــــــــدل شـول
ته ورک ئې نن په غرونواورغونوسرببرڅیرې ګریوان *** زویکیه داوغـــــــــــان
دپوهـــــــې لیاره واخله پریږده دا بدمرغ میدان ******* مورکې دشه کوربـــــــان
کلم کړه خپله توره،په لیکه دزړه ارمــــــــــــان ******* یــو پـــــــوه شه ددوران
خــورکۍ، لورکئ به ویاري ستا په هریوه دیوان ******* ته پـریــږده یـونـښـــــان
یو ښه اثـــــــــــــر دپـــله پریږده چه وينې دیاران ******* زویکیه داوغـــــــــــان