تاند- د افغانستان د مخابراتو نوی وزیر ژمنه کوي چې په هیواد کې به د انترنټ سرعت څلور برابره زیات کړي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر عبدالرزاق وحیدي د خپل وزارت د اجرااتو د ښه کېدا په سل ورځني پلان کې ویلي چې د انترنټ اسانتیا به ډېره او چټکه کړي.

ده وویل، د دې لپاره چې د ټیلي کمونیکئشن په سیکتور کې ښه والي راوړل شي او خلکو ته د ښه کیفیت خدمات وړاندې شي، د اړوندو اورګانونو ترمنځ به همږغي ډېره کړي.

په وروستیو دیارلس کلونو کې افغانستان د مخابراتو په برخه کې اوچت ګامونه اخیستي خو د افغانستان انترنټي خدمات لا هم په نړۍ کې کمزوري دي.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزیر دا هم وویل چې هڅه به وکړي چې د انترنټ بیه ټیټه کړي.

ښاغلي وحیدي وویل چې د افغانستان د انترنټ اوسنی سرعت (STM16) دی چې په ۱۰۰ ورځو کې به د نوري فایبر په وسیله (STM64) ته لوړ شي.

ده وویل چې اوس له تورخم بندره تر مزاشریف پوري نوري فایبر تېر شوی دی.

د مخابراتو وزیر وویل چې د حکومت ۱۰ بېلابېلو اورګانونو ، ۱۰ پوهنتونونو او ۱۵ ښوونځيو ته به د ویدیو کنفرانس اسانتیا برابره شي.

2 thoughts on “د مخابراتو وزیر وايي د انترنټ سرعت به څلور برابره لوړ کړي”
  1. ډیرښه اقدام دی خو که عملی شی، افغانستان کی اکثر وخت خبری کیږی خو عمل نه لیدل کیږی

    فدا غازی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *