۸ جوزا ۱۳۹۴

اکبر راحل : پکتیکا

په پکتيکا کې د سلګونو شاعرانو، ليکوالانو او د شعر اوادب د  مينه والو په ګډون د سليمان غر کلنۍ دودیزه  مشاعره او د غزل شپه جوړه شوه.

ياده مشاعره د پکتيکا په مرکز ښرنې ښار کې پرون له غرمې وروسته پيل او د ماښام تر ٦ بجو يي دوام درلود.

د يادې مشاعرې په پيل کې د پکتيکا مرستيال والي عطاالله فضلي وويل چې د سليمان غر د مشاعرې جوړيدل د ذهني افکارو دتبادلې، سولې، پرمختګ او ورورولۍ سمبول دى.

1هغه زياته کړه دغه شان مشاعرې له يوې خوا ددولت او ولس ترمنځ واټن کموي  او له بل پلوه، شاعران په خپلو شعرونو کې دټولني ناخوالی بيا نوي او شاعران  د خپل شعر په ژبه هڅه کوي ناخوالو ته  دپای ټکی کېښودل شي.

ده د مشاعرې له ګډونوالو غوښتنه وکړه چې په یاده مشاعره کې ویل شوي ټول شعرونه ده ته وسپاري تر څو په کتابي شکل چاپ کړي.

د پکتیکا د اطلاعات فرهنګ ریس بشیر محمدي د مشاعرې په لړ کې د اطلاعات فرهنګ وزارت وزیر عبدالباري جهاني پیغام د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړ په پیغام کې پر پکتیکا والو غږ شوی و چې د فرهنګي،کلتوري میراثونو او عابداتو د ساتنې په برخه کې له یاد وزارت سره خپله همکاري ونه سپموي.

نوموړي په خپل پیغام کې ویلي چې د پکتیکا د فرهنګي،کلتوري،رسنیزو او نورو برخو پیاوړتیا ته به ځانګړې پاملرنه کوم.

1دغه راز په ياده غونډه کې د کابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي استاد او شاعر لعل پاچا ازمون وويل چې د پکتيکا ځوانان په شعر او ادب کې د پام وړ استعدادونه لري .

هغه له ولسمشر نه غوښتنه وکړه چې د پکتيکا ستونزو ته جدي پاملرنه وکړي ځکه د دې ولايت اوسيدونکو په سختو شرايطو کې د ټاکنو په پروسه کې پراخ ګډون وکړ ..

 د مشاعرې په لړ کې ګڼو شاعرانو خپل شعرونه،تمثیلې ټوټې،نظمونه،طنزونه او زمزمې د مشاعرې ګډونوالو ته وړاندې کړې چې د ګډونوالو لخوا په چکچکو بدرګه کیدې.

د مشاعرې په پای کې د غزل شپې ته تیاری نیول شوی و چې د محلي هنرمندانو لخوا د سلیمان غر مشاعرې په اړه پکې سندرې بلل کیدې او د هنر د مینوالو تنده یې خړوبه کړه.

یاده مشاعره چې د اطلاعاتو فرهنګ،د پکتیکا د مرستیال والي عطاءلله فضلي او د پکتیکا د مدني ټولنو د همغږۍ دفتر مشر یعقوب خان منظور په مالي لګښت جوړه شوې وه.

 دپکتيکا د  شاعرانو او ليکوالانو ترڅنګ  دغزني، لوګر، لغمان، پکتيا او پلازمېنې کابل شاعرانو هم  ګډون درلود.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *