د هلمند د پوهنې ریاست-

دهلمند دپوهني ریس ښاغلي عبدالمتین (جعفر) وايي په ډیري خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړی چي تیره ورځ ناوخته دنامعلومو وسلوالو له لوري دشهید انجینر عبدالمتین دعالي لیسې یوتن ښوونکی عبدالباري دعبدالرحیم زوی په ډزو په شهادت رسیدلی دی .

هغه وویل دغه ښوونکی اصلآ دنوزاد ولسوالۍ اوسیدونکي وو چي دښوونکي په توګه یې دتیرو څو کلونو راپه دېخوا دشهید انجینرعبدالمتین په عالي لیسه کي دښوونکي په توګه خپلي سپیڅلي دندي ته دوام ورکړی وو .

د هغه شهادت دپوهني دریاست لپاره یوه غمیزه ده ، خدمت یې نه هیریدونکی دی او دامنیتي ادارو څخه غوښتنه کوو چي قاتلین دې ژر تر ژره ونیول سي .

هیره دي نوي چي څه موده وړاندي هم دهلمند دپوهني دریاست دوه تنه کار کوونکي چي یوملازم او دوهم یې ښوونکي وو دکابل بانک په پیښه کي دوسلوالومخالفینوپه یوه بریدکي په شهادت رسیدلي وه .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *