د « ناپلیون داستان» په نوم کتاب پښتو ژباړه چاپ شوه. دغه کتاب چې الماني لیکوال « اېمېل لډوېګ» لیکلی ابو محمد عمران پښتو ته ژباړلی دی. کتاب د فرانسې د مشهور امپراتور ناپلیون بوناپارت د ژوند په اړه دی. د ناپلیون داستان، چې په پنځو څپرکو او ۲۷۵ پاڼو کې په ښکلي صحافت د اکسوس کتاب پلورنځي له لوري چاپ شوی د (۱۵۰) افغانیو په بدل کې یې له نوموړي کتاب پلورنځي څخه تر لاسه کولای شئ.
اکسوس کتاب پلورنځي تر دې وړاندې هم شاوخوا ۲۱ عنوانه بیلابیل کتابونه چاپ او خپاره کړي دي.
نا پلیون دې څه په سرواهه. خپل دا دې کم وو؟ لږ تر لږه دا د جنګ خببرې خو خپل ملک ته پرېږده ظالمه. په عقل کې وزر اکبر خان، نایب امین الله خان او دا نور هریو د نا پلیون لس برا بره دي. که نور څه نه وي په دې برخه کې تر نورو بریو. او ته ځې یو لرغونی پرنګ
ی را اخلې او بیا یې په ما لولې