د مې د میاشتې نهه ویشتمه د پښتو ورځ ده . زموږ د ژبې ورځ. دهغې ژبې ورځ چې له خپلې مور نه مو زده کړې ده. هغه ژبه چې له برکته يې موږ نوم پیداکړی، د نړۍ خلکو پېژندلي او پرې پښتانه شوي یو.

په نړی کې سترو وګړو چې کله د خپل ولس د ساتنې او ژغورني لپاره ملا تړلي ده او ولس يې ژغورلی دی نو ورسره يې د خپل ولس ژبه هم ژغورلې او هغې ته يې خدمت کړی دی.

مصطفي باچا چې سلطنت منحل اعلان کړ له څه مودې وروسته يې په ډېر احتیاط خو له مساعدې موقعې نه په ښه استفاده خلافت هم په جمهوریت واړاوه

مصطفی چي وروسته ترکانو د اتاترک( د ترکانو پلار) لقب ورکړ او ترک ملتپال و له څینو مهمو اصلاحاتو وروسته ترکي ژبې ته د خدمت لپاره ملا وتړله. خو دا یو ډېر ستونزمن کار وه. مصطفی لومړی کار دا وکړ چې ترکي ژبه يې له عربي لیکدور څخه لاطیني یا رومي رسم الخط ته واړوله. مانا داچې ترکې ژبه به له دې وروسته په لاتیني رسم الخط کې لیکل کېږي. باچا په لاتیني لیک دود نه پوهیده. لومړی يې دا لیکدود زده کړ او ټول رسمي مامورین يې چې عمرونه يې د ۱۶ او ۴۰.کلونو تر منځ ول اړ کړل چې لاتیني رسم الخط زده کړي. په ترکې ژبه کې د عربي او فارسي ژبو مستعملې کلیمې ډېرې وې چې په لاتیني لیکدود کې سمې نه لیکل کېدې او دا یوه لویه ستونزه وه. باچا امر وکړ چې عربي او فارسي کلیمې دي له ترکي ژبې وایستل شي او په ځای دي يې د ترکې ژبې مترادفې کلیمې وکارول شي. ښوونکو ، شاعرانو او لیکوالانو کلیوالو سیمو ته مخه وکړه تر څو سوچه ترکې کلیمې پیداکړي او ستونزه حل کړي.

حکمرانان د خپل ولس ساتونکي او نګهبانان دي. دوی نه یوازي د ولس د امنیت خوندي کولو، هغوی ته د کارموندني او نورو اسانتیاوو چمتو کولو مسولیت لري بلکه د ملت د کلتور وعنعنې او ژبې ژوندۍ ساتلو او کار ورته کولو مسولیت لري. همدا لامل دی چې هر هیواد په خپل رسمي حکومتي نظام او جوړښت کي ځانګړي وزارتونه لري چې د کلتور وزارتونه يې بولي. ددې وزارتونو یوه عمده دنده دا وي چې د ژبې ساتنې، ودې او پرمختګ ته کار وکړي.

له بده مرغه زموږ واکداران چې د ژبې د ساتنې او ودې چوپړ ورپه غاړه وو او دی په دې برخه کې تل بې اعتنا پاته شوي دي. پخواني باچاهانو چې ټول پښتانه وو په خپلو دربارو کې د دري ژبې لیکوالان او شاعران ساتل او د دربارونو ژبه يې دري وه ځینو خو ان د خپلو مېرمنو او اولادونو په ګډون په پښتو ژبه خبرې نشوې کولای او خپله مورنۍ ژبه يې هېره کړې وه.

د حیرانتیا او شرم ځای دی چې واکمن په پښتنو دي، ژبه يې پښتو ده او په پښتو او د پښتو په چوپړ باندې شرمېږي او یا ځان په دې پلمه او بهانه خلاصوي چې له دې لارې د تعصب او تبعیض مخنیوی کوي او یا ځان ملي وښیي.

اوس هم پښتانه واکداران چې کله اولس ته او یا په مهمو غونډو کې خبري کوي نو تر پښتو يې دري او انګلیسي ته ډېر زور وي او ځان هم ښه هوسا په کې احساسوي.

کله چې ولسمشر او یا وزیران خبري کوي نو په یوه غونډه کې په دوو ژبو ګړېږي یا په اصطلاح د خپلو خبرو ژباړه بېرته خپله اولس ته کوي او د یوه ژباړن دنده اجرا کوي.

له خپلو وزیرانو مو هیله داده چې نور د ژباړنو دندې هغوي ته ور ورسپاري او هغه اولس ته چې په سختو شرایطو او اړینو حالاتو کې تل ورسره همکار دی د هغه ولس په ژبه ونه شرمېږي او خبري په وکړي.

په مینه

One thought on “د پښتو ورځ/ علي محمد سباوون”
  1. پښتودافغانستان دملت اصلي اورسمي لمړنې ژبه وه اوده ،هغه وزیران چه نه غواړي په پښتو خبرې وکړي نو اوردواخلۍ۰
    پښتو ده زما ژبه ما په سر سترګو منلې ــــپه زړه کې مې ګنډلې

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *