استاد اجمل ښکلی

موږ عموما له شاعر نه دا هيله لرو، چې هر څه دې راته فکس فکس ووايي؛ خو د شاعر مجبوريو ته نه ګورو.

دا به ډېره ښه وي، چې شاعر د ژبې او خيال ترمنځ پوخلاينه راولي؛ خو که سړى د شاعرۍ مجبورۍ ته وګوري؛ نو دا کار هر وخت شونى نه وي.

که يو ليکوال د ژبې په کارونه کې بې احتياطي وکړي، ښايي په ښه سترګه ورته ونه ګورو؛ خو ليکوالو دا بې احتياطي له ښې ورځې او له زړه نه نه کوي. مجبوريو يې لاسونه ورتړلي وي.

ليکوالي د ارام سيند غوندې ده، چې پر خپل ټاکلي لوري روان وي؛ خو شاعري د توند سيلاب غوندې ده، چې راشي، مخې ته نه ګوري. هر څه په مخه کوي؛ نو که څوک له سيلابه د سيند د ارامۍ تمه کوي، سادګي کوي.

شاعري د احساسات او عواطفو ډګر دى او احساسات ښکار ده، چې له چوکاټونو سره جوړ نه دي او چې راشي، د چوکاټونو د ماتولو هڅه کوي. دا بېله خبره ده، چې که شاعر ماهر وي؛ نو چوکاټونه ډېر زيانمنېدو ته نه پرېږدي يا که ضرورت وي، د نويو چوکاټونو د رامنځته کېدو پلونه واخلي.

د کلمو او ماناوو ترمنځ تړاو ته ليکوال او شاعر دواړه متوجه وي او دواړه هغه کلمې کاروي، چې د معاني له مخې مفهوم ته موزونې وي؛ خو شاعر بيا داسې شعري مجبورۍ لري، چې ښايي د ژبې طبيعي دود مات کړي. موخه مې د فورموليستانو ناعادي کول نه دي، چې د هنر بنسټ جوړوي.

که د شعر بنسټ خيال ګڼو، بيا خو پکار ده، چې له شاعر سره څه نا څه مراعت وکړو.

د شاعر شعري مجبوريتونه پر څو برخو ويشلاى شو:

شاعر ښايي د قافيې لپاره يا د وزن د ماتېدو له ويرې يوه کلمه په خپله لهجه وليکي. د (وايي) پر ځاى (وئ) وليکي، ځکه د يوې څپې ګنجايش ورسره وي يا د (خبرې) پر ځاى (خبر) وليکي.

له شاعر سره خوندور خيال يا خبره وي؛ خو هغه کلمه د کره ژبې له مخې له شتو قافيو سره د قافيه کېدو جوګه نه وي. مثلا: لاس او پاس قافيې وي او د خاص په اړه شاعر دوه زړى وي؛ نو په داسې حالت کې له (لاس) سره د (خاص) قافيه کول دومره خبره نه ده.

شاعر په شعر کې پر يوه داسې څپه باندې فشار راوستى وي، چې د جملې له طبيعي فشار سره اړخ نه لګوي؛ خو د شعر د وزن له امله لوستونکى اړ وي، چې فشار پرې راولي يا يې يو ناخپلواک توک(مثلا: له، کې او…) خجن کړى وي.

زموږ خلک خو لا بې مطلع غزل هم نه شي زغملاى او قطعه ورته وايي. پخواني مجبور وو، چې هرومرو غزل د مطلع په مصرع بيت پيل کړي؛ خو اوس چې د خيال لپاره چوکاټونه مهم نه دي، بې مطلع غزلې هم چلېدلى شي.

د شاعر داسې نورې مجبورۍ هم شته، چې لوستونکى که ورسره اوږه يونه سي، له شعر خوند نه شي اخيستلاى. مطلب، ښه لوستونکى هغه دى، چې د شاعر له مجبوريو سره ځان عادي کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *