عادل – د هلمند ولایتي شورا غړي وايي په تیرو شپږو میاشتو کې يې د نا امنیو، پراخ غصب او سرپرستو دولتي مسئولینو په شتون کې څنګه چې ښايي هغه ډول کار يې نه دی کړی.
د ولایتي شورا مشر وايي هلمند کې په دولتي ادارو کې د چټک بدلون او خلکو ته د ښه دولتي کارونو د ترسره کولو غوښتنه کوي.
په داسې حال کې چې په هېواد کې د نويو ولايتي شوراګانو له فعاليت اوه مياشتې اوړي خو د هلمند د ولايتي شورا غړي وايي څنګه چې پکار وه هغه ډول دوی نه دي توانېدلي چې خپل فعاليتونه پراخ کړي او خلکو ته قناعت وړ کار وکړي.
د هلمند ولایتي شورا رمشر حاجي محمد کریم اتل وايي په هلمند کي دځکو د پراخ غصب، نا امنیو او په یو شمېر ادارو کې د سرپرست مسئولینو د موجودیت له امله نه دي توانیدلي په تیرو شپږو میاشتو کي هغه کارونه وکړي چي ددوی په پلان کې و.
اتل وايي د دوی د کار په موده کې د ځکو د غصب، بې عدالتیو او نورو ټولنیزو کارونو اکثره دوسیې ځکه نالوستي پاتې دي چې ددې ولایت ټولې لوړې او ټیټي چوکۍ د سرپرستانو لخوا نیولي شوي دي چې هغه کارونه د سر پرستومسولینو تر صلاحیتونو لوړ و چې تر اوسه پورې پر خپل ځای پاتې دي.
اتل وويل: ((موږ په هلمند ولايت کې داسې مسؤلين ونه ليدل چې هغوی واقعي مسؤلين وي او صلاحيتونه ولري، تر اوسه مو والي سرپرست و، اوس هم هلمند کې رسمي والي نسته، خلک زموږ څخه تمه لري، موږ چې کومې ادارې ته د يو چا مشکل رسوو، دوی د حل لار نه سي پيدا کولی او اجرات نه کوي، يا د سرپرستۍ بهانه کوي او يا بله.))
ورته مهال کې د ولايتي شورا د امنیتي کمیټې مسئول بشیر احمد شاکر وايي، د سرپرستو مامورینو د موجودیت او د کار په اړه د هغوی د احساس نه مسئولیت هلمند کې د امنيتي د خرابېدو لامل شوي دي،
دغه راز شاکر د ملي شورا يو شمېر غړي هم د هلمند په دولتي اداره کې په مداخله او خپله خوښه مقررۍ تورن کړل چې په وينا دغه کار هم ګڼې ستونزې زېږولي دي.
شاکر وويل: ((اوس هم موږ په مشکلاتو کې يو، څه چې د ولس غوښتنه ده هغه ډول کار موږ نه سو کولی، په هلمند کې داسې کسان په ادارو کې مقرر دي چې درک د مسؤليت نه کوي، ځينې د خپل صلاحيت څخه نا سمه استفاده، موږ يې په مشکلاتو کې اچولي يو او د دوی له امله سم کار نه سو کولی.))
د هلمند ولایتي شورا په داسې حال کې د خپلو شپږ میاشتو د فعالیتونو څخه نا خوښه څرګندوي چې له تېر يوه کال راهيسې ډېری دولتي ادارې د سرپرستو مسؤلينو لخوا اداره کيږي چې د کتونکو له نظره دغه کار د دولت او خلکو لپاره ګڼې ستونزې رامنځته کړي دي.